افغانستان

د افغانستان نهه نامتو ګوندونه

ژباړه: ملیحه ناصري په افغانستان کې له پخوا راهیسې ګوندونه رغېدلي، خو تر ټولو ډېر چې جوړ شول هغه د شوروي پر وړاندې د جهاد وخت و. دغه ګوندونو کې چې د پخوانۍ شوروي پر وړاندې سره یو شوي وو، ډېری یې د شورویانو تر ماتولو وروسته د خپلمنځيو شخړو له کبله یو د بل پر خلاف سره جګ شول. د نوي سیاسي نظام تر راتګ او د بُن تر کنفرانس وروسته، دوی خپل فعالیتونه … نور ولولئ
افغانستان

هلمند: له درې کلنو څیړونو وروسته د رومیانو اصلاح شوي تخمونه پروسس کیږي

راپور: بشر درویش د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت په څېړنیز فارم کې پر یوشمېر سبو او ترکاریو څېړنې روانې دي. د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې د یاد ولایت د کرنې ریاست د چارواکو له قوله وايي، ددغو سبو له ډلې یو هم رومي بانجان دي، چې د مورني (breader Seed) تخم تولید او پروسس لړۍ یې پیل شوې ده. د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وویل: «دغه اصلاح … نور ولولئ
افغانستان

د افغان سولې تازه حال: ولسمشرغني وايي د ښځو د شرعي او قانوني حقونو ملاتړ یم

راپور: بشر درویش افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې په پروسه کې دی د ښځو د شرعي او قانوني حقونو ملاتړ کوي. نوموړ دا خبرې د سولې پالیسي جوړولو کې د ښځو د واحد غږ مشورتي ګروپ سره غونډه کې وکړې. هغه وویل: «د افغانستان د اساسي قانون دفاع د هر افغان مهم مسوولیت او دنده ده؛ د سولې مذاکراتي ټیم څخه غواړم چې د اساسي قانون او جمهوریت پر دفاع ټینګار وکړي. اوس … نور ولولئ
افغانستان

ګردیز کې دوه سربندونه او کانالونه جوړیږي؛ زرګونه جریبه ځمکه به خړوبوي

راپور: بشر درویش د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د مرکز ګردیز اړوند د ابراهیم خېلو او صادق خېلو د سربندونو او کانالونو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ډېر ژر به یې ودانیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. د افغانستان د کرنې وزارت چارواکو د یاد ولایت چارواکو له قوله وایي، چې د صادق خېلو د سربند او کانال چارې … نور ولولئ
افغانستان

کلیوالي سیمې او د اوبو شبکې

لیکنه: مصطفی سالک د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د څښاک د اوبو نشتوالی او کموالی هغه ستونزه ده چې اړوند کارپوهان یې هیښ کړي دي، د امریکې متحدو ایالتونو د یوې سروې له مخه له ۲۰۰۴ م کاله تر ۲۰۱۲م کاله پورې د افغانستان تر ځمکې لاندې اوبو کچه ۱.۴ متره ښکته شوې وه خو په دغه هیواد کې سپیره وچکالي او په نافني ډول د اوبو کارول ددې لامل شول چې … نور ولولئ
افغانستان

صالح، ولسي جرګې ته: ټولنه کې د ځان په اړه فکر وکړئ، د غریب له خولې ډوډۍ مه باسئ

راپور: بشر درویش د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د ولسي جرګې د وروستي اقدام غبرګون کې پر دې جرګې نیوکې کړي دي. ولسي جرګې پرون د ملي دسترخوان په نوم د حکومت هغه پلان رد کړ چې له مخې یې په افغانستان کې له بیوزلو سره مرستې کیږي. امرالله صالح دې کار ته په غبرګون کې ویلي چې که دا برنامه په دې موخه رد شوي وي چې نړیوال بانک به دا … نور ولولئ
افغانستان

اقتصادي وده؛ پکتیا کې د پیازو او کچالو ۸۱ زېرمتونونه جوړیږي

راپور: بشر درویش د افغانستان د کرنې وزارت وايي، د پکتیا په ولایت کې د کرنیزو محصولاتو دمدیریت د پروژې اړوند د کچالو او پیازو د ۸۱ صفر انرژۍ سړوخونو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې تر راتلونکو میاشتو پورې به یې ودانیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دغو جوړېدونکو سړوخونو کې د کچالو ۴۰ بابه او … نور ولولئ
افغانستان

د افغانستان، امریکا او ازبکستان ګډه ناسته؛ د ډلګیو پر جوړیدو موافقه وشوه

راپور: بشر درویش د افغانستان، امریکا او ازبکستان ترمنځ لومړۍ درې اړخیزه ناسته ترسره شوه. دا ناسته پرون د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په انلاین کوربتوب جوړه شوې وه چې د درواړو هیوادونو د بهرنیو چارو او تجارت وزارتونو معینانو په کې ګډون کړی و. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې ناسته کې ددې وزارت د اقتصادي چارو معین میرویس ناب ګډون کړی و. ښاغلي ناب د … نور ولولئ
افغانستان

د شخصیت بحث؛ افغان ټولنيزې رسنۍ او مستعار اکاونټونه

جاپانیان د شخصیت پیژندني تعریف داسې کوي او وایي، چې انسان درې څېري لري؛ یوه هغه څېره ده په کومه، چې دوی د خپلې کورنۍ سره مخ کېږي او رویه کوي. دوېیمه هغه څېره ده، چې دوی یې د بهر خلکو او دوستانو سره پرې مخ او رویه کوي. او درېیمه د ده دروني/ باطني څېره، چې دا څوک دی او په حقیقت کې څه کول غواړي، نو دغه درېیمه یانې دروني څېره د دې … نور ولولئ
افغانستان

له موقف څخه ناوړه ګټه اخيستل؛ هغه څه چې خلک یې کولی شي

ليکنه: شپنه سلګۍ له موقف څخه ناسمه ګټه اخیستنه هغه موضوع ده چې په ‌هېواد کې ولسونو ته د ورځنیو چارو په ترسره‌‌کولو کې د خنډ سبب ګرځي او دا ډول کړنې د ملت او حکومت ترمنځ د واټن رامنځته کېدو لامل هم کېږي. هر هغه حکومتي یا ناحکومتي چارواکی، چې له خپل رسمي موقف څخه ناسمه ګټه پورته کوي، نه یوازې دا چې ملت ته یې زیان اوړي، بلکې د حکومت او هغه خصوصي … نور ولولئ