افغانستان

کرونا؛ په هیواد کي د نن مثبتي پېښي ۹۳ ته پورته سوې

خبریال: فضل الله فضلي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي په هیواد کي د کرونا ویروس ۹۳ مثبتي پېښي ثبت سوي دي. له دې جملي څخه تر ټولو ډېري په کندهار کي ۲۱ مثبتي پېښي، غزني کي ۱۳، پکتیا ۱۱، پکتیکا ۹، بلخ ۸، کابل او باغیس ۶-۶، ننګرهار، هرات او کنړ ۴-۴، لغمان او خوست کي ۳-۳ او بغلان کي یوه مثبته پېښه ثبت سوې ده. لدې شمېرو سره په ټول هیواد کي د کرونا … نور ولولئ
افغانستان

کندز کې هغه کس چې د خپلې کورنۍ ۷ غړي یې وژلي وو، ونیول شو

راپور: بشر درویش د افغانستان د کورنیو چارو وزات یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي؛ د کندزو ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو هغه کس نیولی، چې تېره شپه یې د امام صاحب ولسوالۍ په “کنم” کلي کې د خپلې کورنۍ اوه غړي وژلي وو. خبرپاڼه کې ویل شوي؛ پولیسو د دې قضیې تر اطلاع وروسته خپلې ګړندۍ څېړنې پیل کړې، چې په پایله کې يې د دې قضيې په تړاو یو کس نیولی دی. د … نور ولولئ
افغانستان

د فوټبال ملي لوبډلي ځوان روزونکي خپله دنده نوره هم وغځوله!

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلي ځوان روزونکي انوش دستګیر خبر ورکړ، چي د افغان ملي لوبډلي سره یې خپل تړون د یوه کال لپاره نور هم وغځاوه. انوش دستګیر پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي، چي د افغان ملي لوبډلي سره به د ۲۰۲۱م تر جولای میاشتي پوري یو ځای وي او د دې لوبډلي د روزني دنده به پر مخ وړي. هغه لیکلي: «ګرانو دوستانو لکه څنګه چي تاسو خبر واست د افغان … نور ولولئ
افغانستان

پاچا امان الله د انګرېزي استخباراتو په توطیو کې

لیکنه: محمد انور آڅړ دا ښکاره خبره ده چې د شاه امان الله خان پاچاهي د انګرېزي استخبارتو د توطیو له امله له منځه ولاړه، خو د پاچا په پرځولو کې انګرېزان خپل لاس لرل نه مني او اوس چې نږدې نوي کلونه تېر شوي دي بیا هم نه غواړي د امان الله خان د راپرځولو په اړه څوک پوه شي او چا ته اجازه نه ورکوي چې د امان الله خان اړوند اسناد د … نور ولولئ
افغانستان

خوست او له لوړو نرخونو شکایت؛ ولایتي ادارې د تازه ګامونو خبر ورکړ

راپور: بشر درویش خوست یو له هغو دریو ولایتونو دی چې تر اوسه په کې د کرونا کومه مثبته پيښه نه ده ثبت شوې، خو له دې سره سره هلته هم قرنطین پیل شوی او له نورو ولایتونو سره یې لارې تړلي دي. هلته په خوست کې خلک شکایت کوي چې دې وضعیت سره نرخونه لوړ شوي او سوداګرو احتکار ته مخه کړې ده. د خوست یوه اوسیدونکي لیوال خوستي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: … نور ولولئ
افغانستان

بزګرانو ته د شولې عصري کرکېلې زده کړه ورکول کیږي

خبر: بشر درویش د افغانسان د کرنې وزارت وايي، د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست د یاد وزارت د کرنې د پراختیا پروګرام «SNaPP2» له لوري ددې ولایت په ۱۱ولسوالیو کې دکتار په ډول دشولو دعصري کرکېلي د ترویج په موخه د ننداریزو قطعو دجوړولو په پار پر ۳۵۰ بزګرانو د شولو اصلاح شوي تخمونه وېشلي دي. د کرنې وزارت د کرنې د پراختیا پروګرام « SNaPP2» چارواکي وایي، چې یادې ننداریزې قطعي بزګرانو … نور ولولئ
افغانستان

ملي امنیت شورا؛ د طالبانو په بریدونو کې هره ورځ ۱۵ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړوي

لیکنه: ولمه ځلا  ملي امنیت شورا وايي له یوې نیمې میاشتې راهیسې د طالبانو په بریدونو کې زیاتوالۍ د دې ښکارندوي کوي چې د سولې خبرو ته ژمن نه دي. د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د غويي میاشتې په شپږمه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل طالبانو د پخوا په پرتله په خپلو بریدونو کې زیاتوالی راوستی دی چې د سولې پروسه به له ننګونو سره مخ کړي. ده وویل … نور ولولئ
افغانستان

ننګرهار او لوړ نرخونه؛ چارواکي وايي، کنټرول او سرغړوونکو سره سخت چلند کوو

راپور: بشر درویش د جلال اباد ښاروالۍ له لورې نوې نرخنامه جوړه او د ۱۵ کاري ګروپونو له لورې یې د تطبیق چارې پیل شوې . د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي، ددې ولایت والي شاه محمود میاخېل په لارښوونه د جلال اباد ښاروالۍ له لورې نن ورځ د خوراکي توکو نرخنامه جوړه شوه چې د ۱۵ کاري ګروپونو له لورې یې د تطبیق چارې پیل شوي . موظف ټیمونه بل پلو؛ د جلال اباد … نور ولولئ
افغانستان

په لښکرګاه کي د قرنطين حالت تغير وکړ!

خبريال: مدثر دعوت د کرونا ويروس د مخنيوي کميټې د لښکرګاه ښار د قرنطين په اړه نوي پريکړي وکړې. په تيرو دوو اونيو کي د لښکرګاه ښار تر نيمه قرنطين وروسته د کرونا د مخنيوي کميټې نوي پريکړي وکړې او د قرنطين په حالت کي يې تغير راويستی. که څه هم نن په لښکرګاه کي د کرونا ويروس بله پيښه هم ثبت سوه چي ټولټال شمير يې ۱۸ ته ورسيدی خو د روژې د مياشتي … نور ولولئ
افغانستان

کرونا؛ هیواد کي یې د اخته کسانو شمېر ۱۴۶۳ تنو ته ورسېد!

د افغانستان عامي روغتیا وزارت وايي، چي په هیواد کي تیرو ۲۴ ساعتونو کي د کرونا ویروس تازه ۱۳۳ مثبتي پيښي ثبت سوې. د عامي روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار ویلي، تیرو ۲۴ ساعتونو کي ۱۳۳ مثبتي پيښي ثبت سوي، چي په دې سره هیواد کي په کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۴۶۳ تنو ته ورسېد. د مایار په خبره، تیرو ۲۴ ساعتونو کي هیواد کي له دې ویروسه ۴ تنه مړه سوي هم دي، … نور ولولئ