افغانستان

د خوست کوچنی والي؛نن یې له یوې لوړپوړې چارواکې سره ولیدل او ولسمشر ته لیک ولیږه !

د خوست ولایت د رسنیو دفتر وايي، په دې لیدنه کې د کورنیو چارو وزارت معینې اغلې حسنا جلیل ته له ښه راغلاست وروسته بصیر له اغلې معینې سره ددې ولایت د یتیمو ماشومانو ستونزې شریکې کړې. بصیر په خپلو خبرو کې وویل:  «د روزنتون ماشومان تدریسي خونو، لیلیې ودانۍ، درملو، خوراک څښاک او عصري زده کړو ته اړتیا لري.» د خوست کوچني والي بصیر له اغلې حسنا جلیل هیله وکړه چې د دوی غوښتنې، … نور ولولئ
افغانستان

افغان ټولنه کې د انجونو د زده کړو پر وړاندې څو ستونزې؛ موږ او تاسې باید څه وکړو، نظر مو ولیکئ !

لیکنه: ملیحه ناصري زموږ ټولنه یوه دودیزه ټولنه ده چې د نجونو له کوره وتل یو ډول بې ستري شمېرل کېږي ؛ خو یوه اړینه خبره په دې هکله دا ده چې د نجونو له کور څخه دباندې تګ هغه وخت ننګ کېدی شي چې د کورنۍ لپاره ستونزې جوړې شي او پر بدو لارو روانې وي. که یوه نجلۍ ښوونځی ونه وایي, پوهنتون ونه لولي او لوستې نه شي ؛ نو نارینه د ښځو … نور ولولئ
افغانستان

مودي، ولسمشر غني ته مبارکي ورکړه؛ وايي هند ستاسې دویم کور دی

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د هند لومړي وزیر نریندرا مودي نن غرمه له جمهوررئیس غني سره د ټیلیفوني تماس له لارې د ولسمشریزو ټاکنو په لومړنیو پایلو کې د بریا مبارکي وویله. د هند لومړي وزیر په دغه ټلیفوني تماس کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او افغان ولس ته د ولسمشریزو ټاکنو د بریالي ترسره کېدو د مبارکۍ ترڅنګ وویل، هند د افغانستان د دوست، ګاونډي او د نړۍ د لوی ډیموکراسۍ په … نور ولولئ
افغانستان

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت پر وزارت برید او د وزیر ژغورلو مستنده کیسه

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت پر ودانۍ ۱۳۹۷ کال د مرغومي په درېمه نیټه د ترهګریز برید په اړه زما مستنده کیسه د ماسپښین درې بجې او پینځلس دقیقې وې، د ډزو غږونه مې تر غوږ شول. ډېر ژر پوه شوم، چې ډزې موږ ته نږدې دي. زما دفتر د ودانۍ په دویم پوړ او د اوږد دهلیز په وروستۍ برخه کې و، د وتلو لپاره یې یوازې یوه عمومي … نور ولولئ
افغانستان

ننګرهار والي: ۱۴ سوه ميليونه افغانۍ عوايد لوړ شوي او امنیت ښه شوی

ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د اداري مجلس په غونډه کې وويل، چې سږکال د دې ولايت عوايد د تېر کال په پرتله څوارلس سوه ميليونه افغانۍ زيات شوي دي. دا اداري غونډه د مرغومي په دویمه په ولایت مقام کې جوړه شوې وه. د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په دې مجلس کې ویلي؛ سږکال د ښه مديريت او شفافيت له امله د کانال او ښاروالۍ له عوايدو پرته په داسې حال کې، چې … نور ولولئ
افغانستان

آیا د ښځو په اړه بحث مهم وي؟

لیکنه: عبدالرقیب سایل څو شېبې فکر وکړئ. سترګې مو پر خپلې شاوخوا را وګرځوئ او د ښځو پیاوړتیا ته نظر واچوئ. له ځانه وپوښتئ چې مور مو څومره پیاوړې ده او په رښتنې ډول د واکمنو ښځو مهرباني او ژمنتیا یاد ته راولئ خو مه هېروئ چې د ښځو د حقونو ځینې سلبوونکي په شعوري ډول د ښځو پیاوړتیا نه شي زغملی. څوک چې د ښځو پر مصنوعي پیاوړتیا پروژې لري او کار کوي، نسبي … نور ولولئ
افغانستان

په افغانستان کې د سیاسي میراث مسئله – د خوشال خلیل لیکنه

زموږ په هېواد کې له جهاد علاوه په تېرو اتلسو کالو کې یو لړ نوي سیاسي اشخاص او سیاسی کورنۍ رامنځته شوي دي. دا چې سیستم فاسد و، نو دغه کورنیو کې اکثریت یې زیات مادي، مالي او حتا معنوي امتیازات ترلاسه کړي دي. که موږ وغواړو که ونه غواړو دغه کورنۍ د افغانستان په روان سیاست، حکومتي بیروکراسۍ، تجارت او پانګونې او حتا جرمي اقتصاد کې مهم نقش لري. مثلا دغه اشخاصو یا ایلیټ … نور ولولئ
افغانستان

ایا افغانستان کې د قوم، ژبې او سمت مساله ريښتیا هم همدومره جدي ده؟

اجمل اند لوږه، بې وزلې، بې عدالتي او د جنګ اور د افغانستان د پامیر له لوړو نیولې، د نیمروز تر دښتو او د پکتیکا له ګومل نیولې د فاریاب تر اقینې د ټولو افغانانو ژوند په ناورین بدل کړی. دا بد مرغۍ په افغانستان کې له هیڅ ماشوم نه پوښتي چې د کوم قوم یا قبیلې یې – او یا په کومه ژبه خبرې کوي؟ هیڅوک دا نه شي ویلی چې د بامیانو یو … نور ولولئ
افغانستان

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت: د کاریزونو د دودیز سیستم د بیارغونې چارې په چټکۍ روانې دي

کاریز( د څښلو اوبو او اوبه خور لرغونی سیستم) له زرګونو کلونو راپه دېخوا د افغانستان په شمول د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې شتون لري. افغانستان په  ایران پسې دنړۍ دویم هېواد دی چې تر ټولو زیات کاریزونه لري. عموما کاریزونه هغه سیمو کې کیندل شوي چې سطحي اوبه یې لږې وي او یا شتون نلري. ډېري کاریزونه په هوارو ساحو یا دغرو لمنو کې غزېدلي له همدې کبله ورته د دښتو رګونه هم … نور ولولئ
افغانستان

ولې انجونې باید په کم عمر کې واده نه شي؟ څو اساسي لاملونه یې درته وایو

داسي ډېر کورنۍ شته چې خپل لور یا خپل خور یا هم د کورنۍ هر غړی چې وي په کم عمر کې ودوي دا ودونه ځیني یې دلیلونه لري لکه د دشمني لپاره یا هم وایې چې د هغه په نامه ده ښه دی چې ژر یې واده کړو یا هم د خراپ فکر له امله خپل لور ژړ ودوي تر څو یې ځان ترې خلاصه کړي، نه یې مکتب ته پریږدي او نه درس … نور ولولئ