افغانستان

حمدالله محب: د دښمن راکټي حملې بې ځوابه نه پاتېږي!

د هیواد د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمد الله محب ویلې، چې د دښمن راکټي حملې به بې ځوابه پاتې نشي. حمد الله محب کنړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې په سرکاڼو ولسوالۍ کې له هغه کوره لیدنه وکړه، چې پکې د پاکستاني پوځ راکټ لګېدلی او خلک پکښې شهیدان او زخمیان شوې ول. ښاغلي محب په پیل کې د یادې کورنۍ غړو او ددې ولسوالۍ مشرانو سره غم شریکي وکړه، ددې پېښي … نور ولولئ
افغانستان

د ناکامورا د وژنې په تور یو تن ونیول شو

راپور: بشر درویش د افغانستان ملي امنیت شورا ویلي چې د ناکامورا د وژنې په تور یې یو تن نیولی دی. دا خبرې د یادې شورا سلاکار حمدالله محب ننګرهار ته د خپل سفر په ترڅ کې کړي دي. ښاغلی محب ننګرهار ته ددې ولایت د امنیتي وضعیت څیړنې په موخه راغلی دی. هغه پرون مازیګر ناوخته ننګرهار رارسیدلی او ماسختن مهال یې له چارواکو، علماوو او عامو خلکو سره لیدلي دي. ښاغلي محب په … نور ولولئ
افغانستان

د افغان ډاکټرانو د تخصصي او مدیریتي دندو لپاره طرحه جوړیږي

راپور: بشر درویش د افغانستان په روغتونونو کې د ډاکټرانو د تخصصي او مدیریتي دندو د تفکیک لپاره د یوې طرحې جوړیدو غوښته شوې ده. دا غوښتنه د افغانستان د کابینې په پرونۍ ناسته کې شوې. دې ناسته کې کابینې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ته دنده وسپارله چې عامې روغتیا وزارت سره په همکارۍ په روغتونونو کې د ډاکترانو د تخصصي او مدیریتي دندو د تفکیک لپاره یوه طرحه ترتیب کړي. … نور ولولئ
افغانستان

افغان کابینې د سولې لپاره د حنیف اتمر هڅې وستایلې

د افغانستان کابینې په ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هلې ځلې وستایل شوې. د کابینې دا غونډه پرون دوشنبه ترسره شوې ده. ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه لیکلي: «د کابینې غونډې د سولې لپاره د سیمه ییزې او بین المللي اجماع د جوړولو په موخه د بهرنیو چارو وزارت د نوماند او سرپرست وزیر اقدامات او هڅې او د خبري کنفرانس جوړولو او هیوادوالو ته د مشورتي غونډو او «د افغانستان د سولې … نور ولولئ
افغانستان

ټرمپ: دا دروغ دي چې ټاکنې به ونه ګټم، ټولپوښتنې جعلي دي

خبر: بشر درویش د امریکا ولسمشر په تازه څرګندونو کې ویلي چې دا دروغ او هسې خبره ده چې بیا به ټاکني ونه ګټي. هغه دا خبرې تازه مرکه کې کړي دي. ټرمپ ویلي چې دا زه به انتخابات ونه ګټم او هغه څیړنې چې زما د ناکامیدو خبر ورکوي دا ټول دروغ او جعلي دي. هغه له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي چې دا نظریې په ۲۰۱۶م کال کې هم جعلي وې … نور ولولئ
افغانستان

ننګرهار-خوګیاڼو کې د کوکنارو مخنیوی او د خلکو غبرګون؛ ۸۶ شنې خونې جوړې شوي

د افغانستان د کرنې وزارت راپور راخیستونکی: بشر درویش د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د کرنې دودې او کلیوالي پراختیا پروژه (CBARD) د ننګرهار په خوګیاڼو کې د لوړ ارزښت لرونکو کرنیزو محصولاتو د دودولو او د کوکنارو د کرکېلي او تولید د مخنیوي په پار ۴۰ لویې شنې خونې نارینوو او ۴۶ کوچنۍ شنې خونې ښځینه بزګرو ته جوړې کړي دي. د خوګیاڼو ولسوالۍ د ګرمې هوا او په زیاته کچه د … نور ولولئ
افغانستان

فقیر ملت او ملي دسترخوان: پرځای که بې ځایه تګلاره؟

لیکنه: بشر درویش افغان حکومت د ملي دستورخوان په نوم یوه تازه برنامه پرانیستې ده. دا برنامه پرون افغان ولسمشر اشرف غني رسماً پيل کړه. ښاغلي غني وویل دا ګام یې د ملت د ستونزو د حل په موخه اخیستی دی. هغه زیاته کړه: «نن هغه ورځ ده چې موږ د دې برنامې په پرانېستو سره په ټولنیز تړون کې یو بل ګام پورته کړ. په راتلونکو کلونو کې زموږ نهایي هدف دا دی چې … نور ولولئ
افغانستان

د غوریانو دورې د تاریخي اسنادو مجموعه د افغانستان ملي ارشیف ته وسپارل شوه

راپور: بشر درویش افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون شنبه د غوریانو دورې د تاریخي اسنادو مجموعه د افغانستان ملي ارشیف ته وسپارله. ښاغلي غني دا مجموعه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې وسپارله. ښاغلي غني له خواجه میرزامحمد څخه د غوریانو دورې تاریخي اسنادو مجموعې له تسلیمولو او د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرست طاهر زهیر ته د هغو له سپارلو مننه وکړه. هغه وویل: «نن د ډېرې خوښۍ ځای دی چې زموږ یوه علمي … نور ولولئ
افغانستان

کندهار کې بزګران د نباتي ناروغیو او افتونو د مخنیوي لارې چارې زده کوي

راپور: بشر درویش د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د مرکز په ګډون په څلورو ولسوالیو کې د بزګرانو د سیمه ییزو ښوونځیو «FFS» له لارې بزګرانو ته د نباتي ناروغیو او افتونو د مخنیوي لارې چارې ور زده کوي. افغان کرنې وزارت ویلي چې دا چاره د بزګرانو د لا ښې روزنې په موخه پيل کړې ده. په دې روزنیزو پروګرامونو کې د کندهار د کرنې ریاست د فني کارکوونکو … نور ولولئ
افغانستان

د تاوتریخوالي پر زیاتیدو د افغانستان او امریکا اندیښنه؛ جګړه باید ودریږي

راپور: بشر درویش افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام د ملي امنیت سلاکار رابرت اوبراین سره وغږید. ارګ وايي، ددې خبرو پرمهال د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم حضور درلود. ارګ ویلي چې په دغه ټلیفوني مکالمه کې رابرت اوبراین وویل، د امریکا متحد ایالتونه له متحد، خپلواک، ولسواک او واحد افغانستان څخه چې دوباره د تروریستانو لپاره په امن ځای بدل نه شي، ملاتړ کوي. په دې … نور ولولئ