افغانستان
نوماندانو ته چېلنج؛ غني وایي: دا ګز دا میدان، ټاکنې په قاطع اکثریت رایو ګټم!
افغان ولسمشر محمد اشرف غني، چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماند هم دی، وایي په غوڅ اکثریت به دا ځل ټاکنې وګټي. ښاغلي غني دا خبره د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاینونو د پيل په ورځ د لویې جرګې په تالار کې خپلو زرګونه پلویانو ته د غونډې پر وخت وکړې. یاران د بې طرفه اطلاع رسونې د اصل له مخې دلته خپلو لوستونکو ته د ولسمشر غني د دغې وینا مهم ټکي وړاندې کوي. ستومانه … نور ولولئ