ادبیات

ولسمشر، ټپه او موږ

زاهده پام کوه چې بیا ټپې ته بد ونه وی ملاله وګوره په يوه ټپه میوند اخلي خبره د ټپې څه ده، چې ولس ترې لویه ډنډوره جوړه او ولسمشر یې پرې محکوم کړو. بېشکه چې هر ملت خپلې حماسې لري، او دغه حماسې د ملت د فرد فرد په خوله باندې تکراریږي، په ښار او بانډو کې پرې خلک پوهیږي، د اړتیا پربنسټ پرې استدلال کوي، د افغان خاوري هم دغسې حماسې زیږولي دي، … نور ولولئ
افغانستان

امیتابچن سره د لیدلو په موخه یوه هراتي خپل کور پرېښی + ویډيو

لیکنه: محمدصابر حمیدي د هرات ولایت یو سړی، چې د هندي نامتو هنرمند امیتابچن یو لوی مینه‌وال دی، له څلورو ورځو راهیسې له هغه سره د لیدلو په موخه له کوره وتلی او د هرات په کوڅو کې ژوند کوي. د عبدالستار په نامه یو سړی، چې د شپږو ماشومانو پلار دی او ټکسي چلونکی دی، له «۸ صبح» سره په خبرو کې وویل، خپله کورنۍ یې قانع کړې، چې د امیتابچ د لیدلو لپاره … نور ولولئ
افغانستان

افغان فلم د بيرغ ملي ورځ ولمانځله

خبريال: مدثر دعوت د افغان فلم ادارې د ملي بيرغ ملي ورځ ولمانځله. افغانستان کې د سېنما يوازنۍ دولتي ادارې ” افغان فلم” د بيرغ ملي ورځ ولمانځله. د زمري اوومه چې په ټول افغانستان کې د بيرغ د ملي ورځي په نوم ياديږي،نن د افغانستان په ټولو ولايتونو کې په خورا شانداره ډول ولمانځل سوه. د افغان فلم اداره چې اونۍ وړاندي ۵۲ کلنه سوه، رئيسي صحرا کريمي يې نن پر خپل ټويټر پاڼي … نور ولولئ
ادبیات

ملى بيرغ – شپنه سلګۍ

زمونږ روح دى زمونږ ځان زمونږ بيرغ دى د خپل ځان نه مونږ ته ګران زمونږ بيرغ دى دي زمونږ بيرغ کې پټ زمونږ روحونه په روحونو کې مو پټ دې بيرغونه مونږ په دې بيرغ کې لوستې کتابونه کتابونه،کتابونه تاريخونه غنچکونه،ګلابونه بهـــارونه هر افغانه هر افغان زمونږ بيرغ دى زمونږ ټول افغانستان زمونږ بيرغ دى ****** دا بيرغ دې تل په ټول وطن رپيږي دا بيرغ دې د هر چا په زړه وريږي دا … نور ولولئ
افغانستان

هلمند: د بيرغ ملي ورځي لمانځنه او زر متره بيرغ

خبريال: مدثر دعوت هلمند کې د ملي بيرغ ملي ورځ ولمانځل سوه. د زمري اوومه چې د بيرغ د ملي ورځي سره برابره ده، نن په هلمند کې په شاندارو مراسمو سره ولمانځل سوه. پدې مراسمو کي چې د هلمند د والي په ګډون، ملکي او نظامي چارواکو شتون درلودی،سرتېرو او عامو وګړو هم پکښې ګډون کړی وو. د بيرغ د پورته کېدو تر مراسمو وړاندي د هلمند والي جنرال ياسين خان له ولسمشر محمد … نور ولولئ
افغانستان

د ملي بیرغ ورځ؛ د افغانستان د تور، سور او شین بیرغ لنډه تاریخچه

لیکنه: ملیحه ناصري نن د زمري اوومه( ۱۳۹۹/۵/۷) د ملي بیرغ ورځ ده. د زمري اوومه نېټه د افغانستان دولت له لوري د بیرغ ورځ ټاکل شوې او پر دې ورځ به خلک ملي توغ په ځانګړو مراسمو کې نمانځي. د دې ورځ د نمانځلو په پار غونډې جوړېږي, ځانګړي مراسم ترسره کېږي. سږکال د افغانستان دولت مسوولینو ویل شوي چې له هېوادوالو مو هیله ده د خپلو کورونو پر سر یو- یو ملي بیرغ … نور ولولئ
افغانستان

ملي بیرغ؛ د خپلواکۍ، سوکالۍ او پېژندګلوۍ نښه

لیکنه: یاسر تکل د ملي بیرغ د ورځې په مناسبت، د بیرغ اړوند ځينې مهم مسايل په دې ليکنه کې ولولئ! د زمري اتمه په افغانستان کې د بيرغ د ملي ورځې په نامه سره نمانځل کېږي. په همدې خاطر د ملي بیرغ په اړه ځینې مهم معلومات درسره شریکوم. د افغانستان د بيرغ رنګ د افغانستان بیرغ له دريو تور، سور او زرغون رنګه ټوټو څخه جوړ دى. درې واړه ټوټې په مساوي ډول … نور ولولئ
افغانستان

د انجې کرکېلي ته د بزګرانو لېوالتیا؛ دا څه ډول بوټی دی او څه لپاره کارول کیږي؟

راپور: بشر درویش په هلمند ولایت کې د انجې کرکيله او سوداګري په غوړېدو ده او هلمندي بزګران انجې (هنګ) کرکېلي ته لېوال شوي دي. د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، دوی هلې ځلې کوي چې په دې ولایت کې د کوکنارو د کرکېلي د مخنیوي په پار بزګرانو ته نوي ارزښت لرونکي کرنیزې توکي ور وپېژنې. د کرنې وزارت د ښاغلي الکو له قوله ویلي چې په همدې موخه … نور ولولئ
افغانستان

هلمند کې د ۱۵۱ عصري ممیزخونو د جوړولو چارې ژر بشپړیږي

راپور: بشر درویش د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژې په اډانه کې د ۱۵۱ عصري ممیزخونو د جوړولو چارې پیل شوې، چې اوس د بشپړېدو په درشل کې دي او ډېر ژر به یې پاتې چارې بشپړ او د انګورو بڼوالو په واک کې به ورکړل شي. د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه د یاد ولایت د کرنې رییس زلمی الکو له قوله … نور ولولئ
افغانستان

برېښنا شرکت: د ۲۰۰ ميګاواټه وارداتي برښنا چاره کوو

راپور: ملیحه ناصري د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې دوی خپلې جدي هڅې کوي، څو له ازبکستانه ۲۰۰ میګا واټه برښنا بیرته وتړل شي. تاجکستان وړمه ورځ تازه ویلي چې د اوبو د کمښت له امله نشي کولی افغانستان ته له ژمنې سره سم ۳۵۰ میګاواټه برق ورکړي. د افغانستان د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي ازادي راډیو سره مرکه کې ویلي، کله چې د ازبکستان برق وصل شي، د پلازمېنې او ځينو نورو ولایتونو … نور ولولئ