افغانستان

د ناکامورا لور افغانستان ته راځي!

خبريال: مدثر دعوت په افغانستان کې د وژل سوي جاپاني ډاکتر مشره لور اکيکو ناکامورا افغانستان ته راځي. ډاکتر تيتسو ناکامورا چې په افغانستان کې په کاکا مراد مشهور وو تېر کال په ډسمبر مياشت کې د وسلوالو له له لورې د خپلو څلور ساتونکو سره يوځای د جلال اباد ښار په لومړۍ حوزه کې ووژل سو. د ناکامورا په مړينه ټول افغانان سخت خواشيني سوه او داسي انګيرل کېده چې د خپل هيواد يو … نور ولولئ
افغانستان

ضیاءالحق امرخېل: د کرکیټ بورډ او افغان مینوالو ترمنځ دي اړیکي ښې شي.

په پارلماني چارو کي د دولت وزیر او د افغانستان د کرکیټ بورډ غړي ضیاءالحق امرخېل په خپلو تازه څرګندونو کي ویلي، چي د افغان کرکیټ بورډ او د کرکیټ افغان مینوالو ترمنځ دي اړیکي د پخوا په شان ښې شي. پرون پنجشنبه د ویډیو کنفرانس له لاري د کرکیټ بورډ د غړو ترمنځ میاشتنۍ ناسته ترسره شوه، چي پکښي په پارلماني چارو کي د دولت وزیر او د کرکیټ بورډ غړي ضیاءالحق امرخېل د … نور ولولئ
افغانستان

نبیل: د پاکستاني جنرال اخترعبدالرحمن د ستراتیژۍ له مخې باید افغانستان اور کې وسوځي

راپور: بشر درویش د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل په تازه څرګندونو کې ویلي چې د یوه پاکستاني جنرال د ستراتیژۍ له مخې باید افغانستان تل په اور کې وسوځول شي. نوموړي دا خبرې پر خپل رسمي ټویټر لیکلي دي. ښاغلي نبیل لیکلي: «زما ګران، باتور، مجاهد او د سترګو تور ولسه! د پاکستاني جنرال اختر عبدالرحمن د ستراتیژۍ له مخې افغانستان باید د اسلام او جهاد په نوم تل په … نور ولولئ
افغانستان

افغانستان کې د غنمو پر یو شمېر ډولونو څېړنې شوې

راپور: بشر درویش د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ریاست د مسلکي او فني کارکوونکو له خوا د کوهکران په څېړنیز فارم کې د غنمو پر یوشمېر ډولونو، چې په کې مورني، هستوي او تجربوي تخمونه شامل دي څېړنې شوي دي. د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې څېړنه کې د غنمو شپږ ډولونه (ورایټۍ) چې په کې چونټ ۱، شیشم باغ، مقاوم۰۹، للمي ۲، مزار۹۹ … نور ولولئ
افغانستان

پروان: د زردالو حاصلات به سږکال نږدې ۲۴ زره ټنه وي

راپور: بشر درویش د پروان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د زردالو د حاصلاتو له زیاتوالي خبر ورکوي او وایي، چې د اټکل له مخې د پروان د زردالو سږنۍ حاصلات به نږدې ۲۴ زره مټریک ټنو ته ورسیږي. د افغانستان د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اټکل له مخې د پروان د زردالو کچه به نږدې ۲۳ زره او ۸۰۰ مټریک ټنه وي. د پروان … نور ولولئ
افغانستان

کرکیټ نړیوالي شوار هم افغان لوبغاړی شهزاد محمدي له یاده ندی ایستلی!

د کرکیټ نړیوالي شورا یا آی سي سي د خپلي رسمی فیسبوک پاڼي پر کور ځای باندي د افغان لوبغاړي شهزاد محمدي انځور خپور کړی. یاد انځور په تېر ۲۰۱۹م د نړیوال جام په لوبه کي اخیستل شوی، چي هغه لوبه تېر کال په همدې ورځ ترسره شوه او افغان کرکیټ ملي لوبډلي د سریلانکا څخه ماته ومنله. په یاد انځور کي د شهزاد محمدي سره د ویکیټ ساتني په مهال د سریلانکا ملي لوبډلي … نور ولولئ
افغانستان

غني: خلکو ته دې سټنډرډ ښارګوټي او د باور وړ کورونه جوړ او د ښارونو رنګ دې بدل شي

راپور: بشر درویش افغان ولسمشر محمد اشرف غني د عامې روغتیا، ښار جوړولو او ځمکو او ښځو چارو وزارتونو او د افغانستان بانک عمومي ریاست نوماند سرپرستان رسماً معرفي کړل. ارګ وايي، ښاغلي غني پرون مازیګر ‎محمود کرزی د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د نوماند او سرپرست وزیر، ډاکتر محمد جواد عثماني د عامې روغتیا د نوماند او سرپرست وزیر، حسینه ساپۍ د ښځو چارو وزارت د نوماندې او سرپرستې وزیرې او اجمل احمدي … نور ولولئ
افغانستان

کرکیټ نړیوالي شورا د محمدنبي او راشدخان ارمان ستاینه کړې!

آی سي سي یا د کرکیټ نړیوالي شورا پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼي د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي د دوو تنو تکړه لوبغاړو محمدنبي عیسی خېل او راشدخان ارمان ستاینه کړې. دې شورا لیکلي، چي راشدخان ارمان په شل آوریزه سیالیو کي د نړۍ لومړی نمبر توپ اچونکی دی او محمدنبي عیسی خېل بیا په شل آوریزه سیالیو کي د نړۍ لومړنی نمبر الراونډر لوبغاړی دی. د دې ترڅنګ آی سي سي دا هم … نور ولولئ
افغانستان

پر دوکتور ایاز نیازي برید؛ خلک څه غبرګونونه لري؟

په کابل کې د وزیر اکبر مسجد امام دوکتور محمد ایاز نیازی پرون په یاد مسجد کې د یوه ماین په چاودنه کې په شهادت ورسید. د ښاغلي نیازي شهادت تاوده غبرګونونه راپارولي دي. ایاز نیازي په دیني علم کې له الاازهر پوهنتون تر دوکتورا کچې زده کړې درلودې او په افغانستان کې له مطرحو علماوو شمیرل کیده. هغه د کابل پوهنتون استاد هم و. دوکتور نیازی له دې هم امله هم مشهور و چې … نور ولولئ
افغانستان

کرونا؛ په هیواد کي د ویروس ۲۸۵۰ مثبتي پېښي په ۴ ورځو کي ثبت سوي

خبریال: فضل الله فضلي په هيواد کي په کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ باندي د اخته سوو کسانو شمېر ۱۶۴۹۲ تنو ته ورسېدئ، چي پدې سره افغانستان جاپان او اسرائیلو ته نږدې، خو له عمان، بحرین، جنوبي کوریا، اسټرالیا، مالیزیا او عراق څخه ډېر مخکي سو. همدارنګه ویروس په هیواد کي ۲۷۰ تنه مړه کړي او ۱۴۵۰ تنه بیا ځني رغېدلي دي. نن په ټول هیواد کي د ۷۵۹ مثبتو پېښو د ثبت … نور ولولئ