افغانستان

د افغان دولت لپاره یو سر، سل اندېښنې: د لمړيتوبونو ننګونکی انتخاب

(کرونا، ولږه او غربت، داخلي سیاسې کرکېچ، له طالبانو سره سوله، فساد او داخلی امنیت) لیکنه: پوهنمل الهام الدین صافی یادونه: که څه هم دا لیکنه د عنوان مطابق اوږدې څېړنې او لیکنې ته اړتیا لري، خو دلته ډېر تمرکز یوازې له کرونا سره په مقابله او مسوولیت شوی دی. نه یوازې د افغانستان لپاره، بلکې کرونا اوس د هغه ناورین نوم دی چې د نړۍ یې د worldometer د 12.4.20 نېټې راپور پر اساس … نور ولولئ
افغانستان

هلمند کي په کرونا ويروس اخته کسانو شمير ۹ ته ورسيدی.

خبريال: مدثر دعوت لښکرګاه کي نن د کرونا ويروس ۷ نوري مثبتي پيښي ثبت سوې. د هلمند ولايت مقام وايي چي په تيرو ۲۴ ساعتونو کي ۷ مثبت پيښي ثبت سوي، ۳ پيښي د کرونا ويروس د پخواني ناروغ د کورنۍ سره تړاو لري او څلور نور کسان د لښکرګاه ښار په بيلابيلو ناحيو کي اوسيږي. په تازه پيښو کي څلور نارينه او ۳ ښځي دي. هلمند کي تر دې مهاله د کرونا ويروس ټولي … نور ولولئ
افغانستان

له وزګارشویو کارګرو سره د مرستې وړاندیز تر ولسمشر ورسید؛ وايي لازم تصامیم به ونیول شي

راپور: بشر درویش د افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون له غرمې مخکې د ویډیو کنفرانس له لارې د کسبګرو او دوکاندارانو خونې رئیس او غړو سره په خبرو کې د دوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل. ارګ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي؛ د دغه ویډیو کنفرانس په پیل کې د کسبګرو او دوکاندارانو خونې رئیس محمدحسن سپاهي کسبګرو ته د هیواد د جمهوررئیس همیشنۍ پاملرنه وستایله وې ویل، کسبګر او هټۍ وال کرونا ویروس … نور ولولئ
افغانستان

غزني او کرونا؛ تازه حال، ویروس ضد اقدامات او بدمرغه جګړه

لیکنه: بشر درویش غزني په تاریخي لحاظ د افغانستان له مهمو ولایتونو بلل کیږي، خو د افغانستان روانو ناخوالو کې دا ولایت هم بچ نه دی پاتې شوی. همدا تیرکال غزني د خورا سختو جګړو شاهد و، ان یو ځل یې خبره تر سقوط هم نیږدې شوې وه. اوس لکه ټوله نړۍ او د افغانستان د نورو ولایتونو سربیره غزني هم له کرونا پاتې نه شو، یو شمیر کسان یې نیولي، خو ورسره د کرونا … نور ولولئ
افغانستان

په کندهار کي سرحدي ځواکونو یوځل بیا د اغزن تار مخه نېولې

خبریال: فضل الله فضلي نن له غرمې مخکي د کندهار د سپین بولدک او چمن ترمنځ د ډیورنډ پر کرښه پاکستاني ملېشو غوښتل چي په کښل سوي خندق کي اغزن تار وغځوي، خو د سرحدي ځواکونو د چټک ځواب سره مخ سوي دي. پاکستان ملېشو اغزن تار د سپین بولدک ولسوالۍ په زاړه کلي کي تېروئ، چي د ځواکونو په ور رسېدو سره سم پر شا سوي دي. سرچېنې وايي چي ځواکونه په لومړۍ درجه … نور ولولئ
افغانستان

د بڼونو په جوړولو کې د افغانستان پرمختګ؛ ۱۹۵۲ جریبه نوي بڼونه جوړ شول

راپور: بشر درویش د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې له خوا په ننګرهار کې ۱۹۵۲ جریبه نوي بڼونه جوړ شول. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې هېواد کې د بڼوالۍ د پراختیا د هلوځلو په دوام داځل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې « CBARD» له خوا د ننګرهار ولایت په شپږو ولسوالیو کې یو زر او۹۵۲ جریبه نوي … نور ولولئ
افغانستان

ننګرهار کې د شپې له خوا بازارونه خلاص او د ورځې بند؛ ایا دا مناسب ګام دی؟

لیکنه: بشر درویش په ننګرهار ولایت کې د کویډ – ۱۹ ناروغۍ د مخنیوي په موخه په تازه اقداماتو کې پریکړه شوې چې د ورځې له خوا به هټۍ بندې او د شپې له خوا پرانیستل کیږي. د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، دا پریکړه یې د کرونا وایروس د مخنیوي په موخه کړې ده. د هټیو لپاره ځانګړی مهالویش د هغه مهالویش پر اساس چې په ننګرهار کې د والي شاه محمود میاخیل په مشرۍ … نور ولولئ
افغانستان

ننګرهاروالي: کابل کې ۹۵ سلنه کروناویروس خپور شوی، تګ راتګ ورسره جدي بند شو

راپور: بشر درویش د لغمان ـ ننګرهار او کابل ولایتونو ته د مسافرینو پر تګ راتګ د بندیز پرېکړه وشوه چې د نن شنبې ماښام له اته بجو به عملي شي. ددغو دریو ولایتونو والیان پرون په لغمان ولایت کې راټول شوي ول. د لغمان د رسنیو دفتر وايي، د لغمان، ننګرهار او کابل ولایتونو والیانو د یوې ناستې په ترڅ د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه پرېکړه وکړه چې د شنبې … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشرغني ښاروالانو ته؛ که ازموینو کې بریالي شوۍ، پر صلاحیتونو مو بیا کتنه کوو

راپور: بشر درویش افغان ولسمشر محمد اشرف غني ودم ماښام د ویډیو کنفرانس له لارې د هیواد له ښاروالانو سره، کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د تدابیرو، اقداماتو او وړاندیزونو او د ښاروالیو چارو په اړه خبرې وکړې. ارګ یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ په دغه ويډیو کنفرانس کې کندهار ښاروال رفیع الله حیات، د هرات د انجیل ولسوالۍ ښاروالې سوسن بهبودزاده، د تورخم ښاروال راحت ګل زیارمل، د متهرلام ښاروال نظیف الله … نور ولولئ
افغانستان

کرکیټ بورډ: افغان لوبډله به د زیمبابې سره ۵ شل آوریزه لوبي ترسره کړي!

د افغانستان د کرکیټ بورډ ویاند فرید هوتک پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه ویلي، چي افغان کرکیټ ملي لوبډله راتلونکي کي د زیمبابې ملي لوبډلي سره د زیمبابې په کوربتوب ۵ شل آوریزه لوبي ترسره کوي. فرید هوتک ویلي، چي د دې ترڅنګ راتلونکي کي افغان الف لوبډله د سریلانکا الف لوبډلي سره هم څلور شل آوریزه او څلور بیا یو ورځنۍ لوبي لري، چي دا لوبي بیا د سریلانکا په کوربتوب پلان سوي. د … نور ولولئ