افغانستان

پکتیکا کې ۲۸ میرمنو ته د میوو او سبزيو وچوونکي دستګاوې ورکړل شوې

خبر: بشر درویش پکتیکا کې پر یوشمېر مېرمنو د مېوو او سبو وچوونکي دستګاوې ووېشل شوې. د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت پر یوشمېر بزګرو مېرمنو د مېوو او سبو وچوونکي دستګاوې وېشل شوي دي. دغه دستګاوې ددې ولایت د مرکز ښرنې ترڅنګ د یوسف خېلو، اورګون او یحی خېلو په ولسوالیو کې پر ۲۸ مېرمنو وېشل شوي دي. د افغانستان د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ د … نور ولولئ
افغانستان

هلمند او د بڼوالۍ پراختیا؛ ۱ میلون او ۲۰۰زره تصدیق شوي نیالګي چمتو شوي

راپور: بشر درویش د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې د بڼوالۍ د پراختیا په پار هڅې کړندي شوي دي. د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې سږ کال په دې ولایت کې د بڼوالۍ د پراختیا په پار یو میلیون او ۲۰۰ زره تصدیق شوي مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي چمتو شوي دي. د افغانستان د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې د ښاغلي الکو له … نور ولولئ
افغانستان

د افغان او پاکستاني چارواکو ناسته؛ د خپلسرو تاسیساتو جوړیدو پر درولو خبرې وشوې

راپور: بشر درویش محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو و وزارت سرپرست د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال سهیل محمود سره وکتل. دا لیدنه پرون شوې. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ ښاغلي محمود د یو لوړ پوړي پلاوي، چې د پاکستان د بیلابیلو بنسټونو استازي په کې حضور لري، په مشرۍ «د سولې لپاره د افغانستان او پاکستان د سولې او پيوستون د عمل پلان» دوره يي ناستې کې د ګ‌‌‌‌‌‌ډون په موخه … نور ولولئ
افغانستان

د افغانان له لورې جوړ شوي موټر کې چکر؛ غني وايي، د صنعت د پراختیا ملاتړ کوو

خبر: نسیمه محمدي په هېواد کې د موټر جوړونې شرکت مسوولانو، د ولسمشر سره په خبرو کې ویلي، چې د دې سکټور څخه د دولت د ملاتړ په صورت کې، د دې شرکت تولیدات زیاتېږي او د لا ډېر کار زمینه برابرېږي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد د موټر جوړونې شرکت د مسوول، محمد امین انور سره په خبرو کې ویلي، چې دولت د هېواد په هر ګوټ کې د صنعت د پراختیا … نور ولولئ
افغانستان

د افغان او اوزبیکستاني سیالانو لیدنه؛ ۱۹ کلنې لاسته راوړنې باید وساتل شي

راپور: بشر درویش د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د اوزبیکستان له لوړ پوړو مقاماتو سره د لیدنو په دوام د اوزبیکستان ملي امنیت سلاکار ویکتور محمدوف سره وکتل. ښاعلی اتمر اوزبیکستان د افغانستان تاریخي ملګری وباله او په اقتصادي، امنیتي او سیاسي برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو پر لاپراختیا ټينګار وکړ. د بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هیوادنو … نور ولولئ
افغانستان

د شاتو مچیو د روزنې بې سارې وده؛ بامیان د کال نږدې ۵۲ ټنه شات تولیدوي

راپور: بشر درویش د بامیانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې وروستیو کلونو کې په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې د بې سارې ودې خبره کوي او وایي، چې په دې ولایت کې د کال نږدې ۵۲ ټنه شات تولیدیږي. د بامیان دکرنې رییس عبدالوهاب محمدي وایي، نږدې پنځه یا شپږ کاله کیږي، چې په بامیانو کې د شاتو مچیور روزل دود شوی دی او موږ ۷ تر ۸ د شاتو … نور ولولئ
افغانستان

د ملي مصالحې شورا تشکیلات؛ کرزي يې غړیتوب رد کړ

راپور: مليحه ناصري ولسمشر غني د یوه حکم په ترڅ کې د ملي مصالحې شورا تشکیلات اعلان کړل. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ولسمشر د یوه حکم په ترڅ کې د ملي مصالحې عالي شورا د ځينو غړو نومونه اعلان کړل. په دې حکم کې یې له خصوصي سکتور، عالمانو، ملي شورا، ولایتي شوراګانو او رسنیو څخه غوښتي چې د یوې اونۍ په ترڅ کې خپل استازي د دې شورا د غړیتوب لپاره راوپېژني. د دې … نور ولولئ
افغانستان

«کیدای شي د پاکستان اټومي وسلې د ترهګرو لاس ته ولويږي»

ژباړه: عایشه حیدري ځینې افغان سیاستوالو د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان د ورځ تر بلې زیاتېدونکي رول په تړاو خپلې اندېښنې څرګندې کړې او ويلي يې دي چې د دغه ډول رول په زیاتېدلو سره کېدای شي د پاکستان اټومي – تکتیکي وسلو ته د تروریستي ډلو د لاسرسي شونتیا کچه تر پخوا لا لوړه شي. له صبح کابل څخه په نقل د اسپوټنیک راپور د افغانستان د ملي امنیت د … نور ولولئ
افغانستان

د بین الافغاني خبرو نامعلوم برخلیک؛ حکومت وايي، کمانډو سرتیري دې راخوشې کړي

راپور: بشر درویش د افغانستان د اسلامي جمهوریت حکومت او طالبان د یو بل د بندیانو د خوشې کول د سولې خبرو د پيل لپاره اساسي شرط بولي. افغان رسنیو د ولسمشر غني له قوله ویلي چې د سولې خبرو د پيل لپاره یو اساسي شرط د افغان ځانګړو ځواکونو د ۲۰ هغو سرتیرو خوشې کول دي چې له طالبانو سره په بند کې دي. همداراز د ولسمشر غني مرستیال ویاند دوا خان مینه پال … نور ولولئ
افغانستان

عباس ستانکزی: د سیپټمبر پیل کې د سولې د خبرو د پیل کوم پلان نه شته

د طالبانو یو مشر مرکچي وايي، د سیپټمبر په پیل کې د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره کوم پلان نه شته. شیر محمد عباس ستانکزي دا خبره د رویټرز خبري اژانس ته له هغې څو ساعته وروسته کړې چې په کابل کې د افغانستان د ملې پخلاینې د شورا ریس عبدالله عبدالله وویل، په نسبي ډاډ ویلی شي په راتلونکې اونۍ کې به د سولې بین الافغاني خبرې پیل شي. عبدالله عبدالله د … نور ولولئ