افغانستان

د افغان تولید د ضایع مخنیوی؛ کابل کې انګورو لپاره ممیزخونې جوړیږي

خبر: بشر درویش د اوبولګولو او طبیعي سرچینومرستیال وايي، کابل کې په کافي اندازه ممیزخونې، زېرمتونونه او سارک سړې خونې جوړیږي. د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویلي؛ په هغه غونډه کې، چې د کابل والي، د کابل یوشمېر ولسوالانو، د پراختیایي شوراګانو یوشمېر غړي او بزګرانو په شتون کې د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې په لاره اچول شوې وه حشمت‌الله غفوري د کرنیزو محصولاتو دمدیریت د طرحې او د کرنې وزارت … نور ولولئ
افغانستان

غني: هرات کې دې د اورګاډي پټلۍ سب سټېشن ژر جوړ او قیر دې افغانستان کې تولید شي

راپور: بشر درویش د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ټرانسپورټ وزارت پروژو د مدیریت په اړه د اقتصاد عالي شورا ځانګړې غونډه وړمه ورځ د ویډیو کنفرانس له لارې په ګلخانې ماڼۍ کې جوړه شوه. ارګ یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ په پیل کې د ټرانسپورټ وزارت سرپرست د یاد وزارت د سرکونو ملي ادارې مفصل راپور پرمهال د پروژو د استملاک، تفصیلي ډیزاین، د ژوند چاپیریال، د پروژو تدارکاتي مواردو او نورې … نور ولولئ
افغانستان

افغانستان کې نوې برنامه؛ دوه نیم لکه کسانو ته د کار زمینه برابریږي

کابل، هرات او دایکندي کې د «کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت» د برنامې چارې پیل شوې د ولسمشر محمداشرف غني له خوا د ۱۳.۷ میلیارډه افغانیو په لګښت د «کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت» د طرحې له منظوری وروسته د کابل، هرات او دایکندي په ولایتونو کې ددې طرحې د عملي کېدو چارې پیل شوې. د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د طرحې … نور ولولئ
افغانستان

محمد نبي یو ځلي بیا له غریبو کورنیو سره مرسته وکړه + انځورونه

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي الراونډر لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل د خپل خیریه بنسټ له لوري یو ځلي بیا د لسګونه غریبو خلګو سره په کابل او لوګر ولایتونو کي مرسته وکړه. محمدنبي عیسی خېل پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي، چي دا مرسته له هغو اړمنو کسانو سره وشوه، چي د کرنټین له امله له سختو مالي ستونزو سره مخ دي. نبي د هیواد پر ټولو شتمنو خلګو هم ږغ کړی، چي د … نور ولولئ
افغانستان

مهال واک هره ورځ لسګونه غریبانو ته روژه ماتی برابروي + انځورونه

موډله او د افغاني فلمونو مشهوره اداکاره مهال واک کابل ولایت کي هره ورځ له دوو سوو نیولې تر درې سوو پوري غریبو خلګو ته روژه ماتی برابروي. پر ټولنیزو رسنیو د هغې دا کار خورا ستایل شوی او د روژه ماتي ورکولو په مهال یې انځورونه ډېر خپاره شوي. زیاتو هیوادوالو ورته د خیر دوعاوي کړي. مهال واک د کابل فنس په نوم یوه ټلویزیوني چینل کي هم د غربیو هیوادوالو حال پوښتي او … نور ولولئ
افغانستان

کرونا؛ په افغانستان کي د ویروس مثبتي پېښي ۳۰۰۰ ته رسیږي

خبریال: فضل الله فضلي په افغانستان کي په کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ یا کرونا ویروس باندي د اخته سوو کسانو شمېر ۲۸۹۴ ته ورسېد. نن ۱۹۰ تازه پېښي په پکتیا  کي ۴۱، هرات ۳۰، کندهار ۲۵، کابل ۲۴، بلخ ۱۷، ننګرهار ۱۳، لغمان ۱۱، فراه ۹، سرپل ۶، کنړ ۵، زابل ۳، پکتیکا ۲، خوست، ارزګان، هلمند او نیمروز کي بیه یوه-یوه پېښه ثبت سوې ده. ۵ تنه له ویروسه تازه مړه سوي او ۵۲ … نور ولولئ
افغانستان

کرکیټ بورډ: د خوست کرکیټ لوبغالي رغنیز کارونه ۹۹ سلنه بشپړ شوي- انځورونه

د افغانستان کرکیټ بورډ وايي، چي د خوست کرکیټ لوبغالی به په راتلونکو دوو اونیو کي د ۷ زره نندارچیانو لپاره چمتو شي. افغان کرکیټ بورډ پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي، چي د خوست په کرکیټ لوبغالي کي د زیاتو نندارچیانو د ځای برابرولو چاري په چټکۍ سره رواني دي. بورډ وایي، چي اوس یې چاري ۹۹ سلنه بشپړي شوي. د خوست ولایت په دې کرکیټ لوبغالي کي پخوا درې زره نندارچیان ځایېدل، چي … نور ولولئ
افغانستان

د حکومت له لوري بار بار د اوربند غوښتنې خو طالبان به یې دا ځل ومني؟

لیکنه: ولمه ځلا حکومت یو ځل بیا له طالبانو څخه د کرونا ویروس سره د مبارزې په‌پاره د تاوتریخوالي د کمښت او د اوربند غوښتنه وکړه. د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي نن (غويي ۱۵ مه) د یو خبري کنفرانس له لارې وویل چې طالبان دې نور له تاوتریخوالي لاس واخلي او اوربند دې ومني، چې حکومت ته د کرونا ویروس سره مبارزه اسانه شي. دی وايي چې له کرونا سره مبارزه به افغان حکومت … نور ولولئ
افغانستان

د وچې ډوډي ویش؛ جلال اباد کې هم څه باندې ۱۵زره کورنیو ته پيل شو

د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې ۱۵۴۶۲ کورنيو ته د وچې ډوډۍ وېشلو لړۍ د درېيمې او څلورمې ناحيو څخه پيل شوه، چې په ترڅ کې به يې تر شپږو مياشتو هرې کورنۍ ته لس ډوډۍ وويشل شي. د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي، د وچې ډوډۍ پروګرام د پرانيستې په مراسمو کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، چې د پنځلس زره څلور سوه دوه شپيته کورنيو يو سل اته ديرش … نور ولولئ
افغانستان

هلمند کې د کرونا ويروس ۱۵ ناروغان بيرته روغ سويدي!

خبريال: مدثر دعوت هلمند کې د کرونا ويروس د ناروغانو د جملې څخه ۱۵ کسان جوړ سويدي. د روژې د مياشتي په راتګ سره په لښکرګاه ښار کې د ولايتي ادارې له لوري وضع سوی قرنطين مات سو، خلکو ته د تګ راتګ او کاروبار اجازه ورکړل سوه او ژوند بيرته عادي حالت ته راګرځيدلی دی، که څه هم د کرونا ويروس د اکثرو خلکو په ذهن کې لانسته خو بياهم په هلمند کي يې … نور ولولئ