افغانستان

ترکیه: افغانستان کې د ثبات یوازینۍ لار ا.ا سره تعامل دی

ترکیې یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې په افغانستان کې باید د اقتصادي بحران مخنیوی وشي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په اسلام اباد کې د اسلامي همکارۍ سازمان غونډې ته ویلي چې اسلامي نړۍ باید په افغانستان کې د روان وضعیت کنټرول لپاره لاس په کار شي څو په دغه هېواد کې د اقتصادي او انساني ناورین مخنیوی وشي. هغه ټینګار کړی دی چې سولې او ثبات ته د … نور ولولئ
افغانستان

امریکا او اندونیزیا د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

امریکا او اندونیزیا د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس ویسټ په اسلام اباد کې د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د افغانستان پر روان وضعیت او بشردوستانه مرستو خبرې کړې دي. د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیر په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې خبرې ګټورې وې او ټینګار شوی چې له افغانستان سره … نور ولولئ
افغانستان

اسیايي هېوادونه هند کې د افغانستان په اړه غونډه کوي

د مرکزي اسیا غړي هېوادونه او هند پر افغانستان خبرې کوي. د راپورونو له مخې په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه له غونډې سره هممهاله په نوي ډهلي کې هم د هند او پنځو اسیايي هېوادونو ترمنځ غونډه کېږي. په دې غونډه کې د هند، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان او قزاقستان د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي او د بحث مهمه موضوع یې د افغانستان روان وضعیت دی. هندي رسنیو ویلي چې په … نور ولولئ
افغانستان

د اسلامي همکاریو سازمان: د افغانستان په اړه باید همغږي ډېره شي

د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان وايي تمه لري چې د افغانستان په اړه د هېوادونو ترمنځ همغږي ډېره شي. ددغه سازمان چارواکو د غونډې تر پیل مخکې په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، دوی تمه لري چې اسلامي هېوادونه له افغانستان سره بشردوستانه مرستې ډېرې کړي او له دغه هېواد سره په بېلو برخو کې همکاري ولري. د سرچینې په خبره د اسلامي هېوادونو مسوولیت دی چې په افغانستان کې د میلیونونه انسانانو ژوند وژغوري او … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: زموږ پالیسي بشردوستانه خدمات نه زیانمنوي

امریکا وایي په افغانستان کې د بشردوستانه خدماتو په برخه کې فعالو موسساتو ته دې خنډونه نه جوړېږي. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په افغانستان کې له ټولو موسساتو، لکه ملګرو ملتونو، نړیوال سره صلیب، د کډوالو نړیوال سازمان او نورو سره په اړیکه کې دي او دوی لا ډېرو بشردوستانه خدماتو ته هڅوي. دده په خبره دوی ورسره په ځينو مواردو کې خپلې ستونزې … نور ولولئ
افغانستان

عمران خان: افغانستان شل کاله د امریکا په اشغال کې و

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي، چې افغانان له سختې لوږې سره مخ دي او امریکا ته په کار ده چې د دغه هېواد ملاتړ وکړي. نوموړي له الجزیره سره په تازه مرکه کې زیاته کړې، دی نه پوهېږي چې امریکا شل کاله په افغانستان کې د کومو موخو د ترلاسه کولو په لټه کې وه. عمران خان د خپلو خبرو پر دوام څرګنده کړې ده چې امریکا شل کاله له ترهګرۍ سره د … نور ولولئ
افغانستان

د امیرخان متقي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی پاکستان ته لاړ

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی پاکستان هېواد ته په سفر روان شو او ټاکل شوې هلته د اسلامي همکاریو سازمان په ځانګړې غونډه کې ګډون وکړي. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي نن خبریالانو ته وویل چې په یاده ناسته کې به د افغانستان پر حالاتو تفصیلي خبرې وشي. نوموړي همدارنګه وویل، چې دا لومړی ځل دی چې د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو ځانګړې … نور ولولئ
افغانستان

امریکا افغان پوځ ته ځانګړې کړې وسلې اوکراین ته ورکوي

امریکا افغان پوځ ته ځانګړې کړې وسلې او تجهیزات اوکراین ته ورکوي. والسټرېټ ژورنال ته امریکايي او اوکرایني چارواکو ویلي، دمګړی د امریکا او اوکراین ترمنځ د هغو وسلو پر سر بحثونه او خبرې روانې دي چې افغان پوځ ته ځانګړې شوې وې. په دې کې الوتکې، ټانکونه او ځینې نور تجهیزات شامل دي. امریکايي چارواکو ویلي دا چې افغان پوځ وپاشل شو، نو دوی اړ دي چې د خپلو ملګرو هېوادونو ساتنه وکړي، نو … نور ولولئ
افغانستان

سېف د چېلډرن: نړیوال دې افغانان له ناورین وژغوري

نړیوال دې په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې لپاره لاس په کار شي. په کابل کې د ماشومانو د خوندیتوب یا سېف د چیلډرین بنسټ چارواکو رسنیو ته ویلي چې شاوخوا ۱۳ میلیونه ماشومان په افغانستان کې له لوږې او ناوړه وضعیت سره مخ دي، چې باید وژغورل شي. دغه بنسټ وایي نړیواله ټولنه باید له افغانانو سره مرسته وکړي او دلته دې د بشري ناورین مخنیوی وکړي. سرچینه همدا راز وایي چې د … نور ولولئ
افغانستان

جان کربي: افغان حکومت ته مو ثابته کړې وه، چې سرتېري وباسو

امریکا وایي دوی پخواني حکومت ته دا ثابته کړې وه، چې ارو مرو به خپل سرتېري له افغانستان وباسي. د امریکا ددفاع وزارت ویاند جان کربي د پخواني ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب پر څرګندونو په غبرګون کې ویلي، هغه خبرې ناسمې دي چې ګواکي امریکا د سرتېرو په ایستلو کې جدي نه وه. د کربي په خبره د دوحې هوکړه ددې پرېکړې واضح ثبوت و او زیاتوي د سرتېرو … نور ولولئ