افغانستان

د هلمند د شفتالو او بينډيو حاصلات؛ ۱۶ نیم سوه مټریک ټنه شفتالو بازار ته چمتو شو

راپور: بشر درویش دهلمند ولایت په مرکز لښکرګاه او اړونده ولسوالیو کې بزګرو پخپلو ځمکو کې د دودیزې کرنې پر ځای عصري کرکېلې ته مخه کړې ده، چې د بینډیو او نورو سبو حاصلات یې تازه بازار ته وړاندې شول. هلمندي بزګران په خپلو بینډۍ، رومي بانجان، توربانجان او نور ډول ډول سابه کرلي، چې د هلمند په ګډون نورو ولایتونو ته هم صادریږي. معیاري سبو ته لاسرسی د هلمند د کرنې ریاست چارواکي وایي: … نور ولولئ
افغانستان

ملي امنیت شورا؛ که له طالبانو سره بندیان نشته، نو حکومت به هم بندیان آزاد نه کړي

لیکنه: ولمه ځلا ملي امنیت شورا وايي که چېرې د طالبانو په زندانونو کې امنیتي ځواکونو او ملکي بندیان نشته، حکومت هم اړ نه دی چې له هوکړې سره سم طالب بندیان خوشي شي. د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن (۲۲ غويي) د یوې خبرې غونډې پر مهال وویل طالبان دې له خپلو زندانونو امنیتي ځواکونه او ملکي کسان خوشي کړي، خو که له دوی سره زندانیان نشته او د جنګي اصولو خلاف … نور ولولئ
افغانستان

لومړۍ مېرمن: طالبانو د امريکايانو سره اوربند کړی خو مسلمانان وژني!

خبريال: مدثر دعوت د ولسمشر محمد اشرف غني مېرمن رولاغني وايي طالبان پر امريکايانو او بهرنيانو حملې نکوي بلکې افغانان او مسلمانان وژني. بي بي ګل د امريکا ږغ سره په مرکه کې ويلي چې دا باور نلري چې وسلوال طالبان دې د سولې مذاکرات پيل کړي. رولا غني وايي: “” دا ټولو افغانانو ته ثابته سوه چې افغان حکومت سوله غواړي خو طالبان لاهم حملې کوي، لاهم خلک وژني او لاهم مسلمانان وژني، د … نور ولولئ
افغانستان

افغان بزګرانو ته له کرونا سره د مبارزې چلونه ښودل کیږي

راپور: بشر درویش د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه بڼوال او بزګرانو ته کرونا سره د مبارزې په هکله پوهاوی ورکوي. د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي، ددې وزارت د بڼوالۍ اومالدارۍ ملي پروژه، چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې فعالیت کوي، له تېرو دوو میاشتو را په دې خوا د کوویډ-۱۹ یا کرونا ویرس څخه د مخنیوي او د بدن د دفاعي سیسټم د پیاوړتیا د لارې چارې په … نور ولولئ
افغانستان

فراه کې د کاروبار پراختیا او اقتصادي وده؛ لومړۍ ممیزخونه جوړیږي

راپور: بشر درویش په فراه ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو د پلي کېدو چارې، په دې ولایت کې د لومړني ممیزخونې د بنسټ ډبرې په اېښودو سره پیل شو. افغان کرنې وزارت وايي، ددغو پروژو د عملي چارې د پیل په غونډه کې، د فراه ولایت سیمه ییزو چارواکو، بزګران او بڼوال شتون درلود. د فراه ولایت بڼوال او بزګران په دې باور دي، چې د یادو پروژو پلي کېدل د دوی … نور ولولئ
افغانستان

مجرمینو ته د ولسمشرغني ګواښ: کرونا مو نه شي خلاصولی، نه مو پریږدو !

راپور: بشر درویش افغان ولسمشر محمد اشرف غني د زابل او کندهار ولایتونو عمومي امنیتي وضعیت ارزونه وکړه. ارګ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د ولایتونو د امنیتي وضعیت د ارزونو په لړ کې د ولسمشر غني په مشرۍ امنیتي غونډې، پرون له غرمې مخکې د زابل او کندهار ولایتونو عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه. په دې غونډه کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب … نور ولولئ
افغانستان

کرونا؛ د هیواد په ۴ ولایتونو کي ګرځبندیزونه نرم سوي

خبریال: فضل الله فضلي په افغانستان کي د کرونا ویروس مثبتي پېښي ۴۴۰۲ ته لوړي سوې، چي دا پېښي په ټولو ۳۴ ولایتونو کي ثبت سوي دي. د عامي روغتیا وزارت د معلوماتو له مخي چي تراوسه له ویروسه ۱۲۰ تنه مړه سوي او ۵۵۸ تنه روغ سوي دي. نوي پېښي تر ټولو ورځو ډېري ۳۶۱ دي، چي په کابل، هرات، کندهار، بلخ، پکتیا، غزني، ننګرهار، لغمان، فراه، هلمند، بغلان، وردک، سمنګان، جوزجان، پنجشېر، پکتیکا، … نور ولولئ
افغانستان

شفیق الله شفق شپږ کاله د هر ډول کرکیټ څخه منع شو!

د افغانستان کرکیټ بورډ د افغان کرکیټ ملي لوبډلي پر تېز توپوهونکي شفق الله شفق د فساد په وړاندي د مبارزې له اُصولو څخه د سرغړوني له امله شپږ کاله بندیز ولګاوه. افغان کرکیټ بورډ پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي، چي شفق الله شفق به د بندیز په یاده ۶ کلنه موده کي د هیڅ ډول کرکیټ اجازه ونلري. بورډ لیکلي، چي شفیق الله شفق د افغانستان غوره لیګ په لومړي پړاو او د … نور ولولئ
افغانستان

هلمند کې د ۷۸ کلنيکونو دروازې د اعتصاب له امله وتړل شوې

خبريال: مدثر دعوت په هلمند ولايت کې د ۷۸ کلنيکونو ډاکترانو، نرسانو او نورو کارکوونکو د خپلو حقوقو د نه ورکړې په خاطر اعتصاب کړی. د برک موسيسې اړوند ټول هغه روغتيايي مرکزونو چې مخکې يې په نورمال حالت فعاليت کوی د ناروغانو پرمخ تړل سوي او ټول کارکوونکې يې د اعتصاب په ډول سره راټول سويدي. دوی وايي تر هغو به د لښکرګاه د اتو او د نادعلي ولسوالۍ د ۵ کلینکونه په شمول … نور ولولئ
افغانستان

میدان وردګ کې میوو او سبو ساتنې لپاره ځانګړې خونې جوړیږي

راپور: بشر درویش په میدان وردګو ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژو د بنسټ ډبره پرون ددې ولایت د والي، د حکومتي ادارو چارواکو، د خلکو یوشمېر استازو، بزګرانو او بڼوالو په شتون کېښودل شوه. د کرنې وزارت وايي، په هغه غونډه کې، چې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژې د بنسټ اېښودو په موخه جوړه شوې وه، د میدان وردګو ولایت والي مظفر الدین یمین د یاد ولایت د کرنیزو … نور ولولئ