افغانستان

افغان لوبډلې ۷ کلونه مخکې په همدې ورځ دویمه درجه غړیتوب ترلاسه کړ!

د افغانستان کرکټ ملې لوبدلې اووه کلونه مخکې په همدې ورځ د کرکټ نړیوالې شورا له لورې د دویمه درجه غړیتوب لرونکو لوبډلو په نوملړ کې شامله شوه. افغان کرکټ بورډ پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې لیکلې، چې ملې لوبډلې له ډېرو هلو ځلو او خواریو وروسته دې ځای ته ځان ورساوه. د بورډ په خبره، چې افغان لوبډلو د نورو هیوادونو خلاف دویمه درجه غړیتوب خورا په چټکۍ سره ترلاسه کړ. بورډ لیکلي: «افغان … نور ولولئ
افغانستان

نبیل: عمران خان پر غزني ښار د ستر برید تائید وکړ

راپور: بشر درویش د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل په تازه څرګندونو کې ویلي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په خپلو وروستیو څرګندونو کې زما هغه اټکل تائید کړ چې د غزني پر ښار د القاعده پر مشري به ستر برید کیږي. نبیل دا خبرې وروسته له هغه کړي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په تازه څرګندونو کې د القاعده مشر اسامه بن لادین شهید بللی دی. … نور ولولئ
افغانستان

خټک: قسم خوړلي دښمنان د افغانستان د نظام راغورځولو په لټه کې دي

راپور: بشر درویش پښتون سیاستوال افراسیاب خټک چې پخوا یې د پاکستان په حکومت کې لوړې دندې هم کړي، په تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانستان دښمنان دغه هیواد کې د نظام د چپه کولو په لټه کې دي. نوموړي دا خبرې پرون په یوه تازه ټویټ کې کړي دي. هغه لیکلي: «خارجی قواوې وځی ، زرګونه بندیان خلاص شوی، نو د جنګ ادامه ولې؟ اوربند ولې نه کیږی؟ د افغانانو خپل مينځي خبرې … نور ولولئ
افغانستان

شهزاد محمدي: درې او یا هم څلور کلونه نور افغان لوبډله کې لوبیږم!

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې مخکښ توپوهونکې او ویکټ ساتونکې شهزاد محمدي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې ،چي په افغان کرکټ ملې لوبډله کې درې او یا هم څلور کلنونه نور د کرکټ کولو پلان لرم. شهزاد د شمشاد ټلویزیون سره په یوې مرکه کې ویلې، دا معلومه نده، چې زه دي څومره کرکټ وکړای شم، خو زما پلان په افغان لوبډله کې درې او یا هم څلور کلونه کرکټ کول دي. هغه … نور ولولئ
افغانستان

محمدنبي: موږ یووالی لرو او یوازې د هیواد لپاره لوبې کوو.

د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې تکړه الراونډر لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، موږ د لوبغاړو ترمنځ یووالی لرو او د خپل هیواد او ملت لپاره لوبې کوو. محمد نبي د کریک ټرایکر ورزشې ویبپاڼې سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلې، موږ هڅه کوو تل د لوبغاړو ترمنځ یووالی وساتو. نبي ویلې، کله چې ټیم کې یووالی نه وي، نو بیا لوبې نه ګټل کیږي. محمدنبي زیاته کړه: «موږ د … نور ولولئ
افغانستان

په (هغه خونه چې پکې پېښ شول) کتاب کې له طالبانو سره د سولې په اړه د سپینې ماڼۍ رازونه

ژباړه: ملیحه ناصري سرچینه: independent – اينډپينډيټ د امریکا د ملي امنیت د مخکیني مشاور جان بولټن د کار یوه برخه، ټرامپ ته د افغانستان د سولې او جګړې د بدلونونو اړوند د سیاست چلولو په اړه مشاوره وه. ده په ۲۰۱۸ز او ۲۰۱۹ز کې یې ۱۵ میاشتې سپینه ماڼۍ کې دنده وکړه. د هغه په وخت کې له طالبانو سره د امریکا مستقیم مذاکرات اوج ته او د تړون تر لاسلیکه هم ورسېدل. ښاغلی … نور ولولئ
افغانستان

د ویسټ انډيز په کورنیو سیالیو کې ۶ افغان لوبغاړي واخیستل شول.

د ویسټ انډيز هیواد د کرکټ په ستر تجارتې لیګ«کارابین» کې تر دې دمه ۶ افغان لوبغاړي په بیلابیلو لوبډلو کې اخیستل شوي، چې دا د افغانستان لپاره د ویاړ خبره ده. یاد ۶ افغان لوبغاړي راشدخان ارمان، محمدنبي عسی خېل، قیس احمد، نوین الحق، رحمن الله ګربز او نوراحمد لکڼوال دي. راشدخان ارمان او قیس احمد هغه دوه افغان لوبغاړي دي، چې د کارابین لیګ تر بولۍ مخکې لوبډلو واخیستل. خو محمدنبی عسی خېل، … نور ولولئ
افغانستان

افغان حکومت له ګاونډي هیوادونو سره د سوداګریزوجنجالونو د حل کمیسونونه جوړوي

راپور: بشر درویش د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي چې له ګاونډیو هیوادونو سره د سوداګریزو ستونزو د حل په موخه بیلابیل کمیسیونونه جوړیږي. بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا خبرې ددې وزرات د اقتصادي همکاریو مرستیال میرویس ناب د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له استازو سره په ناسته کې کړي دي. د بهرنیو چارو وزارت له لورې یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې لیدنه کې، ښاغلي … نور ولولئ
افغانستان

کابل کې د درې میلیونه ډالرو په ارزښت د ټیشو کلچر لابراټوار جوړیږي

راپور: بشر درویش په هېواد کې د کرنې او بڼوالۍ د پراختیا او د یادو برخو د معیاري کولو په پار پرون پنج شنبه د چنګاښ ۵ مه د کابل په ولایت کې د درې میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د ټېشو کلچر لابراټوار د جوړولو چارې پیل شوې. یاد لابراټوار چې د جوړولو ټولیز لګښت یې درې میلیونه امریکایي ډالرو ته رسیږي د خصوصي سکټور له خوا په ۲۰۰ جریبه ځمکه کې جوړیږي. کرنې … نور ولولئ
افغانستان

غني: لویه څارنوالي دې پيژندل شوي فاسدین ونیسي، ایا عمل کې نیول کیدای شي؟

راپور: بشر درویش افغان ولسمشر محمد اشرف غني لویې څارنوالۍ ته ویلي چې پر فساد ککړ کسان دې وپيژني او عدلي او قضايي ارګانونو کې دې تر څار لاندې ونیسي. نوموړي دا خبرې د قانون د حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا غونډه کې کړي دي. یاده ناسته پرون د ولسمشر غني په مشرۍ په ارګ جوړه شوه. ارګ وايي، په دې غونډه کې د مالیې وزارت په عوایدو او ګمرکونو او همدا راز په ملي … نور ولولئ