افغانستان

نړۍ او کرونا؛ په افغانستان کي نوي پېښي، خو امریکا کي ډېر مړي

خبریال: فضل الله فضلي د عامي روغتیا وزارت وايي چي په تېرو ۲۴ ساعتونو د کرونا ویروس ۱۶ نوي پېښي، چي ډېر یې کابل او پاتي په دایکنډي، کندهار، تخار، بامیان او پروان ولایتونو کي ثبت سوي دي. بلخوا بیا د کندهار چارواکي خبر ورکوي، چي هلته د ویروس ننۍ پېښي ۷ دي. په دې سره په ټول هیواد کي ټولي پېښي ۵۲۶ ته ورسېدې، چي له جملې ۳۲ تنه روغ سوي او د روغو … نور ولولئ
افغانستان

د بندیانو خوشي کېدل، خو د طالبانو لخوا د دې پروسې نه منل

راپور: ولمه ځلا د افغانستان د ملي امنیت شورا مني چې نن هم د افغان حکومت له زندان څخه سل طالب بندیان خوشي شوي، خو طالبان بیا دغه پروسه نه مني. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې د طالب بندیانو د خوشې کېدو دغه لړۍ د دوی د هغې پروسې پر مطابق نه ده عملي شوې چې دوی یې د بشپړېدو غوښتنه درلوده. ده ویلي چې دوی د امریکا او طالبانو … نور ولولئ
افغانستان

افغانستان کې کروناویروس سره د مبارزې لپاره ځانګړی بیړنی تشکیل جوړیږي

راپور: بشیر درویش د ولسمشر محمد اشرف غني پرون مازیګر د عامې روغتیا وزارت رهبري پلاوي سره په غونډه کې کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د دې وزارت د ظرفیت لوړولو په اړه خبرې وکړې. ارګ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي؛ په دې غونډه کې چې په ارګ کې وشوه، د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز کرونا ویروس سره د مبارزې په اړه د عامې روغتیا وزارت د ترسره شویو … نور ولولئ
افغانستان

کرونا؛ د نړۍ وروستی حال او په افغانستان کي تر ۲۵ ولایتونو ورسېد

خبریال: فضل الله فضلي د کرونا ویروس شمېر په افغانستان کي ۴۴۴ ته ورسېدئ. د عامي روغتیا وزارت وايي چي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي د کرونا ویروس ۲۱ مثبتي پېښي ثبت سوي دي. له یادي شمېرې څخه یې ۱۲ په کابل، ۳ غزني، ۲ بغلان، یوه-یوه په تخار او لوګر ولایتونو کي ثبت سوي او ترڅنګ یې یوه-یوه لومړۍ پېښي په میدان وردګو او هلمند ولایت کي ثبت سوي دي. وزارت دا هم ویلي … نور ولولئ
افغانستان

۲۷ میلونه افغانۍ څه شوې؟ حکومت اوس کروناسره مبارزې لپاره بهرنیانو ته سوال کوي

لیکنه: بشر درویش افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ویډیو کنفرانس له لارې د مالیې وزارت رهبري پلاوي سره د کرونا ویروس ضد مبارزې لپاره د مالي منابعو لټولو په موخه خبرې وکړې. ارګ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې ویډیو کنفرانس کې کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د دوستو هیوادونو او بین المللي سازمانونو د یو شمېر هغو مرستو او ژمنو د انتقال په اړه چې دمخه … نور ولولئ
افغانستان

ننګرهار کې د چارواکو پر ښو کارونو سربیره څو نیوکې

زمونږ د ننګرهار ولایت والي ډېر  ښه روان دی، خو ولې ښه نه دی روان. ورځې وړاندې یې ډېر ښه ټویټ کړی و، وايي: افغانستان کې ۹۵ سلنه ولس مشاورین دي او ۵ سلنه کار کوي. نوره دنیا کې ۵ سلنه مشاورین او ۹۵ سلنه کار او عمل کوي. ما ویل هسې هم مشاورین یو، د والي صیب د کارنامو، ویاړونو او خدمتونو ته به یوه لنډه کتنه وکړم، الته زه یې مثبتو یادونه نه کوم، … نور ولولئ
افغانستان

روغتیا وزیر: کرونا ویروس به هیواد کي تر ډیسمبر میاشت پوري وي!

هېواد کې د کرونا ویروس د پېښو له لوړېدو وروسته روغتیا وزارت ددغه ناروغۍ په وړاندي د لا زيات چمتوالي خبره کوي. د عامي روغتیا وزیر فېروزالدين فيروز د سې شنبې په ورځ کندهار کې خبريالانو ته وویل، چې د هېواد په کچه د کرونا ويروس د محوې لپاره هڅي همږغي او چټکي شوي او اټکل دا دی، چې دغه ناروغي به د روان ۲۰۲۰ کال تر ډیسمبر میاشت پوري په افغانستان کي وي. فیروز … نور ولولئ
افغانستان

حکومت: غټ بریدګر نه خوشې کوو؛ طالبان وايي، که داسې وي خبرې نه کوو

راپور: ولمه ځلا طالبان وايي چې کابل کې به د دوی درې کسییزه پلاوی نور د افغان حکومت د کاري تخنیکي ټیم سره د بندیانو د خوشې کېدو په اړه خبرې و نه کړي. په قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین په خپل ټوېټر کې لیکلي چې کابل ته د دوی د بندیانو د کمیسیون تخنیکي ټیم د تصدیق او تثبیت لپاره لېږل شوی تر څو د ژمنې سره سم د بندیان خوشې کېدلو … نور ولولئ
افغانستان

تورخم کې د قرنطین نه عملي کیدل او د هرات په شان د یوه ناورین تشویش

لیکنه: غازي عابد وروسته له هغې چې په افغانستان کې د کرونا د پيښو شمیر په زیاتیدو شو، ورسره جوښت په ننګرهار کې ولایتي ادارې د کوید – ‍۱۹ یا کروناویروس ضد اقدامات شروع کړل. د ښار قرنطین او تړل او ترڅنګ په تورخم کې د راوښتونکو خلکو لپاره د تدابیرو نیول، یې هغه ګامونه ول چې د کرونا پر ضد ښه چمتووالی بلل کیده. د عامې روغتیا وزیر او مرکزي حکومت هم د ننګرهار … نور ولولئ
افغانستان

د بهرنیو چارو وزارت لپاره نوې تګ لاره؛ حنیف اتمر باید دا ګامونه واخلي

لیکنه: پوهنمل الهام الدین صافی یو چا نقل کاوه چې په تیر نزدي وختونو کې په جرمني کې نړیواله غونډه دایره شوي وه. د ګاونډیو هیوادونو او نړیوالو موسساتو استازي هم موجود وو. هر استازي په ډیر ښه انداز، جرائت او بهرنې ستراتیژیک سیاست په رڼا کې د خپل هیواد موقف څرګنداوه. کله چې د افغانستان د استازي وخت راورسید، غږ شو چې محترم حضور نه لري. د افغانستان څخه د یو خارجې موسسې نمايینده … نور ولولئ