افغانستان

پاکستان لا هم هندي غنمو ته د لېږد اجازه نه ده ورکړې

پاکستان لا هم د هند زرګونه ټنه غنمو ته افغانستان ته د لېږد اجازه نه ده ورکړې. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې سره له دې چې پاکستان ویلي د هند غنمو ته اجازه ورکوي چې افغانستان ته ولېږدول شي خو تر دې دمه یې پر دې ژمنه عمل نه دی کړی. د هند په بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې ویلي دمګړی زرګونه ټنه غنم په بندري سیمه کې افغانستان ته د لېږد … نور ولولئ
افغانستان

ټروډو: افغانان لا ډېرو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري

کاناډا وايي د افغانستان خلک پراخو بشري مرستو ته اړتیا لري. د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو په تازه څرګندونو کې ویلي، د افغانستان خلک سخت ژمی تېروي او باید لاسنیوی یې وشي. د ټروډو په خبره له خپلو اروپايي متحدینو سره په اړیکه کې دي او ټول د روان وضعیت په اړه اندېښنه لري نو له همدې امله د بشري مرستو پر پراختیا ټینګار کوي. ټروډو په دې مرکه کې همدا راز ویلي چې … نور ولولئ
افغانستان

د ښوونکو نړیواله ټولنه: افغانانو سره دې مرستې ډېرې کړل شي

د ښوونکو او پوهنتونونو د استادانو یوې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د تعلیمي او تحصیلي بهیر د پيلېدو غوښتنه کړې ده. په سکاټلنډ کې د ښوونکو او پروفیسورانو دغه ټولنې له سکاټلنډ او برېټانیا غوښتي چې په افغانستان کې په روان وضعیت کې د نجونو او ښځینه وو د تعلیم او تحصیل په برخه کې د شته خنډونو په لرې کولو کې مرسته وکړی او له دغه هېواد سره دې بشردوستانه مرستې ډېرې کړي. … نور ولولئ
افغانستان

امریکا ته سلګونه افغان ماشومان له والدینو پرته بېول شوي دي

امریکا ته سلګونه افغان ماشومان له والدینو پرته بېول شوي دي. امریکايي رسنۍ وايي د تخلیې په ماموریت کې سلګونه داسې ماشومان راوستل شوي چې تر دې دمه یې د کورنۍ او مور او پلار په اړه هېڅ راز معلومات نشته دي. سي ان ان په خپل یوه تازه راپور کې وايي، د دوی موندنې ښيي چې تر دې دمه ۱۴۵۰ داسې ماشومان تشخیص شوي چې کورنۍ یې ورسره نشته دي. د دوی عمرونه د … نور ولولئ
افغانستان

مجاهد: د داعش خطر له پاکستانه افغانستان ته متوجه دی

د هېواد تر پخواني ولسمشر حامد کرزي وروسته د افغانستان ا.ا عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد هم د عمران خان د هغو څرګندونو غبرګون کې چې ویلي یې دي د داعش خطر له افغانستان څخه پاکستان ته متوجه دی ویلي، چې د داعش خطر افغانستان ته له پاکستان څخه متوجه دی نه برعکس. مجاهد ټینګار کوي چې په افغانستان کې د دغې ډلې ګواښ دومره پیاوړی نه دی چې نور هېوادونه وګواښي. مجاهد له کابل … نور ولولئ
افغانستان

حقاني: هغوی چې د کار وړتیا نه لري خپل ځای دې نورو ته پرېږدي

د افغانستان ا.ا د قطر دفتر غړي انس حقاني له خلکو څخه غوښتنه کړې ده څو د نوي حکومت د پیاوړتیا لپاره په ګډه کار وکړي. نوموړي نن په لوګر کې یوې ناستې ته ویلي، څوک چې په ځان کې اهلیت نه ویني، د مسلمانانو حقونه دې نه تلف کوي او دا ډول کسانو ته یې سپارښتنه وکړه چې دوی دې خپل ځای بل چاته پرېږدي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام پر خلکو غږ … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: نوي حکومت د ښځینه وو په اړه زموږ تمې پوره نه کړې

امریکا او د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د نوي حکومت پر ځینو سپارښتنو نیوکه کړې ده. د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د مېرمنو په اړه د طا لبانو تازه څرګندونې د دوی د زنداني کولو په مانا دي. سرچینه وایي چې نوي حکومت تر دې وړاندې هم پر ښځینه وو بېلابېل فشارونه راوستي او له کار کولو یې منع کړې دي. بلخوا د امریکا د … نور ولولئ
افغانستان

امریکا ته تللي کډوال کرايي کورونه نه شي پیدا کولی

امریکا ته تللي کډوال د کورونو په پیدا کولو کې له سختو ستونزو سره مخ دي. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې په امریکا کې د کورونو خاوندان یا کډوالو ته د کورونو له ورکولو ډډه کوي او یا یې کرایې لوړې کړې دي. د امریکا حکومت بیا وایي دوی هڅه کوي چې د افغان کډوالو د ځای پر ځای کولو لپاره مناسب ځایونه پیدا کړي او د کورونو د نشتوالي ستونزه یې حل … نور ولولئ
افغانستان

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر: ډېر ژر به نجونې بېرته پوهنتونونو ته ستنې شي

لوړو زده کړو وزارت وایي چې د نجونو د زده کړو مخالف نه دي. ددغه وزارت سرپرست عبدالباقي حقاني چې تازه د پاکستان له سفر را ستون شوی دی وايي، د نجونو د لوړو زده کړو مخالف نه دي، خو په یوه ټولګي کې د ښځینه او نارینه محصلینو د زده کړو مخالف دي. هغه وایي دوی تمه لري چې ژر تر ژره وکړی شي دغه ستونزه حل کړي او په دې سره افغان نجونې … نور ولولئ
افغانستان

د رادار سیستم لومړۍ جوپه کابل ته رارسېدلې ده

د ملکي هوایي چلند اداره وایي، چې د هوایي حریم د کنټرول لپاره یې کابل کې د رادار سیسټم فعالولو ته اجازه ورکړې ده. دغې ادارې ویلي چې د هوايي حریم د کنټرول بشپړ رادار لومړۍ جوپه کې درې پایې رادار چې له فرانسې هېواد څخه وارد شوي د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته سپارل شوي دي. دغې ادارې زیاته کړې ده چې په ټول هېواد کې … نور ولولئ