افغانستان

کرکیټ نړیواله شورا: افغانستان څه یوه لوبډله ده او څه یو داستان لري!

د افغانستان او افغان کرکیټ لوبډلي لپاره د یوې تاریخي ورځي یادونه د کرکیټ نړیوالي شورا هم کړې! آی سي سي یا د کرکیټ نړیوالي شورا پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼي د افغان لوبډلي هغه ورځ یاده کړې، چي لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه ئې ترسره کړې او پکښي بریا ئې خپله کړه. دې شورا لیکلي، چي افغانستان څه یوه لوبډله ده او څه یو داستان لري. افغان کرکیټ ملي لوبډلي پوره ۱۱ کاله مخکي … نور ولولئ
افغانستان

خلیلزاد اوس د سولې تر څنګ په حکومت کې د شته اختلافاتو د پای ته رسولو هڅې کوي

د سولې لپاره د امریکا ځانکړی استازي زلمی خلیل زاد اوس هڅه کوي چې د سولې د پروسې تر څنګ د افغان چارواکو تر منځ کرکېچونه حل کړي. زلمي خلیل زاد د افغان چارواکو تر منځ د رامنځته شوي کرکېچ د پای ته رسولو په موخه د هندوستاون د بهرنیو چارو وزیر اس جي شنکر سره خبرې کړي دي. زلمي خلیل زاد په خپل ټوټېر پاڼه لیکلي چې د هند د بهرنیو چارو وزیر اس … نور ولولئ
افغانستان

سږکال د ننګرهار د زيتونو حاصلات څو برابره زياتیږي

راپور: بشر درویش د ننګرهار وادې کرنيز شرکت مسئولين وايي، چې سږکال يې به د زيتونو حاصلات د تېرو کالونو په پرتله څو برابره زيات وي. د ننګرهار د رسنیو دفتر یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ د هډې فارم امر سيد اغا مياخېل وايي، چې سږکال يې ۸۷۷ هکتاره ځمکه کې د زيتونو د بوټو په مسلکي او عصري ډول پالنه کړې او هيله يې وښوده، چې د تېرو کالونو په پرتله به د زيتونو حاصلات … نور ولولئ
افغانستان

افغان بزګرانو ته پورونه ورکول کیږي؛ د ۴۵۹ میلیونه پورونو ورکړه یې منظور شوه

راپور بشر درویش د کرنیزو پورونو د منظوری د کمېټې غونډه، له وړاندې شویو معلوماتو او د کمېټې د غړو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونو ورکولو وروسته د ۴۵۹میلیونه کرنیزو پورونو ورکړه منظور او تایید کړ. د افغانستان د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ اووه مورده پورونه منظور شوي څلور مورده یې د بامیان کوپراټیفونو اړوند دي، چې په کې بېلابېلې برخې له ډلې د اوړو د تولید په پار د غنمو پېرل، … نور ولولئ
افغانستان

له ملکیانو او کم عمره کسانو ډک زندانونه

لیکنه: ولمه ځلا د ملي امنیت شورا وايي چې د طالبانو له خوا د حکومت په ۶۱ خوشي شویو زندانیانو کې د کم‌عمره بندیانو ترڅنګ داسې کسان هم شته چې په تېره یوه اونۍ کې د طالبانو لخوا نیول شوي دي. د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن (د وري ۳۰ مه) په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې تر اوسه د طالبانو له خوا په آزاد شویو بندیانو کې … نور ولولئ
افغانستان

غزني کې ستره معیاري سړه خونه جوړیږي؛ میوه او سابه په کې وساتل شي

راپور: بشر درویش په غزني ولایت کې د یوي لويې سړي خوني د بنسټ ډبره کیښودل شوه. د غزني ولایت د رسنیو دفتر ویلي؛ د کرنیزو محصولاتو د ساتني په موخه د یوې لويې سړې خونې د بنسټ ډبره نن د والي وحیدالله کلیمزي لخوا په داسي حال کي کیښودل شوه. سرچینه وايي، دې مراسمو کې د غزني امنیه قومندان مل پاسوال خلیل اندرابي، د کرني ریاست سرپرست او د ولسمشرۍ ماڼۍ د عملیاتي واحد … نور ولولئ
افغانستان

له کرونا بچ پاتې خوست او نوي ګامونه؛ ګردیز او کابل سره یې هم لار وتړله

راپور: بشر دریش کابل- خوست لویه لار د راتلونکو او تلونکو مسافرو پر مخ وتړل شوه. د خوست ولایت د رسنیو دفتر ویلي چې والي محمد حلیم فدایي په مشرۍ د ملکي او نظامي ادارو مسولینو په شتون کې د کابل – خوست لویه لار د تلونکو او راتلونکو مسافرو پر مخ وتړل شوه. د خوست والي ښاغلي محمد حلیم فدایي مسولو ادارو ته لارښونه وکړه چې د هر ډول حالاتو لپاره تدابیر ولري. ښاغلي … نور ولولئ
افغانستان

شیخ عبدالعزیز: په روژه کې تراویح د جوماتونو پر ځای کورونو کي وکړئ!

د سعودي عربستان ستر مفتي شیخ عبدالعزیز نن جمعه فتوا صادره کړه، چي روژې میاشت کي تراویح د جوماتونو پر ځای په خپلو کورونو کي وکړئ. هغه زیاته کړه، چي د روژې په مبارکه میاشت کي دي، مسلمانان د تراویح لمونځونه هم د نورو لمونځونو په شان د جوماتونو پر ځای په کورونو کي آدا کړي. هغه د دې ترڅنګ دا فتوا هم ورکړې، که چیري د کرونا ویروس خپرېدل همداسي دوام وکړي، نو د … نور ولولئ
افغانستان

طالبانو د ولسمشر غني د اوربند وړاندیز رد کړ؛ جګړه او کرونا به افغان ملت څومره وځپي؟

لیکنه: غازي عابد افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون له وسله والو طالبانو غوښتي چې په اوسني حساس حالت کې دې اوربند وکړي او جګړه دې ودروي. هغه همداراز د ملي امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې له خپله اړخه د اوربند د چمتوالي خبر ورکړی دی. ارګ ویلي دې ناسته کې د طالب بندیانو د خوشې کېدو د څرنګوالي په اړه خبرې وشوې او یادونه وشوه چې د کرونا ویروس د خپرېدو ګواښ زیاتېدو … نور ولولئ
افغانستان

د کرونا ويروس د ناروغانو لپاره د هلمند د خلکو استازي د ۳۰ بستريز روغتون مرسته وکړه.

خبريال: مدثر دعوت په ولسي جرګې کي د هلمند ولايت دخلکو استازي عبدالرشيد عزيزي د کرونا ويروس ناروغانو د درملني لپاره خپل شخصي ۳۰ بستريز مجهز روغتون د عامي روغتيا رياست په واک کي ورکړ. په ياد روغتون کي د اړتيا وړ ټول تجهيزات او طبي سامانونه شتون لري. د روغتون د پرانيستلو په مراسمو کي د هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين خان د عبدالرشيد عزيزي څخه مننه وکړه او دا اقدام يې د … نور ولولئ