افغانستان

نظر پوښتنه؛ رحمن الله ګربز ملي لوبډلي ته تر شهزاد محمدي ګټور دی!

افغان مینوال د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي ځوان ویکټ ساتونکی رحمن الله ګربز په ملي لوبډله کي تر ۳۳ کلن شهزاد محمدي ګټور بولي. ستاسو په نظر اوسني وخت کې د افغان کرکټ ملي لوبډلي غوره ویکټ ساتونکی رحمن الله ګربز او که محمد شهزاد دی؟ دا هغه پوښتنه وه، چي د افغانستان ملي سپورټ چینل پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼي خپره کړې وه او مینه والو خپل نظرونه ورکړي وه. ملي سپورټ وايي، … نور ولولئ
افغانستان

د ډاکټر نجیب لور ولسمشرغني ته: هر فلم پای لري او د نجیب ملتپالنه معلومه ده

راپور: بشر درویش د افغانستان د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني وروستیو خبرو ته چې د یوې مرکې پرمهال یې د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله په اړه کړي دي، غبرګونونه پاریدلي دي. د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب لور هیله نجیب د ولسمشر غني خبرو ته د نیوکې ګوته نیولې ده. ولسمشر غني وړمه ورځ په یوه انلاین ویډیو کنفرانس کې چې د انتلانتیک شورا له لورې برابر شوی و، د موقت حکومت په اړه … نور ولولئ
افغانستان

ننګرهاروالي: اکثره لوستي افغانان په سیاسي او فکري رنځ اخته دي

راپور: بشر درویش د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل چې تر ډیره په ټولنیزو شبکو فعال دی، تازه یې ویلي چې اکثره افغانان په سیاسي او فکري رنځ اخته دي. نوموړي دا خبرې پر ټویټر لیکلي دي. ښاغلي میاخیل ویلي چې لسیزې کیږي افغانانو ځانونه مړه کړل. هغه لیکلي: «افغانانو څلور لسیزې ځانونه او نور مړه کړل، خو سیاسي بلوغیت ته ونه رسیدل. اکثره لوستي یا په نامه تعلیمیافته د ټولو نه زیات په سیاسي … نور ولولئ
افغانستان

پر ملا مفلح برید ته غبرګونونه؛ معصوم ستانکزی وايي، پردي زموږ هیواد نه شي امن کولی

راپور: بشر درویش د افغانستان پلازمینه کابل کې بیا یو مسجد د تروریزم او تاوتریخوالي قرباني شو. پرون د جمعې ورځې د لمانځه پرمهال د کابل شیرشاه مینه سیمه کې د چاودنې پرمهال د ملا امام عزیزالله مفلح په ګډون څلور تنه شهیدان شوي او ۸ نور ټپيان شوي دي. افغان ولسمشرۍ ماڼۍ دا برید غندلی او د دښمنانو کار یې بللی دی. د چاودنې مسوولیت هیڅ ډلې نه دی منلی. طالبانو هم برید غندلی … نور ولولئ
افغانستان

امرخیل: ګوانتانامو کې افغان بندي (اسدالله) په اړه وروستۍ پریکړه کیږي، راخوشې به شي

راپور: بشر درویش د افغانستان په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ضیا الحق امرخیل وايي چې ګوانتانامو کې د یوه بندي افغان راخوشې کولو لپاره یې هڅې روانې دي. ښاغلي امیرخیل پر خپل ټویټر لیکلي: «ګوانتانامو څخه د اسدالله هارون د خلاصون لپاره مو هڅې روانې دي. دی ۱۳ کاله مخکې حزب اسلامي سره د تړاو په شک بندي شوی و.» نوموړي ویلي چې په دې اړه یې ګډې هڅې پيل کړي او اړیکې … نور ولولئ
افغانستان

کرونا؛ هغه لیست چي د هر ولایت مثبتي پېښي پکښي لیدلای سئ

  خبریال: فضل الله فضلي په افغانستان کي په کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ یا کرونا وایروس باندي د اخته سوو کسانو شمېر ۲۳۵۴۶ ته پورته سو او هره ورځ تر ۵۰۰ ډېري مثبتي پېښي ثبتیږي. همداراز ۳۹۲۸ تنه له ویروسه روغ سوي، خو ۴۴۶ تنو بیا خپل ژوند له لاسه ورکړئ دئ. دا هغه لیست دئ، چي په هر ولایت کي د کرونا د مثبتو، تداوي سوو او مړو سوو کسانو شمېر پکښي لیکل سوئ … نور ولولئ
افغانستان

سړو خونو جوړول: کرنې وزارت او افغان بزګرانو ترمنځ ۱۰۲۲۹ پروژو تړونونه لاسليک شول

راپور: بشر درویش د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا د یو زر او ۲۲۹ پروژو تړونونه نن، د کرنې وزارت او د هېواد د ۱۱ ولایتونو د بزګرانو ترمنځ لاسلیک شول. کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ويلي؛ دغه تړونونه چې په کې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د پیازو د۳۴۳ زېرمتونونو، ۱۹۲ ممیزخونې، د کچالو لپاره ۳۹۴ صفر انرژۍ زېرمتونونه جوړول او ۳۰۰ لمریز وچوونکې الې وېش شامل و نن، د کرنې وزارت د … نور ولولئ
افغانستان

ویاړ؛ سنرایزر حیدر اباد لوبډلې هم د افغان لوبغاړي محمدنبي ستاینه کړې.

د هندوستان په آی پي ایل سیالیو کي نوموتي لوبډلي سنرایرز حیدر آباد هم د افغان کرکیټ ملي لوبډلي د الراونډر لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل ستاینه کړې. حیدرآباد لوبډله له دوو مخکنیو کلونو ترڅنګ سږ کال هم دوه افغان لوبغاړي محمدنبي او راشدخان له ځان سره لري. دې لوبډلي پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼي محمدنبي عسی خېل ستایلی، چي دا لوبغاړی په شل آوریزه او یو ورځنیو دواړو لوبو کي د نړۍ لومړی نمبر الراونډر … نور ولولئ
افغانستان

د غني او خليلزاد ليدنه: امریکا د طالبانو په خوشې کولو کې د حکومت له سختو ګامونو هرکلی وکړ

راپور: بشر درویش افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره وليدل. ارګ یوه خبرپاڼه کې ويلي؛ په دې ناسته کې د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله او د هیواد مخکیني ولسمشر حامد کرزي هم حضور درلود. ارګ وايي، په دې کتنه چې پرون مازیګر په ارګ کې ترسره شوه، د سولې پروسې د راتلونکو اقداماتو په … نور ولولئ
افغانستان

رییس احمدزی: کرکیټ بورډ کې د ښه سیسټم نه شتون له امله مي استعفاء‌ وکړه!

د افغانستان کرکیټ بورډ د غوراوي کمېټې غړي او د ۱۹ کلنو کرکیټ ملي لوبډلي روزونکي رییس احمدزي ویلي، چي په کرکیټ بورډ کي د ښه سیسټم نه شتون له امله یې استفاء ورکړې. ریس احمدزي پر خپل ټویټر نوی پوسټ کړی او ورته لیکلي یې دي، چي زه نور په کرکیټ بورډ کي د غوراوي کمېټې غړی نه یم. د هغه ترڅنګ ملي سپورټ پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼي لیکلي، احمدزي ورته منلې، چي … نور ولولئ