افغانستان

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې نېټې سره برابره ده، د خپلې خپلواکۍ لومړۍ سلیزه لمانځي. افغانستان د آسیا په زړه کې پروت او له ټولو خواوو په وچه کې را ګیر هېواد دی. همدا په وچه کې راګیروالی، د دې لامل شو چې افغانستان یو وخت د خپل پوځي ځواک پر مټ د هند اوبو ته چې د تاریخ … نور ولولئ
افغانستان

د معاصر افغانستان لپاره د غازي امان الله خان او د ملکې ثریا هڅې او خوبونه

صدیقه پوپلزۍ شاه امان الله خان د حبیب الله خان زوی مور یې سرور سلطانه بیګم او مېرمن یې ملکه ثریا نومېده. شاه په ۱۸۹۲ م کال کې د کابل په پغمان سیمه کې زېږېدلی دی. په ۱۹۱۹ م کال کې د افغانستان پر تخت کېناست. د شاه مورنۍ ژبه پښتو وه، خو ډېری وخت یې دري خبري کولې؛ ځکه په دري / فارسي ژبه ډېر لاس بری و، په اردو، فرانسوي او انګریزي هم … نور ولولئ
افغانستان

تر ټولو شانداره کلیزه؛ افغانان خپلواکي څنګه او په کوم نیت نمانځي، پيغامونه څه دي؟

د افغانستان د خپلواکۍ د ګټلو نن پوره سل کاله پوره شول. دا ورځ د افغانستان په مختلفو سیمو کې د زرګونه کسانو، په خاص ډول د ځوانانو په تودو ولولو نمانځل کیږي. د دغې نمانځنې لپاره تر پخوا ولسي لېوالتیا زیاته شوې، خو د دې لېوالتیا لوی دلیل او انګېزه د حکومت او ولسمشر غني پراخه پاملرنه ګڼل کیږي. دا نمانځنه او مخکینۍ څه توپیرونه سره لري؟ موخې او پيغامونه یې څه دي او … نور ولولئ
افغانستان

د ثابت د ژوند لوړې ژورې؛ جرئت سره یې د جنګ او پر کرزي، عبدالله او حکمتیار د غوسې کیسې ولولئ

د افغانستان پخوانی لوی څارنوال عبدالجبار ثابت، چې دا ډېره موده له سترګو او غوږونو لیرې و، په یوه تازه مرکه کې د خپل ژوند، کارونو، د فساد ضد مبارزو او ګڼو نورو مسایلو په اړه غږیدلی. دا مرکه تېره اونۍ د یک تلویزون له کاکتوس خپرونې سره وه، چې په یوټوب کې یې د نیږدې ۲ ساعته جریان مهم ټکي یاران دلته له خپلو لوستونکو سره شریکوي. یادونه کوو، چې د دې او نورو … نور ولولئ
افغانستان

سوله او ټاکنې؛ معنوي وایي ټاکنې به وشي او غني به یې وګټي

د ټاکنو خپلواک کمیسون پخوانی ریس فضل احمد معنوي په یوه ځانګړي تلویزوني بحث کې د روانو ټاکنو او سولې هڅو په اړه خپل نظریات شریک کړي. هغه څه موده مخکې له اریانا نیوز تلویزون سره مېلمه و او خپل دغه نظریات یې له خلکو سره شریک کړل. یاران یې مهم ټکي د موضوع د اهمیت له مخې دلته له خپلو لوستونکو سره شریکوي. سوله کیږي کنه، څنګه به وي؟ په دې اړه فضل احمدي … نور ولولئ
افغانستان

یو اګست او درې ملي ورځې/ خپلواکۍ

په ۱۴ یې پاکستانیان د آزادۍ دعوه کوي چې مونږ آزادي اخیستې. کومه آزادي؟ د څه آزادي؟ او له چا نه آزادي؟ پاکستان آزاد شوی نه دی بلکې یو انګرېز تاسیس کړی؛ د دوه سره لرونکي چاړه یو سر یې د افغانستان په ټټر دننه کړ او بل سر یې د هندوستان په ټټر، د همدې چړې په ملا اوس پاکستانیان ژوند کوي چې هر وخت یې د لوېدو امکان شته او د تجزیه کېدو … نور ولولئ
افغانستان

د انګرېز خلاف ستره جګړه؛ افغانۍ اتله ملاله ميوندي څوک او څنګه اتله سوه؟

پوره ۱۳۹ کاله مخکي، د۱۸۸۰عيسوي کال د جولای ۲۷ د دوشنبې په ورځ سهار د کندهار لوېديځ میوند په سوځنده دښته کي د غازي محمدایوب خان ترمشرۍ لاندي افغان لښکر د انګرېز يرغلګرو سره په جګړه واوښت چي افغان ښځو هم پکښي ګډون لاره. د نړۍ په دې مشهوره جګړه کي د افغان لښکر له يوه قومندان سره خپله پېغله لور هم وه چي ملالۍ نومېده. ملاله د کندهار ختيځ ميوند د خوږياڼو کارېز وه … نور ولولئ
افغانستان

د کندهار نارنج ماڼۍ

د یو شمیر لرغونپوهانو په وینا نارنج ماڼۍ ۲۳۴۱ کلونه مخکې د مقدوني سکندر د امپراطورۍ پر مهال ودانه شوې وه چې هغه مهال یوه پوځي اډه وه، ویل کیږي کله چې سکندر له یونانه راغی په ټول هیواد کې یې ۱۲ دا ډول ماڼۍ جوړې کړې چې د ( سکندریه ماڼیو)  په نوم یادیدلې چې اوس یې ۱۱ ماڼۍ بیخي له منځه تللي خو نارنج ماڼۍ د خاورو د یوې غونډۍ په بڼه پاتې … نور ولولئ
افغانستان

د غني اختریز پیغامونه؛ وایي د سولې پریکړه به بهرنیان نه؛راتلونکی حکومت کوي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوی اختر تر لمانځه وروسته په ارګ کې د سولې د روانو هڅو او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه نوې خبرې لرلې. یاران یې د خبرو مهم ټکي دلته له خپلو لوستونکو سره د ځینو اړینو تبصرو او معلوماتو په ملتیا شریکوي. ملي او هراړخیزه سوله غواړو! ولسمشر غني د سولې په اړه ملت ته ډاډ ورکړ، چې نیږدې ده او خامخا به راځي، خو ځينې نوې خبرې یې … نور ولولئ
افغانستان

د طالبانو نوي خوبونه؛ معتصم آغاجان د اسلامي جمهوري امارت غوښتنه لري

د سولې خبرو له تودیدو سره دا بحث تود شوی، چې د افغانستان د سیاسي نظام راتلونکی څرنګوالی به څه ډول وي؟ د دغو بحثونو په منځ کې د وسله والو طالبانو یوه مخکیني لوړ پوړي مقام د دغه راتلونکي نظام په اړه خپل نظریات وړاندې کړي. دا طالب چارواکی په مختلفو مرحلو کې د خپلې ډلې لوړپوړی سړی و. دی ملامعتصم آغاجان نومیږي، چې د طالب واکمنۍ پرمهال د دوی د مالیې وزیر او … نور ولولئ