افغانستان

ملي امنیت شورا: موږ معلومات لرو، برید طالبانو او شریکانو یې کړی، ملاتړ دې ترې نه کيږي

ولمه ځلا – یاران May 16, 2020 د افغانستان ملي امنیت شورا وايي چې د افغان حکومت شریکان دې د طالبانو بریدونو او کړنو ته برائت نه ورکوي او پرده دې پرې نه اچوي. د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن (۲۷ غويي) د یوې خبرې غونډې پر مهال د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد خبرو ته په اشاره وویل، د افغان حکومت متحدين دې له داسې تبلیغاتو لرې … نور ولولئ
افغانستان

غني: له ایران سره وروستۍ پیښه د بین المللي اصولو له مخې څیړو

راپور: بشر درویش افغان ولسمشرمحمد اشرف غني نن سهار د هرات والي سید عبدالوحید قتالي او ایران سره پر پوله د یو شمېر هیوادوالو د وژلو د ژورې او هراړخیزې ارزونې لپاره د ګومارل شوي پلاوي مشر محمدحمید طهماسي سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې. ارګ یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ په دغه غونډه کې د جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمدحنیف … نور ولولئ
افغانستان

بلخ، خوست او تخار کې ۱۴۳۲ کرنیزې پروژې پيل شوې

راپور: بشر درویش د افغانستان د کرنې وزارت وايي، د کرونا په پېر کې د «کرنیزو محصولاتو مدیریت» د پروژې چارې د یوشمېر نورو ولایتونو ترڅنګ د بلخ، خوست او تخار په ولایتونو کې هم پیل شوې. ټاکل شوې، چې ددې برنامې په اډانه کې د کرنې وزارت له خوا په یادو درېوو ولایتونو کې د ۶۸۰ میلونه او ۱۴۹ زره او ۱۳۰ افغانیو په لګښت یو زر او ۴۳۲ کرنیزې پروژې پلی شي. بلخ … نور ولولئ
افغانستان

کرونا؛ په هیواد کي په یوه ورځ تر ۴۰۰ ډېري مثبتي پېښي او ۱۷ تنه مړه سوي

خبریال: فضل الله فضلي د عامي روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح رسنیو ته ویلي چي په هیواد کي د کرونا ویروس نوي مثبتي پېښي ۴۱۴ دي او مړي ۱۷ تنه دي. دا په هیواد کي په یوه ورځ په کرونا ویروس د اخته کېدونکو او مړه کېدونکو کسانو تر ټولو لوړ شمېر دئ. همداراز بیا له ویروسه ۵۴ تنه روغ سوي هم دي. پدې سره په ټول هیواد کي په کرونا ویروس د اخته سوو … نور ولولئ
افغانستان

ډيوه پتنګ: پر افغانستان مئينه يمه، افتخاري دنده اجرا کوم

خبريال: مدثر دعوت د ملي ټلويزيون ښځينه خبريالي ډيوې پتنګ هغه اوازې رد کړې چي ګواکي دا د ملي ټلويزيون څخه په مياشت کي لس زر ډالره معاش اخلي. وروسته له هغې چي د ډيوې پتنګ ورور پامير پتنګ د افغانستان د ملي پنډ اداري رئيس وټاکل سو،په ټولنيزو رسنيو کي غوغا جوړه سوه.” په فيسبوک او ټويټر کې داسې اوازې خپرې سوې چي ګواکي ډيوه پتنګ د ملي ټلويزيون څخه په مياشت کې ۱۰۰۰۰ … نور ولولئ
افغانستان

خلیلزاد: وروستي بریدونه داعش کړي، غواړي فرقوي شخړې وزیږوي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تازه ټویټونو کې ویلي چې په افغانستان کې وروستي دوه بریدونه د داعش وسله والو کړي دي. هغه لیکلي: « د متحدو ایالتونو حکومت ارزونه کړې چې داعش-خراسان دا اونۍ په افغانستان کې پر یوه زیږنتون او د جنازې پر مراسمو وحشتناکه بریدونه وکړل. داعش پر ولسي خلکو دغه راز شریرو بریدونو ته پرلپسې لیوالتیا ښودلې ده، او افغانانو او نړۍ ته یو … نور ولولئ
افغانستان

د پولیسو په لباس کې کور ته د غلو درتګ مخنیوي لپاره دا ټکي پام کې ولرئ

دا چې نن سبا ځینې مجرمین د امنیت /پولیسو له مسولیت و لباس څخه په ناوړه ګټې اخیستنې جرایم (غلا، لوټماري، وژنې)  ترسره کوي. نو فکر مې وکړو چې ولې د عامه ویښتابه او د دا ډول مجرمینو پیژندلو لپاره، له دوستانو سره ځینې قانوني معلومات شریک نه کړم. مجرمین یاده ناوړه ګټه اخیستنه تل د تالاشۍ په نامه تر سره کوي؛ وروسته له دې چې ورخ درځنې اوبه یوسي نو عالم بیا پر ځان … نور ولولئ
افغانستان

نجیبه فیض د لومړي ځل لپاره اعتکاف ته کښېنستلې+ویډیو

د هیواد نوموتې اداکاره او د ټلوېزیوني خپرونو چلونکې نجیبه فیض د لومړي ځل لپاره د روژې مبارکي میاشتي په پاته لس ورځو کي خپل کور اعتکاف ته کښېنستلې. نجیبې فیض پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼي پرون چهارشنبه خپره کړې ویډیو کي ویلي، غواړم د خدای ج شکر ادا کړم او تر اختره پوري اعتکاف کي کښېنم، د خدای ج ذکر وکړم او خپل عبادت وکړم. هغې ویلي که څه هم دوستانو ورته ویلي، چي … نور ولولئ
افغانستان

افغانستان کې د بهرنیو لوبو او ګټو کشمکش او د یوه ملت په توګه له بیا ډوبیدو ځان ژغورنه !

لیکنه: غازي عابد افغانستان یوه حساسه مرحله کې قرار لري، ځکه ښکاري چې د افغانستان په اړه د دخیلو لورو تګلاره بدلیږي او له بده مرغه افغان سیاست تل د همدغو ښکیلو هیوادونو پر ګټو پورې تړلی وي. د وروستیو غبرګونو نه پوهیدای شو چې خبره کوم طرف ته روانه ده. د کابل او ننګرهار له پيښو وروسته د روسیې او امریکا غبرګون کې بدل ټکي ولیدل شول. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یوه … نور ولولئ
افغانستان

ملاله يوسفزۍ : په افغانستان کې د اوربند ملاتړ کوم!

خبريال : مدثر دعوت پاکستان کې د ښځينوو د حقوقو فعاله ملاله يوسفزۍ وايي چې په افغانستان کې دې اوربند وسي. ملاله يوسفزۍ چې د خيبر پښتونخوا د منګورا سيمي په يوې پښتنې کورنۍ کې زيږيدلې د کابل او ننګرهار بريدونه يې غندلي او وايي د ښځو او ماشومانو وژلو دردولې او غمجنه کړې ده. ملاله وايي د ملګرو ملتونو د هغه غوښتنې ملاتړ بايد وسي چې په افغانستان کي يې د کرونا ويروس په … نور ولولئ