افغانستان

د کابل وروستۍ پيښې له ټپیانو لیدنه؛ غني وايي، موږ روغتونونه جوړو، تروریستان یې ورانوي

راپور: بشر درویش افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون شپه له برچي سل بستریز ملي روغتون څخه چې پرون پرې تروريستي بريد شوی و او په هغه کې يو شمېر ښځې او ماشومان شهيدان شول، ليدنه وکړه. ارګ وايي، همداراز جمهوررئیس د پروني تروريستي بريد د ټپيانو او نو زېږو ماشومانو چې په اتاترک روغتون کې یې ساتنه او پالنه کېږي، پوښتنه وکړه. ولسمشر چې د ملي امنيت سلاکار ډاکتر حمدالله محب او د چارو … نور ولولئ
افغانستان

شفق: ولسمشر په کرکیټ بورډ کي داسي کسان ګمارلي چي په هیڅ ولاکه پوهیږي.

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي لوبغاړی شفیق الله شفق وایي کرکیټ بورډ یې په حق کي ناحقه پرېکړه کړې او دی په دې پرېکړه سخت خواشینی دئ. شفق تېره شپه پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه په ژوندۍ بڼه خبرو کي وویل، چي ولسمشر په کرکیټ بورډ کي داسي کسان ګمارلي چي نه له څه څخه خبر دي او نه هم په څه پوهیږي. هغه وایي هر کله چي مي کرکیټ ښه شي او فوم … نور ولولئ
افغانستان

ایا جنرال دوستم د مارشالۍ رتبې مستحق دی؟

لیکنه : نقیب‌الله مشفق، د ملي دفاع پوهنتون استاد خپرونکي : هشت صبح ورځپاڼه ژباړه: شپنه سلګۍ د هېواد تر ټولو خبر جوړونکی جنرال د مارشالۍ د ترلاسه کولو همیشني خوب ته د رسیدو په درشل کې دی. د ګډ حکومت طرحه چې ، چې د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډلې لخوا رسنیو ته لیک شوې ، جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبې ورکولو ژمنه کوي. جنرال عبدالرشید دوستم چې … نور ولولئ
افغانستان

منظور پښتين : د کابل د پيښو د غندونو پرځای بايد د نړيوالو ژمنو ته پاملرنه وسي.

خبريال :مدثر دعوت د پښتون ژغورنې ملي غورځنګ مشر منظور احمد پښتين وايي په کابل کې پر روغتون بريد غندلو پرځای باید د نړيوالو هغه ژمنو ته پاملرنه وسي چې د سولې راويستلو لپاره يې کړي وې. منظور احمد پښتين پر خپل ټويټر اکاونټ ليکلې چې لسيزې تيري سوې خو د افغانانو پر خاورې لا هم جګړه دوام لري، په روغتون بريدونه يوازې د غندنې وړ ندې، نړيوالو دا ژمنه کړې وه چې سوله به … نور ولولئ
افغانستان

صدیق صدیقي؛ طالبان دې په پروني برید کې د لاس نه لرلو خبره نه کوي

‌راپور: ولمه ځلا حکومت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې خونړي بریدونو ته په اشارې وايي چې تر دې وروسته په هېواد کې د جګړې مسوولیت وسله‌والو طالبانو ته ورګرځي، ځکه دوی تل جګړې ته خپل تعهد ښودلی دی. د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي نن (۲۴ غويي) کابل کې د یوې خبرې غونډې پر مهال وویل په هېواد کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې خونړي بریدونه د دې ښکارندويي کوي چې طالبان د جګړې پر دوام … نور ولولئ
افغانستان

زابل، غور، جوزجان او پنجشیر کې سلګونه ممیزخونو او زیرمتونونو جوړول پيل شول

راپور: بشر درویش زابل، غور، جوزجان او پنجشیر کې هم د «کرنیزو محصولاتو مدیریت» د پروژې چارې پیل شوې. د کرونا په پېر کې د «کرنیزو محصولاتو مدیریت» د پروژې چارې د یوشمېر نورو ولایتونو ترڅنګ پرون په زابل، غور او جوزجان ولایتونو کې هم پیل شوې. ټاکل شوې، چې ددې برنامې په اډانه کې په یادو درېوو ولایتونو کې ۳۶۰ ممیزخونې، د سره ممیزو دتولید ۵۰واحدونه، د پیازو ۲۰۰زېرمتونونه، د کچالو ۳۵۰ زېرمتونونه او … نور ولولئ
افغانستان

د کابل او ننګرهار وحشتناک بریدونه او غبرګونونه؛ مسوول یې څوک دي؟

پرون په افغانستان افغانستان کې یو ځل بیا له وحشت ډکه او خونړۍ ورځ وه، ګڼو افغانانو په کې ژوند له لاسه ورکړ، کوچني نوي زیږیدلي ماشومان، میندې، ځوانان او سپین ږیري په کې له منځه لاړ. لومړی په کابل کې د نويو زیږیدلو ماشومانو پر روغتون برید وشو چې په ترڅ کې د میرمنو، تازه زیږیدلیو او نرسانو په ګډون ۱۳ تنو په کې ژوند بایلود. دویم برید د ننګرهار ولایت په کوزکونړ ولسوالۍ … نور ولولئ
افغانستان

کرونا؛ په هیواد کي د ویروس مثبتي پېښي ۵۰۰۰ ته رسیږي

خبریال: فضل الله فضلي د عامي روغتیا وزارت وايي د نویو ۲۸۱ مثبتو پېښيو د ثبت سره په هیواد کي د کرونا ویروس مثبتي پېښي څه کم ۵۰۰۰ ته ورسېدې. اوس مهال په ټول هیواد کي ثبت سوي مثبتي پېښي ۴۹۶۳ دي، چي له جملې یې ۱۲۷ تنه مړه سوي او ۶۱۰ تنه روغ سوي دي. نوي پېښي په پلازمېنه کابل کي ۸۴، بلخ کي ۳۳، هرات ۱۲، کندهار، ۱۳، پکتیا ۱، نیمروز ۲، ننګرهار … نور ولولئ
افغانستان

کرکیټ بورډ د افغان ملي لوبډلي د روزونکو معاش ۲۵ سلنه راکموي!

د افغانستان کرکیټ بورډ خبر ورکوي، چي کرونا ویروس په افغانستان کي د نورو بنسټونو ترڅنګ کرکیټ بورډ ته هم مالي زیان اړولی، چي په همدې موخه به په روانه مې میاشت کي د افغان کرکیټ ملي لوبډلي د روزونکو معاش ۲۵ سلنه راکم کړي. په دې کي د ملي لوبډلي د سر روزونکی لانس کلونز، د توپوهني روزونکی ایچ ډي اکرمن او توپوهني د برخي مرستیال روزونکی نوروز منګل شامل دي. لانس کلونز او … نور ولولئ
افغانستان

د نوي حکومت جوړیدل او بین الافغاني خبرې؛ بد او بدتر ترمنځ انتخاب او اړتیا یې

لیکنه او شننه: غازي عابد له تیرو څو ورځو راهیسې پر ټولنیزو رسنیو تر ټولو توده موضوع دا ده چې بیا ګډ حکومت جوړیږي، جنرال دوستم ته مارشالي ورکول کیږي او همداسې نور… پرون خو لا یوه خاکه هم رسنیو ته را ایستل شوې چې ویل شوي همدا نهايي طرحه ده او پر همدې بنیاد د ولسمشر غني په مشرۍ دولت جوړوونکی او د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیمونه یو مشترک … نور ولولئ