افغانستان

یو اګسټ او درې ورځې؛ افغانان باید څه وکړي؟

لومړی: په ۱۴ د اګسټ  پاکستانیان د آزادۍ دعوه کوي، خپل د آزادۍ جشن لمانځي، وايي، مونږ آزادي اخیستي. کومه آزادي؟ د څه آزادي؟ او له چا نه آزادي؟ پاکستان آزاد شوی نه دی بلکې یو انګرېز تاسیس کړی، د تجزیې په صورت کې رامنځته شوی دی؛ د دوه سره لرونکي چاړه یو سر یې د افغانستان په ټټر دننه کړ او بل سر یې د هندوستان په ټټر، د همدې چړې په ملا اوس … نور ولولئ
افغانستان

خلیلزاد: پر کوفي بریدغندم. صالح: افغانستان سره د طالبانو دښمني له حده وتلې

راپور: بشر درویش د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر فوزیه کوفي وروستی برید غندلی دی. زلمي خلیزاد په همدې پلمه خپرو کړو ټویټونو کې ویلي چې ژر تر ژره دې بین الافغاني خبرې پیل شي. اغلې کوفي د تیرې جمعې په ماښام د پروان – کابل پر لویه لاره د نامعلومو وسله والو لخوا په وسله وال برید کې ټپي شوې وه. زلمي خلیلزاد، اغلې کوفي د … نور ولولئ
افغانستان

شاعر، ملا او فیسبوکي غبرګون؛ څه سم، څه ناسم وه او کوم پیغامونه یې راکړل؟

لیکنه: غازي عابد اول ډیر ویاړم چې زموږ زوړ، پوخ او ځوان قشر داسې یوه حالت ته تقریباً رسیدلی چې د بحران و جنجال تر ۸۰ سلنه حال په خبرو او ناسته کې ویني، نه د ټوپک ډز او په کوتکونو وژنه کې ! کیسه دا ده چې څو ورځې وړاندې کونړ ولایت کې یوه سیمه ییز شاعر په خپل لیکلي شعر کې لږ له پولو واوښت او یو شمیر مشرانو ته یې سپکاوی وکړ. … نور ولولئ
افغانستان

طالبان: حکومت سره خبرې نه کوو. صدیقي: طالبان د هیڅ قوم استازولي نه کوي

راپور: بشر درویش د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وايي، طالبان دې جګړه پای ته ورسوي. هغه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي؛ طالبان باید د ننني افغانستان واقعیتونه درک کړي او جګړه ودروي. نوموړي وړاندې لیکلي: «د طالبانو لپاره دا غوره ده چې نن ورځ د افغانستان واقعیتونه درک کړي. د دوی اصلي لوری د افغانستان د اسلامي جمهوریت حکومت دی، چې د افغانانو د اکثریت استازیتوب کوي. له بدمرغه د طالبانو وروستۍ … نور ولولئ
افغانستان

نړۍ ته د غني خبرداری: که سوله ناکامه شي، ټولو ته به مرګونې پایلې ولري

راپور: بشر درویش افغان ولسمشر محمد اشرف غني خبرداری ورکړی چې که له طالبانو سره د سولې خبرې ناکامې شي، نو دا به په مرګوني قیمت تمام شي. نوموړي یوه مقاله کې چې واشنګټن پوسټ ته یې لیږلې ویلي چې که پخلاینې له ماتې سره مخ شي، نو دا به د افغانستان او نړیوالې ټولنې ته په ډیر لوړ قیمت پریوزي. ښاغلي غني لیکلي؛ د لویې جرګې پریکړې له مخې د ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې … نور ولولئ
افغانستان

نادري: د خبرو پر وړاندې هیڅ خنډ نشته، ضرور ده چې جګړه ودریږي

راپور: بشر درویش له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو یوه غړي ویلي چې هیڅ شي د بین الافغاني خبرو د پیل مخه نه نیسي. نادر نادري، چې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو د ډلې غړی دی ویلي چې د خبرو ځنډیدو لپاره هیڅ دلیل شته. ده زیاته کړې: «موږ تمه لرو چې دا پروسه به پیل او پرمختګ وکړي. د دې پروسې ځنډولو کې هیڅ خنډ نشته.» د نوموړي په وینا؛ … نور ولولئ
افغانستان

غني مذاکراتي پلاوي ته: نړۍ په یوه لیدلوري او قوت ستاسو ملاتړې ده

راپور: بشر درویش ولسمشر محمد اشرف غني پرون د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له مذاکره کوونکي پلاوي سره ولیدل. ارګ وايي، دا ناسته په چهار چنار ماڼۍ کې کې وشوه. ښاغلي غني دې ناسته کې ویلي چې د سولې مشورتي لویه جرګه کې زموږ سیاسي قوت ټولو ولید او نړۍ په یوه لیدلوري او قوت ستاسو ملاتړې ده او دا ستاسو لپاره لویه پانګه ده. هغه زیاته کړه: «د سولې مشورتي لویې جرګې د … نور ولولئ
افغانستان

ترکیې ټول هغه افغانان ونیول چې د طالبانو بیرغ یې پورته کړی و

راپور: بشر درویش هغه کسان ونیول شول چې په ترکیه کې یې د طالبانو بیرغ پورته کړی و. یوې ډلې افغانانو چې څه موده وړاندې په هاګیا صوفیا او د استانبول ځینو برخو کې د وسله والو طالبانو بیرغ سره ځانونه ښکاره کړي ول، ونیول شول. تسنیم خبري اژانس یوه راپور کې ویلي چې ۶۲ تنه افغان اتباع ددې بیرغ پورته کولو له امله نیول شوي دي. دا کسان د ترکیې پولیسو له لورې نیول … نور ولولئ
افغانستان

سرچینې: بین الافغاني خبرې ۳ یا ۶ ورځو کې پيلیږي

راپور: بشر درویش معتبرې سرچینې وايي چې د افغان سولې بین الافغاني خبرې اترې به په شپږو ورځو کې پيل شي. ددې ترڅنګ یو شمیر نورو سرچینو له قوله ویل شوي چې شاید دا خبرې درې یا څلورو ورځو کې شروع شي. د افغانستان ملي تلویزیون یوه راپور کې ویلي باوري سرچینې وايي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې به د اسد میاشتې په ۲۶مه نیټه دا مذاکرات پيل شي. دا په داسې حال … نور ولولئ
افغانستان

د لښکرګاه او ناوې ولسوالۍ ۳۰۰ بېوزلو مېرمنو ته د کارزمینه برابره شوه

 راپور: بشر درویش د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت په مرکز لښکرګاه او ناوې ولسوالۍ ۳۰۰ بېوزلو مېرمنو ته د کارزمینه برابره کړې ده. د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ دغه مېرمنې ددې ولایت په مرکز او ناوې ولسوالۍ کې په کروندو کې په کار بوخت دي. دغه کاري فرصتونه مېرمنو ته د بېلابېلو مېوو او سبو د کرکېلي په پار د کورنیو باغچو په جوړولو سره برابرې شوي دي. … نور ولولئ