افغانستان

د ګلاب منګل د ژوند کیسې؛ وایي غني ښه رهبر نه دی خو بیا هم رایه ورکوي

د ولسمشر غني یو برحاله سلاکار وزیر او نیږدې سړی محمد ګلاب منګل په یوه تازه مرکه کې د نورو خبرو ترڅنګ د ښاغلي غني، تېرو او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو، خپل سیاسي او شخصي ژوند او مختلفو دولتي ماموریتونو په اړه غږیدلی. دا مرکه له منګل سره د یک تلویزون په کاکتوس خپرونه کې شوې، چې یاران یې مهم ټکي له خپلو درنو لوستونکو سره شریکوي. ګلاب منګل څوک دی؟ ګلاب منګل د پکتیا ولایت … نور ولولئ
افغانستان

د لومړۍ مېرمنې کیدو خوبونه؛ ارزو نورستانۍ د ژوند ملګري د بریالیتوب لپاره خپله کمپاین کوي

په افغانستان کې له ولسمشر غني وراخوا ډاکټر فرامرز تمنا یوازینی بل ولسمشریز نوماند دی، چې مېرمنه یې د سیاست ډګر ته راوتې او د خپل ژوند ملګري د دفاع لپاره عملاً کار کوي. د ولسمشر غني مېرمنه( بي بي ګل غني) خپله په کمپایني هڅو نه ده بوخته، خو د فرامرز تمنا مېرمنه( ارزو نورستانۍ) خپله ټلویزوني بحثونو ته ځي او د سیاسي او ښځینه حقونو د فعالې په توګه د خپل ژوند ملګري … نور ولولئ
افغانستان

که سوله وشي طالب مشران او جنګیالي به یې څه نقش ولري؟

د سولې د روانو هڅو په اړه په ټوله کې څو ډوله لیدلوري موجود دي: ـ وسله وال طالبان وایي دوی به بیا اسلامي امارت جوړوي او د دوی واکمني به له نسبي بدلونونو سره بیا راګرځي. ـ یو نظر دا دی، چې وسله وال طالبان به اساسي قانون او حکومت مني او کوم اساسي بدلون به نظام او قدرت کې نه راځي. ـ بل نظر دا دی، چې د وسله والو طالبانو د مشرانو … نور ولولئ
افغانستان

بې کمپاینه نوماند؛ د اتمر ټیم پاشل شوی، غني ته ورځي که بله کیسه ده؟

د ولسمشریزو ټاکنو یو مطرح نوماند محمد حنیف اتمر، چې د سولې او اعتدال په نوم یې یو نسبتاً قوي ټاکنیز ټکټ جوړ کړی و، له ټاکنیزو کمپاینونو په شا شوی. د دغه کار دلایل ګڼ ښودل شوي. څوک وایي اتمر له غني سره یو لاس کیږي، څوک یې لامل د ده د ټیم داخلي ټکرونه او پاشلتیا ښيي، خو ځینې نور باور لري چې اتمر د سولې له تړونه ډاډه دی او نه غواړي … نور ولولئ
افغانستان

حکمتیار افغان نظام نامسلمانه ګڼي، خو حشمت غني احمدزی وایي: حکمتیار قاتل او بې سواده دی

د حزب اسلامي ګوند مشر او ولسمشریز نوماند ګلبدین حکمتیار پرون کاپیسا ولایت ته د سفر پر مهال له خپلو پلویانو سره لویه غونډه کړې او پر راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ورسره غږیدلی. هغه په دې غونډه کې پر حکومت د نورو نیوکو ترڅنګ تور لګولی، چې د افغانستان نظام غیر اسلامي دی. د حکمتیار په وینا هغوی ته شرم او مرګ په کار دی، چې دا نظام اسلامي جمهوریت ګڼي. دی ادعا لري، چې دغه … نور ولولئ
ادبیات

د پښتو موسیقۍ سبکونه مخ په ورکیدو دي

لیکنه: مصطفی سالک د جګړې تر کلونو مخکې افغانستان د نګه پښتو  موسیقۍ څلور مشهور سبکونه لرل چې د لوی ننګرهار، لوګر، لویې پکتیا اولوی کندهار سبکونه وو، سره له دې چې ددې سبکونو الې شریکې وې، خو ځینې الې ددغو سبکونو پورې ځانګړې وې د کندهار سبک چمبه او بینجو (جاپانۍ) درلوده پکتیا ډول درلود نورو سبکونو هم ځانګړې الې لرلې خو که شریکي الې یې هم لرلې سندرو او د الو غږولو طرز … نور ولولئ
افغانستان

سوله او ټاکنې؛ کوم یو به مخکې شي؛ دلایل او تازه پرمختګونه څه دي؟

د افغانستان په روان سیاسي وضعیت کې د سولې او ټاکنو د دواړو پر لومړیتوب کیدو تاوده بحثونه روان دي. دا چې دا بحثونه ولې رامنځته شوي، کوم یوه ته زیات کار کیږي او څوک د څه لپاره د کوم لومړیتوب زیات پلویتوب کوي، دلته به پرې رڼا واچوو. سوله ولې او د څه لپاره؟ په ټوله کې سوله د ټولو افغانانو لومړیتوب دی. داسې خلک به لږ وي، چې له دغه لومړیتوب سره جوړ … نور ولولئ
افغانستان

د کمپاینونو کم رنګي؛ ولسمشریزې ټاکنې په کوم لور ځي، ولې یې پخوانی خوند نشته؟

ټاکل شوې، چې د راتلونکي میزان میاشتې په شپږمه د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي، خو د کمپاینونو د پيل باوجود یې لیدل کیږي، چې دغه کار ډېر کمرنګه دی او هغه خوند یې نه دی پاتې، لکه پخوا چې و. دلیل یې څه دی؟ دا طبیعي که عمدي موضوع ده؟ څه پایلې لرلی شي او پر راتلونکو ټاکنو به یې اغېزې څه وي؟ په دې مطلب کې همدې موضوعاتو ته کتنه کوو: د سولې … نور ولولئ
افغانستان

د زرداد د ژوند کیسه؛ وایي د انسان جامه کې سپی د ده نه؛ بلکې دا د سیاف سړی و

د حزب اسلامي پخوانی قومندان زرداد فریادي، چې د تنظیمي واکمنۍ پروخت په لویو جنایتونو تورن دی، په یوه تازه تلویزوني مرکه کې پرځان یو ځل بیا ټول لګیدلي تورونه رد او د ځینو پړه پر نورو تنظیمونو واچوله. هغه تېره اونۍ د یک تلویزون په کاکتوس خپرونه کې مېلمه و. یاران د دغې مرکې مهم ټکي دلته له خپلو لوستونکو سره شریکوي. زرداد څوک دی؟ زرداد فریادي د لوګر د اذرې ولسوالۍ اوسیدونکی او … نور ولولئ
افغانستان

(د کوشانیانو ( هزاره ګانو) ژبه (کوشاني – تخاري) 

لیکنه: مصطفی سالک په یوه تیره مقاله کې مو هزاره ګان ګوشانیان بللي وو ، د نورو دلیلونو تر څنګه مو دا هم ویلي وو، چې کوشانیانو د بامیانو لوی بتان په خپلو څیرو یانې د هزاره ګانو په شکل جوړ کړي وو، په افغان مقاله کې نور داسې دلیلونه مخې ته راغلل چې زموږ ددغه نظر پخلی یې وکړ. نن د کوشانیانو د تاریخ پر اړه ځینې لنډې څرګندونې لرو او ژبې ته یې … نور ولولئ