افغانستان

کرونايي ماحول او اختر؛ د څو ولایتونو له رواجونو مو خبروو

د یوې میاشتې پرهیزګاري، عبادت او د تندي او لوږي ختمېدو سره د بلې ورځې پیل ته اختر وایي، چې اختر د ورور ګلوي نښه ده، د انسانانو جسمي او روحي غوښتنه پوره کوي، د یووالي پیغام راوړونکی دی. لکه څنګه چې سږکال کوچنی اختر د کرونا ویروس د خپرېدو پر مهال راورسېد. او د ویروس له کبله له مخکنیو اخترونو څخه بېل دی او لمانځل یې هم په ولایتونو او هم په کابل کې … نور ولولئ
افغانستان

تازه؛ غني وايي، د طالب بندیانو خوشې کولو لړۍ چټک کوو

راپور: بشر درویش افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن څو شیبې وړاندې د اختر په مناسبت ملت ته وینا وکړه. د نوموړي وینا چې له رسنیو په ژوندۍ بڼه خپریده اعلان یې وکړ چې د طالبانو د بندیانو خوشې کول به چټک کړو. ښاغلي د طالبانو له لورې د اوربند کولو هرکلی هم وکړ او ترڅنګ یې پر طالبانو غږ وکړ چې مذاکراتو ته ورسره داخل شي. ښاغلي غني وویل: «د طالبانو بندیان به ژر … نور ولولئ
افغانستان

اکرمن: افغانان له قوي لوبډلو سره یوازې لوبه نه، بلکې ماتول یې غواړي

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي د توپوهني نوی ټاکل شوی روزونکی ایچ ډي اکرمن وايي، چي افغان لوبډله یوازي دا نه غواړي، چي له قوي هیوادونو سره ولوبیږي، بلکي غواړي قوي هیوادونو ته ماتي هم ورکړي. د کرکټ په برخه کي د نړۍ مشهوره وېبسایټ (ESPNcricinfo)سره ایچ ډي اکرمن د افغان لوبډلي لپاره پر راتلونکو پلانونو او دې ته ورته نورو مسائیلو تازه مرکه کړې. ایچ ډي اکرمن د افغان کرکیټ ملي لوبډلي په … نور ولولئ
افغانستان

هوتک: ۲ کاله کیږي عاید نلرم، خو بیا هم تر خپله وسه مرسته کوم

د افغانستان د آزادي مبارزې تکړه لوبغاړی احمدولي هوتک وايي، چي ۲ کاله کیږي نه سیالۍ او نه هم عاید لرم، خو د خپل توان په اندازه له غریبو هیوادوالو سره مرسته کوم. احمدولي هوتک پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼي لیکلي، چي زه به د خپل غریب ولس ترڅنګ ولاړ یم. هغه لیکلي: «۲ کاله کېږي له سیاليو لرې یم، کوم عاید نه لرم خو بیا مې هم د غریب ولس تر څنګ یم، د … نور ولولئ
افغانستان

د لویو لارو له امنیت شکایت؛ حکومت وايي، امنیت ساتل یې لومړیتوب دی

راپور: بشر درویش د افغان ولسمشر محمداشرف غني او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان په مشرۍ امنیتي غونډه پرون مازدیګر د ویډیو کنفرانس له لارې جوړه شوه. ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ په دې غونډه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، لومړی د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت عمومي ریاست مسوولینو د هیواد د عمومي امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکړل. ښاغلي غني د هیواد د امنیتي … نور ولولئ
افغانستان

جګړه ځپلي ارزګان کې پر کروندګرو د سبو تخمونو ویشل پيل شوي

راپور: بشر درویش د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د « ANCC» همکارې موسسې او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په مالي لګښت د ارزګان پر څلور زره بزګرانو کرنیزې بستې او د حبوباتو او سبوتخمونه او کیمیاوي سره وېشي. افغان کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې دا خبر ورکړی دی. د ارزګان د کرنې رییس احمدشاه خیري وایي: «پر دغو بزګرانو د اته قلمه سبو د تخمونو لړۍ وړمه ورځ پیل … نور ولولئ
افغانستان

يمين احمدزی; هغه چي افغانستان ته یې په ټیسټ سیالیو کي لومړنۍ ویکیټه اخیستې.

د افغانستان کرکیټ ملي لوبډلي لپاره په لومړۍ ټیسټ لوبه کي لومړنۍ ویکیټه تېز توپ اچونکي یمین احمدزي اخیستې. د افغانستان کرکیټ بورډ د کرنټین دې شپو او ورځو کي د افغان مینوالو د خوښ ساتلو لپاره پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه د لوبغاړو د ریکارډونو او تمرینونو یادونه کوي، چي دا ځلي یې د تېز توپ اچونکي یمین احمدزي د ریکارډ ستاینه کړې. بورډ د یمین احمدزي په اړه لیکلي: ‹‹يمين احمدزی هغه چټک … نور ولولئ
افغانستان

بامیان کې یو زر او ۵۷۴ بزګرانو ته د کرنیزو پورونو ویش پيل شو

راپور: بشر درویش د بامیانو لایت بزګرانو لپاره د پور ورکولو پروګرام، ددې ولایت والي، سیمه ییزو چارواکو، بزګرانو او ددې ولایت د کوپراټیفونو په شتون کې پیل شو. د بامیانو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالوهاب محمدي وویل، چې د کرنې د پراختیا صندوق له خوا ددې برنامې له لارې په ټولیزه توګه ۲۲۵.۶ میلیونه افغانۍ پور منظور شوې ده، چې ددې ولایت په کچه د ۶۶ کوپراټیفونو د غړو او د … نور ولولئ
افغانستان

کرونا؛ کابل کي د قرنطین له ماتېدو سره ویروس په چټکۍ خپریږي

خبریال: فضل الله فضلي په هیواد کي د کرونا ویروس مثبتي پېښي ۹۰۰۰ ته نږدې سوې او تراوسه په ټول هیواد کي ۸۶۷۶ مثبتي پېښي ثبت سوي دي. په دوو ورځو کي تر ۱۰۰۰ پوري پېښي ثبت سوي دي. په هیواد کي د نن مثبتي پېښي ۵۳۱ دي، چي ترڅنګ یې ۸ کسه له ویروسه روغ سوي او ۶ تنو بیا خپل ژوند له لاسه ورکړئ دئ. یاد ۶ کسه په کابل، لوګر، پنجشېر او … نور ولولئ
افغانستان

له سیاسي او جهادي مشرانو سره د ولسمشر غني ګډ روژه ماتی: پر څه بحث او خبرې شوي؟

راپور: بشر درویش ارګ وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام د هیواد سیاسي او جهادي مشرانو سره په دلګشاه جومات کې د عظیم الشان قران د ختم مراسمو او د روژه ماتي په مناسبت جوړه شوې مېلمستیا او ګډه ناسته کې ګډون وکړ او ټولو مشرانو د روژې مبارکې میاشتې له برکته په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامین دعا وکړه. د ناستې ګډونوال په ارګ کې د روژه ماتي … نور ولولئ