افغانستان

افغان پسُت شرکت سره د قونسلي خدمتونو د رسولو هوکړه لیک لاسلیک شو

خبر: بشر درویش د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو ریاست او افغان پسُت دولتي شرکت تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو. د افغان وګړو لپاره د قونسلي خدمتونو د رسولو په برخه کې د اړینو اسانتیاوو برابرولو، د مصدقه اسنادو د خدمتونو د وړاندې کولو د کچې لوړولو، او په خپل وخت سره د خدمتونو د ترسره کولو په موخه، د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو ریاست او د افغان پُست … نور ولولئ
افغانستان

د برتانیا سفیره: د سولې خبرې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت غواړو

راپور: بشر درویش د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر په افغانستان کې د بریتانیا له سفیرې الیسون بلیک سره د ټیلیفوني اړیکې په ترڅ کې خبرې وکړې. د بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ دواړو لوریو د کویید ۱۹ ناروغۍ نړیوالې تجربې په اړه خپل نظریات شریک کړل او په افغانستان او انګلستان هېوادونو یې د دې ناروغۍ د ناوړه اغیزو په هکله خبرې وکړې. د بحث اصلي موضوع د بهرنیو … نور ولولئ
افغانستان

قلم پلورونکې انجلۍ؛ پلار مې جګړې واخیست، د مور اوښکې مې تر اوسه نه دي ولاړې

ليکنه: شپنه سلګۍ د جلال اباد ښار په سوځوونکې ګرمۍ کې یې د کاغذي کارتن ټوټه پر ځانَ وهله، خو لا یې هم څاڅکی څاڅکی خولې پر مخ او اننګیو را ماتې وې. زاړه خو پاک کالي یې اغوستې وو، شکېدلې پلاستیکي چپلکې یې په پښو وې. پر سوربخونو ګورګوتو وېښتانو یې سپين رنګی ټیکری اچولی و. َ جینۍ به د لسو کلونو شاوخوا وه. فاطمه نومېده، د جلال اباد ښار د بنګړیوالو کوڅې ته … نور ولولئ
افغانستان

د افغان، اذربایجان او ترکمن ولسمشرانوګډه غونډه؛ د سوداګریزو بندرونو د معیاري کیدو ژمنې وشوې

راپور: بشر درویش د افغانستان، اذربایجان او ترکمنستان هیوادونو د جمهوررئیسانو ترمنځ درې اړخیزه ناسته د افغان ولسمشر محمداشرف غني په نوښت پرون له غرمې مخکې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه. ارګ وايي، په دغه ویډیو کنفرانس کې جمهوررئیس غني د اذربایجان جمهوررئیس الهام علي اوف او د ترکمنستان جمهوررئیس قربانقلي بردي محمدوف ته د ښه راغلاست پرمهال له افغانستان سره د اذربایجان او ترکمنستان د هر اړخیزو همکاریو او لاجورد دهلېز د … نور ولولئ
افغانستان

په جمعیت ګوند کې تازه کشمکش؛ ایا د رباني لرې کول به د ګوند د ویش سبب شي؟

ژباړه: نسیمه محمدي د افغانستان د جميعت اسلامي ګوند د مشرتابه پلاوي يو شمېر غړو د ګوند د اجراییه رییس عطا محمد نور په مشرۍ په جوړه شوې غونډه کې اعلان کړه، چې دوی صلاح‌الدین رباني د ګوند له ریاست څخه لرې کړی دى. صلاح‌الدین رباني نېږدې یوه لسیزه د مخه د پلار(برهان‌الدین رباني) تر وژل کېدو وروسته د ګوند مشر وټاکل شو، چې د افغانستان پخوانی ولسمشر او د جميعت ګوند بنسټ ایښودونکی او … نور ولولئ
افغانستان

پنتاګون: طالبان له القاعدې ډلې سره مرستې کوي

لیکنه: ولمه ځلا د امريکا دفاع وزارت يا پنتاګون وايي چې طالبان تر افغانستان هاخوا هم له القاعدې ډلې سره مرسته کوي، خو طالبان یې بيا ردوي. د امريکا دفاع وزارت يا پنتاګون د امريکا کانګرس ته د افغانستان د امنيتي وضعيت په هلکه د رېپوټ ورکولو پر مهال زياته کړې چې د وسله‌والو طالبانو له القاعدې ډلې سره د هند په نيمه وچه کې مرسته کوي او د دوی سرتېري وژني. پنتاګون دا هم … نور ولولئ
افغانستان

لغمان – قرغیو کې د شېدو ټولولو ستر مرکز جوړیږي

راپور: بشر درویش د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې ددې ولایت د قرغیو په ولسوالۍ کې د شېدې ټولولو د یو ستر مرکز د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه. د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې د لغمان د کرنې رییس انجنیر محمدجمیل خوشحال له قوله وايي، د شېدې ټولولو دغه مرکزونه چې دکرنې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه جوړیږي، د جوړولو لګښت یې څلور میلیونه افغانۍ ده، چې د جوړولو … نور ولولئ
افغانستان

د ولسمشرغني تازه مناظره؛ د هغه نغدې ژمنې او ورک عمل؛ څه ته اړتیا ده؟

لیکنه: بشر درویش افغان ولسمشر محمد اشرف غني تیره شپه له ملي ټلویزیون سره یوه مناظره کې پر یو شمیر مسایلو خبرې وکړې. موږ یې لومړی یو څو خبرې را اخلو. نوموړي د سولې په اړه خپلو خبرو کې وویل چې حکومت یې ورته رښتینی دی، دا چې تورونه پرې لګول کیږي د یو شمیر کړیو کار دی. ولسمشر غني بیا د تیر په څیر وویل چې سوله کې د افغانستان ارزښتونه پام کې نیسي، … نور ولولئ
افغانستان

لغمان کې په ۴۰۰ هکټاره ځمکه کې د بیرې ځنګل جوړول پيل شول

راپور: بشر درویش دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت اړوند دقرغیو ولسوالۍ د درونټې دبرېښنا بند د څېرمه د خاورینو غوڼډیو په لمنو کې د تراس په ډول دیوه منظم ځنګل دجوړېدو لړۍ پیل شو، چې په ترڅ کې یې د یادې سیمې په ۴۰۰ هکټاره ځمکه کې د بېرې ځنګل جوړیږي. د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې د یاد ولایت د کرنې رییس انجنیر محمدجمیل خوشحال له قوله … نور ولولئ
افغانستان

افغانستان او ګډ تعلیم؛ هغو نجونو ته چې نوې پوهنتون ته بریالۍ شوي – ملیحه ناصري

لیکنه: ملیحه ناصري د افغانستان زده‌کړیز سیسټم له ځينې نورو هېوادونو سره توپیر لري. دلته ښوونځي (لومړني/ ثانویه) فرق کوي. ټيټ ټولګي ګډ وي، خو د لېسې دورې چې دننه شي، بیا نو نجونې نسوان لیسو ته او هلکان، ذکور لیسو ته ځي. د دوی زده‌کړیز چاپېریال سره جلا کېږي او تر ځوانۍ یو له بله لرې پاتې کېږي. چې په دې سره د اسلام تر څنګ، فرهنګ/ کلتور، ټولنیز دودونه، کورني بندیزونه ټول مراعات … نور ولولئ