افغانستان

کرونا؛ هیواد کي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي ۵۴ پېښي ثبت سوي

خبریال: فضل الله فضلي د عامي روغتیا وزارت ویاند وحید مایار وايي چي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي د کرونا ویروس ۵۴ پېښي ثبت سوي دي. پدې سره په هیواد کي د کرونا پېښي ۸۴۰ ته ورسېدې. یادي تازه پېښي ۳۷ یې کابل کي، ۱۱ یې هرات، ۶ یې بلخ او یوه-یوه پېښه په ننګرهار او لغمان ولایتونو کي ثبت سوي دي. بلخوا بیا په کندهار کي تېره ورځ بشپړ قرنطین پیل سو، چي په … نور ولولئ
افغانستان

ټوله نړۍ کي نیم میلیون کسان له کرونا ناروغۍ رغېدلي!

د امریکا جان هاپکنس پوهنتون راپور ورکړی، چي په ټوله نړۍ کي تر دې دمه ۵۱۰۳۳۶ کسان له کرونا ناروغۍ څخه رغېدلي. د جان هاپکنس پوهنتون د معلوماتو له مخي په ټوله نړۍ کي ۲۰۸۳۳۰۴ کسه په کرونا ناروغۍ اخته دي، چي له ډلي ئې ۱۳۴۶۲۵ مړه شوي. امریکا، ایټالیا، اسپانیا، فرانسه، بریټانیا او ایران هغه هیوادونه دي، چي تر نورو هیوادونو کرونا ناروغۍ سخت ځپلي. امریکا د مړیني او مثبتو پېښو له اړخه د … نور ولولئ
افغانستان

پکتیا کې د غوزانو ځنګلونه بیارغیږي؛ شا او خوا ۶۰زره نیالګي یې کینول شوي

راپور: بشر درویش د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د غوزانو «چهارمغزو» د ځنګلونو د بیارغونې په پار هلې ځلې کوي او د دغو ځنګلونو د بیارغونې په پار یې د چهارمغزو ۵۸ زره او ۳۳۵ نیالګي ايښي دي او ترڅنګ یې په دې ولایت کې د جلغوزې او غوزانو قوریې هم جوړې کړي دي. کینول شوي او کینول کیدونکي نیالګي د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او … نور ولولئ
افغانستان

هرات کې کرونا سره مبارزې لپاره نوي وړاندیزونه؛ د قرنطین موده یې وغځول شوه

راپور: بشر درویش افغان ولسمشر محمداشرف غني پرون ماسپښين په هرات ولایت کې کرونا ویروس سره د مبارزې په اړه د یاد ولایت مسوولینو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې. ارګ وايي، په دغه ویډیو کنفرانس کې چې د جمهوري ریاست مرستیالانو، د اقتصادي او سوداګریزو چارو د پراختیا او بې وزلۍ راکمولو په برخه کې د جمهوررئیس فوق العاده استازي، د چارو ادارې رئیس او د سیمه ییزو ارګانونو ادارې او د … نور ولولئ
افغانستان

د افغانستان په پنځو زونونو کې کرونا ناروغانو ته سل زره چپرکټونه تولیدیږي

راپور: بشر درویش د افغان ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه پرون مازیګر په ارګ کې جوړه شوه ارګ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي؛ په دغه غونډه کې د کرونا ویروس خپرېدو له امله د هیواد د صادراتو د بندېدو په صورت کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د مدیریت پر طرحې، د کرونا ویروس ضد مبارزې لپاره د تولیداتو پر ملي پلان، کرونا ناروغانو ته د چپرکټونو برابرولو او … نور ولولئ
افغانستان

محمد نبي ته رایه ورکړئ تر څو کریس ګېل شاته پرېږدي!

په شل آوریزه سیالیو کي د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي تکړه او نوموتی لوبغاړی محمد نبي عیسی خېل د ویسټ انډیزي تکړه لوبغاړي کریس ګېل سره سیالي ته لوېدلی، چي د رایو په اساس ګټونکی اعلانیږي. انفو کرکیټ(ESPN) چي د کرکیت مشهوره ویب سایټ دئ اوس ئې د شل آوریزه سیالیو د غوره لوبغاړو ترمنځ سیالۍ اچولي، چي د ټولنیزو رسنیو له لاري د رایو په ورکولو سره غوره لوبغاړي ټاکل کیږي. چي په … نور ولولئ
افغانستان

کندهار کي د کرونا پیښي ۹۰ سوې – ښار تړل کیږي.

په کندهار کي د کرونا د مثبتو پیښو شمېر ۹۰ ته ورسېد او د کرونا د مخنیوي په خاطر له چهارشنبې ټول کندهار ښار هم تړل کیږي.  نن سې شنبه د عامي روغتیا وزارت خبر ورکړ، چي د کندهار د کرونا ۷۵ پیښي ۹۰ ته ورسیدې او پنځلس نوري تازي پېښي ثبت سوې.  د کرونا ويروس د مخنيوي دولتي کمېټې خبر ورکړی، چي په کندهار ښار کي د ولسونو له لوري د کرونا ويروس د … نور ولولئ
افغانستان

له هرات او کابل وروسته په کندهار کي د کرونا ډېري پېښي

خبریال: فضل الله فضلي د عامي روغتیا وزارت د معلوماتو پر اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کي د کرونا ویروس ۵۸ نوي مثبتي پېښي ثبت سوي، چي لدې سره په ټول هیواد کي په ویروس د اخته سوو کسانو شمېر ۶۷۲ ته رسیږي. وزارت وايي چي په ۵۸ پېښو کي تر ټولو ډېري په کندهار ولایت کي ۲۸ دي، کابل ۱۳، هلمند او هرات ۷-۷، نیمروز ۶، تخار ۳ او کندز یوه پېښه لري. په … نور ولولئ
افغانستان

جنرال تادین خان: طالبانو عسکر نه، ملکي وګړي خوشي کړي

د کندهار امنیه قومندان جنرال تادین خان وايي چي وسلوالو طالبانو په کندهار کي د سولي په نوم ۲۰ تنه نظامیان نه، بلکه ملکي وګړي آزاد کړي دي. نوموړی زیاتوي چي چي په آزاد سوو کسانو کي یوازي یو تن چي په پولیسو کي پاته سوی وو، آزاد سوئ دئ. جنرال تادین خان نن پر خپلي فېسبوک پاڼي داسي لیکلي: تادین خان ادعا کړې، چي وسلوال طالبان د سولي په پروسه کي رښتني نه دي … نور ولولئ
افغانستان

ننګرهار کې به سږ کال درې برابره زیاته خرما تولید شي

راپور: بشر درویش د ننګرهار وادې کرنيز شرکت مسئولين وايي، چې سږکال به د تېر کال په پرتله د خرما بڼ حاصلات درې برابره زيات وي. د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر ویلي؛ تېر کال د کانال اړوند خرما باغ دوه ټنه خرما ورکړې وه. شاوخوا لس کاله وړاندې کانال وادې کرنيز شرکت له لوري د هډې فارم دويم بلاک په پنځوس جريبه ځمکه کې ۲۷۰۰ د خرما شپږ ډوله بوټي کېنول شوي دي. ولې … نور ولولئ