افغانستان

زلمي خلیلزاد: له افغانستان سره د منځنۍ اسیا سوله‌ییزې اړیکې د امریکا په ګټه دي

لیکنه: ولمه ځلا یاران July 1, 2020 زلمي خلیل‌زاد د افغان سولې لپاره یو ځل بیا منځنۍ اسیا ته سفر پیل کړی او تر هغه وروسته به له پاکستاني چارواکو سره هم وګوري. د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګري استازي زلمي خلیل‌زاد نن پر خپلې ټوېټر پاڼه لیکلي چې د افغان سولې لپاره یې د ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغزستان هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره لیدلي دي. خلیل‌زاد لیکلي: “یو با ثباته … نور ولولئ
افغانستان

صالح: طالبان په ډیر ویاړ افغانان وژني او په اړه یې دروغ وايي

راپور: بشر درویش د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په تازه څرګندونو کې ویلي چې طالبان په ډیر ویاړ سره افغانان وژني او په عین حال کې یې په اړه دروغ وايي. نوموړي دا خبرې پر خپل ټویټر د طالبانو وروستیو بریدونو ته په غبرګون کې کړي دي. امرالله صالح وړاندې ویلي د طالبانو موخې او بریدونه افغان ځواکونو خنثا کړي او له منځه وړي دي: «د هغوی بې نومه یرغلګر اوړی مات … نور ولولئ
افغانستان

پارلماني چارو وزیر؛ فساد نه کوم، د وطن د عزت پر لباس ناولی داغ دی

راپور: بشر درویش د افغانستان په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ضیا الحق امرخیل وايي، اداري فساد یو ناولی داغ او د پرمختګ مانع دی. نوموړي دا خبرې په خپل ټویټر لیکلي دي. ښاغلی امرخیل څو اونۍ وړاندې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت ته ور وپيژندل شو. نوموړي پر ټویټر ویلي: «اداري فساد نه یوازې دپرمختګ مانع دی؛بلکې دوطن د عزت پر لباس ناولی داغ هم دی.پر ضد یې جدي مبارزه د … نور ولولئ
افغانستان

هلمند: د املوکو، کېلې، نارنجو او لیمو بڼونو ښه پایله ورکړې

راپور: بشر درویش د هلمند دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت په څېړنیز فارم کې پر یوشمېر نوو نباتاتو څېړنې رواندې دي، چې له دې ډلې د املوکو، کېلې، نارنجو او لیمو نیالګې هم په توافقي ډول تر څېړنې لاندې نیول شوي دي. د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وايي: «هلې ځلې کوو چې په دې ولایت کې د کوکنارو د کرکېلي د مخنیوي په پار بزګرانو ته … نور ولولئ
افغانستان

د جوجیتسو نړیواله درجه بندي؛ افغان لوبغاړی بیا هم لومړي مقام کې راغلی!

د افغانستان د جوجیتسو تکړه لوبغاړی حسین بخش صفري د جوجیتسو په نړیواله درجه بندي کې سږنی کال هم په لومړي مقام کې راغلی. د راپورونو له مخې د جوجیتسو نړیوال فدراسیون د جوجیتسو لوبغاړو ترمنځ نړیواله درجه بندي خپره کړه، چې پکښې افغان لوبغاړی حسین بخش صفري یو ځلې بیا لومړی ځای خپل کړی. د جوجیتسو یاد نړیوال فدراسیون د فول کانتکت په رشته کې د ازادې مبارزې افغان لوبغاړې ته ۲۰۰ نمرې ورکړې. … نور ولولئ
افغانستان

ویاړ؛ راشدخان شل اوریزه سیالیو کې د نړۍ تر ټولو ارزښتمن لوبغاړی راغلی!

د ویزډن په نوم یوې هندۍ نړیوالې ورزشي ویبپاڼې د خپلې میاشتنۍ مجلې په خپرولو سره افغان لوبغاړی راشدخان ارمان شل اوریزه لوبو کې د ۲۱مې پيړۍ تر ټولو ګټور او ارزښتمن لوبغاړی اعلان کړی. یاده ورزشې ویبپاڼه د کرکټ په نړۍ کې ډېر لیدونکې او لوستونکې لري، چې د هر لوبغاړي لوبې یې څېړلې او د هغه کارکردګۍ ته په کتلو سره یې نمرې ورکړې. د یادو نمرو په اساس افغان لوبغاړی راشدخان ارمان … نور ولولئ
افغانستان

هلمند کې د کب او هېلیو روزنه؛ دوه ستر فارمونه یې ورغول شول

راپور: بشر درویش د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د کب او هېلیو روزنې فارمونه ورځ تر بلې ډېریږي او په دې برخه کې د خلکو لېوالتیا ډېریږي. د افغانستان د کرنې وزرات یوه خبرپاڼه کې د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو له قوله ویلي، چې د هلمند د کرنې ریاست له خوا تېر کال ددې ولایت په څېړنیز فارم کې د کب روزنې دوه ستر … نور ولولئ
افغانستان

ننګرهار: یو استاد د دوو کلونو په تنخوا محصلینو ته د کبانو د روزنې فارم جوړول پیل کړل

راپور: بشر درویش د ننګرهار کرنې پوهنځي یو استاد د خپلو دوو کلونو په تنخوا یاد پوهنځي کې د کبانو د روزنې فارم جوړول پیل کړل . د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد پوهاند ډاکټر رضوان الله نادري د خپل دوه کلونو میاشتنۍ تنخوا باندې چې نږدې یو نیم میلیون افغانۍ کیږي،په یاد پوهنځي کې د کبانو د روزنې د تحقیقاتي فارم جوړول پیل کړل . د یاد ولایت د رسنیو دفتر ویلي؛ د … نور ولولئ
افغانستان

د وحید عمر په مشرۍ بیا کروناضد عامه پوهاوی پیلیږي؛ پخوانی حساب او څه اړتیا؟

لیکنه: بشر درویش د افغانستان حکومت تازه ویلي چې یو ځل بیا د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه عامه پوهاوی پيلیږي. دا خبره د افغانستان د کابینې په غونډه کې شوې ده. یاد ناسته کې که څه هم د وحید عمر نوم نه دی اخیستل شوی، خو دا چې پخوا یې دا اداره او پروسه رهبري کوله، نو اوس به هم حتماً همدا مسوولیت لري. ارګ ویلي دا غونډه پرون دوشنبه جوړه شوې … نور ولولئ
افغانستان

کریم صادق: که مو تخنیکي مشران لرلای، کرکټ مو پرمختګ کاوه!

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبغاړي کریم صادق په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، که مو تخنیکي مشران لرلای، نو د افغانستان کرکیټ ډېر پرمختګ کاوه. کریم صادق د زن ټلویزیون سره په یوې مرکه کې ویلې، چې د کرکټ په هر بخش کې نمګړتیاوې شته او د اصلاحاتو راوستلو لپاره د کرکټ بورډ اوسني مشران باید ګامونه واخلي. هغه زیاته کړه: «د تخنیک له لحاظه اکثره مشران کمزوري وه، که مو تخنیکي … نور ولولئ