افغانستان

هلمند کې د کوکنارو ښه بدیل؛ په ۵۲۹۹ هکټاره ځمکه ممپلي کرل شوي

راپور: بشر درویش د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د ممپلیو « ځمکنی بادام » کروندې ډېرې شوي او ممپلیو کرکېلي ته د هلمند د بزګرانو لېوالتیا هم زیاته شوې ده. د هلمند د کرنې رییس هلمند د یادې کروندې لپاره یوه مناسبه ده، نو ځکه ورته لیوالتیا هم په ډیریدو ده. د کرنې رییس زلمی الکو وایي: «د هلمند خاوره اوبه او هوا د ممپلیو … نور ولولئ
افغانستان

ځینې افغان نارینه ولې د ښځو پر مقررۍ منفي غبرګون لري؟ پوښتنې، واقعیتونه او اصلي غېرت

ولې په اداراتو کې د ښځېنه طبقو ګمارنه پر ټولنیزو رسنیو د اکثریت نارینو غبرګونونو او ننګونو سره مخ کېږي!؟ ښځو راوړ امــــــــنیت دغې نړۍ ته سړو څه وکړل؟ سړو جنګونه راوړل د سهار رڼا څرک سره سم، یوه چېغه پورته شوه، هلئ مرتده ده، کافره ده، جاسوسه ده، پیرنګۍ ده ! پوښتنه وشوه، څه شوي؟ ـ د پیر صیب سپکاوې یې کړی، د الله کتاب قرآن ته یې اور ورته کړی! وروسته ورسره ګڼ … نور ولولئ
افغانستان

ځلا ځاځۍ: کار مې وګورئ، بیا قضاوت وکړئ

د خوست امنیه قومندانۍ د جنايي امریت د اداري چارو تازه ټاکل شوي امري مریم ځلا ځاځۍ په خپلي تازه مرکه کي ویلي، چي خلګ دي زما د کار په اړه اوس نه بلکي وروسته قضاوت وکړي. هغه وايي زه له ډېرو مشکلاتو سره دې دندې ته راغلې یم او غواړم خپل کار په داسي ډول وکړم، چي خلګ د ښځو له کارونو راضي اوسي. ځاځۍ زیاته کړه: «زما کورنۍ ډيره زیاته هڅولې یم، چي … نور ولولئ
افغانستان

د کندهار، ننګرهار، هلمند او کابل یو شمېر ځوانانو د ایران ظلم په سختو ټکو وغانده

خبریال: فضل الله فضلي د ایران حکومت له پېړیو پېړیو راهسي افغانان نه خوښوي او په تاریخ کي یې د شدیدو ظلمونو یادوني سوي دي. له څه مودې راهسي یوځل بیا ایراني پولیسو ایران ته پر اوښتونکو افغان ځوانانو باندي سخت ظلمونه کړي دي. ایراني ځواکونو څو موده وړاندي د افغانستان لوېدیځ سرحد ته نږدې لسګونه افغان ځوانان د اوبو سیند ته واچول، چي له جملې یې تر ۱۶ ډېر کسان مړه سول. له دې … نور ولولئ
افغانستان

ولسي جرګې ته د ولسمشر ځواب؛ وزيران معرفي کوو، سرپرستي ژر پای ته رسوو

راپور: بشر درویش د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر محمد اشرف غني نن مازیګر د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني او اداري پلاوي سره په ارګ کې وکتل. ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ويلي؛ په دې کتنه کې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ضیاالحق امرخېل وویل، په تېرو دوو اونیو کې مو د اړیکو جوړولو او همغږۍ زیاتولو لپاره ملي شورا سره کار کړی دی. د سیاسي اجماع هرکلی د ولسي … نور ولولئ
افغانستان

د کندهار ښار سټراټیژیک پراختیا پلان وروستی شو؛ دا پلان څو ګټې او موخې لري

راپورونه: بشر درویش ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ښار جوړولو معین روښان ولسمل په مشري او د کندهار ښاروال، یو شمېر ولایتي چارواکو، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په جوړښت کې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د ښارونو پراختیا پروژې مسوولینو او د وزارت یو شمېر نورو مسوولینو په ګډون د کندهار ښار سټراټیژیک پراختیا چوکات (SDF) پلان وروستي کېدو لپاره غونډه وشوه. د ښار جوړولو وزارت یوه خبرپاڼه کې ويلي؛ د … نور ولولئ
افغانستان

ګلبدین نایب: هڅه کوو له روان تمریناتي کمپ څخه ښه ګټه واخلو

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي ګلبدین نایب په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې هڅه کوي له روان تمریناتي کمپ څخه ښه ګټه واخلي. د ګلبدین نایب دا تازه څرګندونې افغان کرکټ بورډ په یوې ویډیو کې خپرې کړي. ګلبدین په نایب یادې ویډيو کې ویلي: «تر دې مخکې موږ دوې نیمې میاشتې کرنتین کې وو. دا تمریناتي کمپ زموږ لپاره ډېره ښه زمینه برابرولا شي. کومې لوبې چې دوې میاشتې وروسته … نور ولولئ
افغانستان

کرونا؛ په هیواد کي د ویروس اصلي شمېر تر رسمي هغې لوړ دی

خبریال: فضل الله فضلي د عامي روغتیا وزارت مرستیال ډاکټر وحید مجروح رسنیو ته وویل چي په هیواد کي د کرونا وبا اصلي شمېر تر رسمي شمېر لوړ دئ. د رسمي شمېر له مخي په کرونا ویروس ککړ خلګ معاینات کوي او او پایله یې د عامي روغتیا وزار سره ثبتیږي، خو ډېر خلګ په کرونا وبا اخته دي، خو معاینات نه کوي. په هیواد کي د کرونا ویروس رسمي ثبت سوي پېښي تر ۲۰ … نور ولولئ
افغانستان

کونړ او بدليدونکې دودیزه کرنه؛ کروندګر له حکومت بازار موندنه کې مرسته غواړي

راپور: بشر درویش په کونړ کې د باغدارۍ سکتور د ودې او د خلکو لیوالتیا په زیاتېدو اوس په دې ولایت کې ورځ تربلې دودیزه کرنه په سوداګریزې کرنې بدلیږي. دا ولایت چې کرنې لپاره ښه اقلیم لري او زیات شمېر وګړی یې د کرنې او مالدارۍ له لارې د ژوند اړتیاوې پوره کوي. د کونړ ولايت مقام د مطبوعاتو مسوولينو ويلي؛ د دولت له لوري د سربندونو او ویالو په جوړېدو، د لمریزې برېښنا … نور ولولئ
افغانستان

کابل کې ۹۲ کورونو ته د ملکيت سندونه جوړ او خوندي شول

کابل کې ۹۲ غیررسمي کورونه د ملکیت سندونو په ترلاسه کولو سره خوندي شول. د افغانستان د ښار جوړولو او ځمکو وزارت وايي، دا وزارت کابل، هرات، مزارشریف، جلال اباد، کندهار، فراه، بامیان او نیلي ښارونو کې د غیررسمي ښاري سیمو ثبت برنامې له لارې په تازه توګه د کابل پر ۹۲ غیررسمي کورونو د ملکیت سندونه ووېشل. یاد کورونه د کابل په دویمه ښاري څانګه کې پراته دي. ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر … نور ولولئ