افغانستان

امریکا که غني؛ د سولې روانه لوبه به څوک وګټي؟

د سولې د روانو هڅو او د افغانستان د راتلونکي پر سر د افغان ـ امریکایي لوري ترمنځ روان کشمکش که څه هم تر ډېره د غني ـ امریکا کشمکش ګڼل کیږي، خو دا په واقعیت کې د افغانستان ـ امریکا ترمنځ کشمکش دی. په دغه کشمکش کې امریکا د یوه نړیوال ځواک په توګه د افغان سولې نقشه پخپله ګټه او طبع طرحه کړې او د خپلو ګټو له مخې یې تطبیقول غواړي. په … نور ولولئ
افغانستان

د پلار پر پلونو روان زوی؛ احمد مسعود به افغانستان د طالبانو خلاف ودروي؟

د پلار پر پلونو روان زوی؛ احمد مسعود به افغانستان د طالبانو خلاف ودروي؟ د افغانستان د مطرح او افسانوي قومندان احمد شاه مسعود د پلار له مرګ څخه لسیزې وروسته د هغه د تر ټولو لویو دښمنانو( وسله والو طالبانو) خلاف د افغانستان د یو کولو اعلان کړی. ۳۰ کلن احمد مسعود، چې د پلار له مرګ وروسته یې په ایران کې ښوونځی او برتانیه کې پوځي پوهنتون لوستی؛ دا ډېره موده له سیاسته … نور ولولئ
افغانستان

د سولې او جګړې هم مهاله هڅې؛ پاکستاني توغندي ولې کونړ نښه کوي؟

په قطر کې له طالب استازو سره د امریکایي پلاوي د خبرو له شدت سره په افغانستان کې د نا امنۍ پېښې مخ په زیاتیدو ښکاري. دا پېښې مختلف اړخونه لري، چې دلته یې د ټولو د بحث پرځای یوازې دې ته تم کیږو، چې دا پېښې د سولې له روانو هڅو سره څه تړاوونه لري؟ د پام وړ پېښې څو اونۍ د مخه د کابل یو مشهور هوټل د واده د مراسمو پر وخت … نور ولولئ
افغانستان

د طب دا ډاکټران په مشهورو سیاستوالو بدل شوي

په بله برخه کې د یوه مسلک د خلکو کار او پکې ځلیدل نوې خبره نه ده. دلته په نړیواله کچه هغه مشهور سیاستوال درپېژنو، چې اصلي مسلک یې طب دی، خو نصیب یا شوق سیاست ته راوستي او ځلولي یې دي. بشار الاسد د سوریې ۴۲ کلن ولسمشر بشارالاسد، چې پلار یې هم ولسمشر تېر شوی؛ اصلاً د طب ډاکټر دی. هغه د سترګو د ډاکټرۍ تخصص په لندن کې کړی او د طب … نور ولولئ
افغانستان

د احدي او عبدالله ملګرتیا؛ افغان ملت ګوند څوک و، څه شو، نور به څه شي؟

افغان ټولنپال ولسواک( افغان ملت) ګوند د افغانستان په سیاسي حزبونو کې یوازینی او تر ټولو غښتلی ګوند و، چې د ملت پالنې او دیموکراسۍ په ګډې نظریې په طبیعي ډول رامنځته شوی او د دغو نظریو د لرونکو روشنفکرانو تر ټولو ستر او واحد ادرس و. دغه ګوند د ظاهرشاه د دیموکراسۍ په لسیزه کې د غلام محمد فرهاد لخوا تاسیس او په تدریجي ډول د افغانستان تر کلیو بانډو وغځیده او د ټولنې … نور ولولئ
افغانستان

طرزالعمل کله مقرره کېدلی شي؟

لیکنه: محمد صمیم زلمی مخکې له دې چې په اصلي بحث پیل وکړو، لومړی مقرره او بیا طرزالعمل په جلا جلا عنوانونو کې تعریفوو: لومړی: مقرره د تقنیني اسنادو له جملې څخه شمېرل کېږي. تقنیني اسناد: د قواعدو یوه لویه ټولګه ده چې په هغې کې قانون، تقنیني فرمان، د ولسمشر فرمان، مقرره، اساسنامه او په هغو کې تعدیل، ضمیمه، ایزاد، حذف، تعلیق یا تعدیل او د وزیرانو شورا مصوبه چې د تقنیني ماهیت لرونکې … نور ولولئ
افغانستان

د دارالامان ماڼۍ سل کلن سفر – تورپیکۍ غرنۍ

نن سبا د کابل ښار په سويل لويديځه څنډه کې يوې دنګې ودانۍ د خلکو پام ځانته را اړولی چې د هر ليدونکي سترګې بريښوي او د يوه سيمې د ښايست او مدنيت تصوير وړاندې کوي. دا هغه ماڼۍ ده چې په ۱۹۲۰ ميلادي کال کې غازي شاه امان الله خان ورغوله چې دوه ويشتو آلماني انجينرانو او اوه سوه افغاني کارکوونکو پکې کار کاوه. دا ماڼۍ په داسې بڼه جوړه شوه چې ۱۵۰ خونې … نور ولولئ
افغانستان

دارالامان او ټپي افغانستان؛ د تاریخي ماڼۍ رغول به کوم درد دوا کړي؟

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د خپلې مېرمنې او لوړپوړو چارواکو په ملتیا وړمه شپه د کابل په لویدیځ کې د څو لسیزو جګړو له کبله کنډواله شوې تاریخي ماڼۍ( دارالامان) له رغولو وروسته افتتاح او د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن پکې ونمانځه. دا کار هم وستایل شو، هم نیوکې پرې وشوې. د ستاینې اړخ دا و، چې غني د افغانستان یوه تاریخي ماڼۍ او د خپلواکۍ ګټونکي غازي د لاس نښه ورغوله او … نور ولولئ
افغانستان

هغه مطرح سیاستوال چې اعدام شوي دي

هغه پښتو ټپه به مو اوریدلې وي، چې: په دنیا دومره مه نازیږه ما پاچاهان د دار په سر لیدلي دینه دار ته ختل هغه که په قانوني لحاظ وي، یا د ظلم او بې قانونۍ په بڼه، خو د نورو خلکو ترڅنګ ترې مشهور سیاستوال او واکمنان هم مستثنا نه دي پاتې شوي. دلته به د دغو سیاستوالو یو شمېر تر ټولو مهم یې در ته معرفي او د اعدامیدو کیسې یې درته وکړو. … نور ولولئ
افغانستان

کندز: د خپلواکۍ سلمې کليزې جشن په شانداره مراسمو سره ولمانځل شو

راپور: محمد عزيز پردېس د تېرو کلونو په څېر سږکال هم د خپلواکۍ سږنی جشن به کندز کې په شانداره مراسمو او د خلکو هېودانۍ ولولو سره ولمانځل شو. کندز چې د هېواد په شمال ختیځه برخه کې پروت دی، له بده مرغه چې وروستۍ کلونو کې يوازې د ناامنۍ په برخه کې د ډېری رسنيو سرټکی و. خو له نېکه مرغه سره د دومره ستونزمنو کندزيانو خپلې هيلې ونه بايللې او د هر کال … نور ولولئ