افغانستان

منظور پښتین پرونۍ تاریخي غونډه کې څه وویل؟ د هغه د سنجیده خبرو پياوړی پيغام

د پښتون ژغورنې غورځنګ د بنو ستره تاریخي غونډه ترسره شوه چې په زرګونو پښتنو په کې ګډون کړی و، دلته مو د منظور پښتین څو خبرې راخیستې او خبرې مو پرې کړي. منظور څه وویل؟ منظور پښتین چې د یاد غورځنګ مشري کوي، پرون یو ځل بیا د یوه لیډر په حیث پر هغه څه وغږید چې پښتون یې له امله ځوریدلی دی. منظور د خړ کمر پيښې ته په اشارې وویل چې د … نور ولولئ
افغانستان

د پښتون ژغورنې غورځنګ ستره غونډه؛ د پاکستان حکومت یې مخه نیسي

د پښتون ژغورنې غورځنګ ستره غونډه چې په بنو کې ترسره کیږي، تر اوسه په کې د زرګونو کسانو د ګډون خبر ورکړل شوی دی او ویل شوي چې لا هم د بیلابیلو سیمو پښتانه دې غونډې ته ور روان دي. پر ټولنیزو شبکو یو شمیر انځورونه خپاره شوي چې د غونډې میدان تقریباً ډک ښکاري او د غونډې شروع کیدو تر وخته شاید دا تعداد له دې هم لوړ شي. د پي ټي ایم … نور ولولئ
افغانستان

عبدالسمیع فیضي: چي لوبه وګټمه، نو د الله اکبر کلیمه وایمه

د افغانستان د آزادي مبارزې تکړه لوبغاړي عبدالسمیع فیضي تېره شپه پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه په ژوندۍ بڼه راغلی وو او د راتلونکي لوبي ترڅنګ ئې ګڼي نوري جالیبي خبري هم وکړې. عبدالسمیع فیضي وویل، هر کله چي زه لوبه ګټم، نو د افغانستان بیرغ پر اوږو کړم، د شهادت ګوته پورته کړم او د الله اکبر الله اکبر کلیمه وایمه. عبدالسمیع فیضي زیاته کړه د دې څخه ئې اصلي موخه داده، چي د … نور ولولئ
افغانستان

په افغانستان کې د باعزته او تلپاتې سولې لټه

لیکنه: ضیاالحق فضلي اوږده او ویجاړونکې څلوېښت کلنه جګړه، چې د هېواد ټول بنسټونه یې ونړول، ارزښتونه یې له منځه یوړل او ولس یې په هر اړخیز ډول زیانمن کړ، نوره د افغانستان خلکو ته نه یوازې دا چې د زغم وړ نه ده، بلکې په هیچا کې د نورې قربانۍ ورکولو توان نه دی پریښی. ټول هیله لري، چې دغې بدمرغۍ ته د پای ټکی کېښودل شي او جګړو ځپلی ملت د سولې مزه … نور ولولئ
افغانستان

د کنړ سیند  بولډروال او  اړین وضاحتونه

لیکوال: محمد رفیق جنبش کونړ د هیواد یو له غرنیو ولایتونو څخه دی چې شا او خوا 24600 هکټاره کرنیزه ځمکه لري. اواره ځمکه یې د درو په منځ کې پرته ده، د سیند میلان یې ډیر دی له همدې امله د اوبو د ډیریدو په موسم کې شا او خوا کرنیزو ځمکو او کورونو ته زیان  رسیږي. په هیواد او په ځانګړي ډول کونړ کې، د بهیدونکو اوبو مدیریت او ترې سالمه ګټه اخیستنه … نور ولولئ
افغانستان

په واړه افغانستان کې دومره ډیر ایراني جاسوسان !؟؟

”د سلیماني دا مرګ څه یو ښه فرصت شو، ټولو نقابونه پورته کړل او ویې ښوده چې کومو کسانو په یو وخت کې سر د ایران پر اخور ایښی او توبره یې د امریکا درلوده. “ داخبره د افغانستان یو هزاره ټبري سیاستوال او فعال دواد ناجي پر خپل ټویټر د ایران دسپاه قدس د جنرال قاسم سلیماني پر مرګ د افغان سیاستوال ویر او ماتم ته په اشارې لیکلې. ښايي د ښاغلي ناجي له … نور ولولئ
افغانستان

پښتني فرهنګ؛ دلته د بیلابیلو فرهنګونو په اړه هراړخیزه لیکنه ولولئ 

لیکنه: ملیحه ناصري د فرهنګ عام پېژند دا دی چې د یوې ټولنې د کړو وړو ټولګې ( مجموعې)  ته ویل کېږي چې د همدغو مشخصو کړو وړو پر بنسټ دا له نورو ټولنو را بېلوي او یوه فرهنګي ځانګړنه ورپه برخه کوي. یو تمدن دی یو فرهنګ. تمدن په آره مانا ښاریتوب ته ویل کېږي ؛ خو فرهنګ د یوې ځانګړې جفرافیې او سیمو د خلکو دودونو او رواجونو ته ویل کېږي. فرهنګ پخپل … نور ولولئ
افغانستان

خوږیاڼيوال: چا چې مخالف ته ځای ورکړ،کور یې سوځو؛ څومره پرځای پریکړه ده او حکومت باید څه وکړي؟

لیکنه: غازي عابد د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ مخورو پرېکړه کړې چې د مخالفینو څخه پاکو شویو سیمو د امن ساتلو په موخه به د هغه کسانو کورونه وسوزوي چې بیا ځل مخالفو وسله والو ته پخپلو سیمو کې ځای ورکړي . د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر ویلي؛ یادو مخورو چې تازه یې د خوږیاڼو ولسوالۍ د یووالي او همغږۍ ۵۴ کسیزه شورا جوړه کړې، د مرغومې په ۸ مه یې ننګرهار ولایت … نور ولولئ
افغانستان

دې ملازم پخپل لګښت ښوونځي ته درسي خونې جوړې کړي؛ اصلي پيغام یې څه دی؟!

لیکنه: غازي عابد په بدخشان کې یوه ملازم یوه ښوونځي ته په خپل شخصي لګښت درې درسي خونې جوړې کړي دي. د افغانستان د پوهنې وزیر په بدخشان کې د ښوونځي له دغه ملازم ستاینه وکړه. د پوهنې وزارت ویلي؛ وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ د قره بلاق لمړني ښوونځي ملازم سخي داد څخه ستاینه وکړه چې د خپلې شخصي بودجې څخه یې په یاد ښوونځې کې درې درسي خونې … نور ولولئ
افغانستان

د کونړ د بولډروال پر پروژه د فساد تورونه؛ پروژو کې فساد او غبن ته څوک لار پرانیزي؟ 

لیکنه: عصمت الله صافی تاسې به، په پروژو کې د فساد په اړه ډېر اورېدلي وي؛ خو لږ شمېر به ستاسې له ډلې داسې وي، چې د کره ثبوتونو له مخې نیوکې کوي. معمولا، د پروژو د پیلیدو او سرته رسېدو امتیاز لوړ پوړي چارواکي اخلي، د خپلې دندې د بقا لپاره اړ وي، چې په یوې لویې غونډه کې رابلل شویو ته وښايي، چې د خلکو د هوساینې او ستونزو له منځه وړلو لپاره شپه … نور ولولئ