افغانستان

عباس ستانکزی: د غرب فشار او غوښتنو ته نه تسلیمېږو

د افغانستان نوی حکومت وايي نړیوال یوازې ددې لپاره اقتصادي فشارونه راولي چې د دوی خبرې ومنل شي. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیرعباس ستانکزي نن په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې نړیوال پر دوی فشارونه راولي او هڅه کوي پر دوی خپلې خبرې ومني، نو له همدې امله یې اقتصادي فشارونو ته مخه کړې ده. هغه یو ځل بیا ویلي چې د اقتصادي فشارونو په تړاو د امریکا اقدامات د … نور ولولئ
افغانستان

نیویارک ټایمز: پاکستان باندې دې د امریکا مرستې بندې شي، له افغانستان سره د مستقیمې اړیکې اړتیا ده

امریکا باید د پاکستان پر وړاندې پر خپله تګلاره له سره کتنه وکړي. نیویارک ټایمز په یوه تحلیل کې ویلي، امریکایي سیاستوال او ډېری پالیسي جوړوونکي په دې باور دي چې په افغانستان کې د امریکا د ماتې تر ټولو ستره مسوولیت پر پاکستان دی نو له همدې امله امریکا ته په کار ده چې نور دې پر دغه هېواد له تکیه کولو لاس واخلي. په مطلب کې راځي له پاکستان سره دې نظامي همکارۍ … نور ولولئ
افغانستان

خلیلزاد: د پخواني حکومت د سقوط لامل ولسمشر غني او صالح دي

خلیلزاد یو ځل بیا د پخواني حکومت د سقوط پړه پر اشرف غني او د هغه پر شاوخوا کسانو اچولې ده. خلیلزاد له یوې رسنۍ سره په تازه مرکه کې ویلي، اشرف غني او امرالله صالح په خیالي نړۍ کې ژوند کاوه. دده په وینا دوی هېڅکله په دې باور نه کاوه، چې امریکا به خپل سرتېري له افغانستان وباسي او په خبره یې اشرف غني ډاډه وو، چې امریکا یوازې د سرتېرو د ایستلو … نور ولولئ
افغانستان

لوی درستیز پر ډیورنډ کرښه د نظامیانو پر ښه چمتوالي ټینګار کړی

د افغانستان ا.ا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز قاري فصیح الدین د ډیورنډ فرضي کرښې څخه د لیدنې په موخه ننګرهار ولایت ته سفر کړی دی. نوموړي په ننګرهار کې ګاونډیو هېوادونو ځانګړې توګه له پاکستان سره پر پوله د نظامیانو پر ښه چمتوالي او پیاوړتیا ټینګار کړی دی. په همدې حال کې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی دی چې له افغانستان سره پر کرښه د اغزن سیم پر سر رامنځته شوې ستونزه حل شوې … نور ولولئ
افغانستان

اسلامي امارت د پوتین د وروستیو څرګندونو هرکلی کړی

د‌ اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د وروستيو څرګندونو هرکلی وکړ. پوتین په تازه څرګندونو کې يې ويلي، چې د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد(ص) ته سپکاوی د بيان ازادي نه، بلکې د دیني ازادۍ مخالفت او د مسلمانانو احساساتو ته سپکاوی دی. د روسیې ولسمشر دا هم ويلي، چې هېواد يې د طالبانو د حکومت په رسميت پېژندلو لپاره هڅه کوي او د افغانستان د کنګل شویو … نور ولولئ
افغانستان

پوتین: د افغانستان اقتصاد دې هغوی ورغوي چې ړنک کړی یې دی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، افغانستان اقتصادي مرستو ته اړتیا لري، خو لومړی باید امریکا او ناټو چې له شلو کلونو راهیسې په افغانستان کې حضور درلود، مرستې وکړي. نوموړي ویلي اوس باید د افغانستان له خلکو سره مرسته وشي او دا مرستې باید تر ټولو لومړی د هغو هېوادونو له خوا ورکړل شي، چې د افغانستان اقتصاد او ټولنې ته یې ستر زیان رسولی دی. پوتین ویلي که د افغانستان کنګل شوې پیسې … نور ولولئ
افغانستان

د م.م امنیت شورا د افغانستان په اړه نوی پرېکړه لیک تصویب کړ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو د اسانتیا په موخه نوی پرېکړه لیک صادر کړی دی. ددغه پرېکړې له مخې نړیوال مرستندویه بنسټونه او هېوادونه کولی شي په ډاډه زړه خپلې بشردوستانه مرستې افغانستان ته ورسوي. امنیت شورا وایي افغانستان له اقتصادي سقوط سره مخ دی نو له همدې امله د افغانستان له خلکو سره اقتصادي او بشردوستانه مرستې له هر ډول خنډونو او بندیزونو خوندي دي. سرچینې همدا … نور ولولئ
افغانستان

ملګري ملتونه کابل کې د خپل امنیت لپاره امنیتي ادارو ته پیسې ورکوي

ملګري ملتونه د خپلو دفترونو او کارکوونکو د ساتنې لپاره طا لبانو ته تنخوا ورکوي. رویټرز په یوه راپور کې ویلي، ملګري ملتونه غواړي چې په افغانستان کې د خپل ماموریت، دفترونو او عملیاتي پروګرامونو د ساتنې لپاره طا لبانو ته شپږ میلیونه ډالر ورکړي. دغه پیسې به هغو کسانو ته ځانګړې کېږي چې د ملګرو ملتونو د دفترونو امنیت خوندي کوي. له دې پیسو به یادو امنیتي کسانو ته تنخوا او خواړه برابرېږي. راپورونه … نور ولولئ
افغانستان

بلینکن: د افغانانو وضعیت څارو، اړین وخت کې به اقدام کوو

امریکا وايي له افغانستان سره د لا ډېرو مرستو په لټه کې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، دوی د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او په دې پوهېږي چې دغه هېواد له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی. دده په وینا تر دې دمه هم امریکا د افغانستان تر ټولو ستر مرستندویه هېواد دی او هڅه کوي له افغانانو سره لا ډېرې مرستې وکړي. بلینکن … نور ولولئ
افغانستان

پیتریوس: امریکا په افغانستان کې خپل سفارت نه پرانیزي

ښايي امریکا په کابل کې د خپل سفارت له پرانیستلو ډډه وکړي. د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې پخواني مشر دیوید پتریوس په تازه څرګندونو کې ویلي، چې امریکا او طا لبان په خپلو کې یوه هوکړه لري چې په هغه کې مهم شرطونه راغلي دي؛ خو داسې ښکاري چې طا لبان دغه شرطونو ته ژمن نه دي. دده په وینا د ښځو د امنیت تامین، زده کړو ته د دوی پرېښودل، د کار … نور ولولئ