افغانستان

ننګرهار: تېر کال ۵ سوه ټنه شات توليد شوي؛ د کاروباریانو پر وړاندې یې غټې ننګونې

راپور: غازي عابد د ننګرهار وطني شاتو فابريکه کې تېر کال پنځه سوه ټنه خالص شات توليد شوي او د هېواد بېلابېلو ولايتونو ته لېږل شوي دي. د ننګرهار وطني شاتو د پروسس کارخونې مشر رياض محمد رودوال وايي، چې په دې ولايت کې شاوخوا څلور سوه د شاتو مچيو فارمونه شتون لري او دوی هره ورځ له درې سوو څخه تر پنځه سوه کيلو ګرامه پورې شات له پروسس وروسته پيک کوي او د … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشرغني: افغان ځواکونو او بنسټونو ته نور د هر موسم میوه له داخلي تولیداتو برابروو

راپور: بشر درویش افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون مازيګر د ويډيو کنفرانس له لارې د هيواد ولسوالانو سره د کرونا ويروس پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې وکړې. ارګ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي؛ په دې ويډيو کنفرانس کې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې عمومي رئيس وويل، ډېری ولسوالۍ د ويډيو کنفرانس له لارې نښلول شوې دي، ترڅو د خپلو کړنو راپور، خنډونه، ستونزې او غوښتنې جمهوررئیس سره شريکې کړي. هغه … نور ولولئ
افغانستان

کرکیټ نړیوالي شورا د راشدخان ستاینه کړې!

آی سي سي یا د کرکیټ نړیوالي شورا د افغان کرکیټ ملي لوبډلي نوموتی لوبغاړی راشدخان ارمان ستایلی. دې شورا پر خپلي رسمي فیسبوک پانه لیکلي، چي راشد خان ارمان په ۱۱۱ شل آوریزه سیالیو کي ۲۳۰ ویکیټي اخیستي او په هره لوبه کي ئې د منډو ورکولو اوسط ۱۵.۷۰ دئ. د دې ترڅنګ د کرکیټ نړیوالي شورا د راشدخان ارمان د ویکیټو سره د اور د لمبې نښان ورکړی، چي موخه یې ورڅخه په … نور ولولئ
افغانستان

نړۍ او کرونا؛ نوي اقدامات او په آسیا کي يې بیا راپورته کېدل

خبریال: فضل الله فضلي له څه باندي یوې میاشتي وروسته یوځل بیا په آسیا کي دا ویروس په چټکۍ سره پراخیږي. له یوې اونۍ راهسي د چین او ایران وروسته په ترکیه او روسیه کي د کرونا ویروس پېښي تر یولک او ۳۰ زرو څخه ډېري ثبت سوي دي. نن دریمه ورځ ده، چي په روسیه کي تر ۶ زرو ډېري نوي پېښي ثبتیږي، چي ټولي پېښي یې تر ۴۷ زور واوښتې. تر ټولو ډېري … نور ولولئ
افغانستان

ښاپيرۍ نغمه: د هغه ولس هنرمنده يم چي موسيقي يې خوښه،خو هنرمند يې ندی خوښ!

ليکنه: مدثر دعوت د افغانستان مشهوره سندرغاړې ميرمن ښاپيرۍ نغمه وايي خلک يې لاهم د هنر او هنرمند قدر نکوي. ښاپيرۍ د خپلي ځوانۍ په دور کي د خورا سختو تکليفونو ګاللو سره سره د موسيقۍ په ډګر کي پاته سوه چي د اواز تر څنګ يې ښايست هم ددې د شهرت يو لوی لامل بللی سو. نغمې د امريکا ږغ ډيوې څانګي سره په مرکه کي د خپل ژوند په اړه ږغيدلې. ښاپيرۍ وايي:” … نور ولولئ
افغانستان

کندهار کې د ورځې د چرګانو ۴۰ زره کیلو ګرامه غوښه او ۱۲۰ زره هګۍ تولیدیږي

راپور: بشر درویش د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د چرګانو روزنې سکټور په پراخېدو ده او ورځ تربلې پراخیږي. د کندهار د کرنې ریاست د چارواکو په خبره په دې ولایت کې د غوښینو چرګانو ۱۱۲۰ لوی او واړه فارمونه او د هګیو چرګانو ۱۳ فارمونه شتون لري، چې ۷۰۰ یې فعال دي او د ورځې ۴۰ زره کیلو ګرامه غوښه او نږدې ۱۲۰ زره … نور ولولئ
افغانستان

د کرونا د منفي اغیزو پر وړاندې مبارزه؛ هغه څه چې حکومت او ملت یې باید وکړي

لیکنه: غازي عابد د افغان ولسمشر محمد غني په مشرۍ د کرونا ویروس د منفي اغېزو پر وړاندې د مبارزې په موخه غونډه وشوه. ارګ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کرونا ویروس له امله رامنځته کېدونکو بدو اغېزو سره د مبارزې، خلکو ته د کارموندنې او د هغوی ستونزو ته د رسیدګي په موخه غونډه وشوه. دغه غونډه چې پرون ماښام په دلګشا ماڼۍ کې ترسره شوه، … نور ولولئ
افغانستان

د هلمند د والي خبرداری: سر له سبا قرنطین ماتوونکو پر ضد قهریه قوه کاروو

راپور: بشر درویش هلمند والي وايي سر له سبا که هرچا د قرنطین څخه سرغړونه وکړه له قهریه قوې کار اخلو. د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین یادې څرګندونې د کرونا ویروس مخنیوي کمېټې په جوړه شوې غونډه کې وکړې. د ښاغلي یاسین په رسمي فیسبوک پاڼه لیکل شوي؛ په غونډه کې د تیر لس ورځني قرنطین، د کرونا ویروس د مثبتو پیښو ، په ښار کې د خوارکي توکو د قیمتونو کنټرول، په روغتیايي … نور ولولئ
افغانستان

کرنې او مالدارۍ خونه: ګاونډي هیوادونه زموږ د چرګانو د روزنې سکټور ختمولو هڅې کوي

راپور: بشر درویش د کرنې او مالدارۍ خونه او د افغانستان د چرګانو روزنې ټولنه، په کابل کې د چرګانو د محصولاتو د پلور د مرکز په پرانیستې سره اعلان وکړ، چې تر دې وروسته هګۍ دانه په اته افغانۍ او چرګ کیلو په ۱۱۰ افغانۍ او د چرګانو پروسس شوې غوښه کیلو په ۱۶۰ افغانۍ خرڅوي. هغوی وویل، چې دا پرېکړه یې د هېواد د فارم لرونکو په ژمني سره نیولی دی. د پلور … نور ولولئ
افغانستان

کرونا؛ افغانستان کي د ویروس مثبتي پېښي له ۱۰۰۰ واوښتې

خبریال: فضل الله فضلي د عامي روغتیا وزارت ویاند وحیدمایار وايي چي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي په هیواد کي د کرونا ۳۰ مثبتي پېښي ثبت سوي، چي پدې سره ټولي پېښي ۱۰۲۶ سوې. د نویو شمېرو له پېښو څخه ۱۵ یې کابل، ۶ هرات، ۴ لغمان، ۴ کنړ او یوه هم په ننګرهار ولایت کي ثبت سوې ده. د کرونا ویروس له امله په ټول هیواد کي د مړو شمېر ۳۶ تنو ته ورسېدئ … نور ولولئ