افغانستان

د اوږدې افغان وژنې د پای په اړ خبرې؛ د مذاکراتو په پيل کې د افغان حکومت استازي څه وویل؟

راپور: بشر درویش بلاخره له اوږدو جنجالو او کړاونو وروسته په قطر کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبرې پيل شوې. ددې خبرو پرانیسته کې د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او طالب استازو، ځینو نورو هیوادونو او استازو ترڅنګ د قطر چارواکو هم ګډون وکړ. دلته د افغانستان د اسلامي جمهوریت په استازولۍ د ښاغلي عبدالله د خبرو … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشرغني د نړیوال بانک رهبري پلاوي سره د حکومت پر چمتوالي وغږید

خبر: بشر درویش ولسمشر اشرف غني د نړیوال بانک رهبري پلاوي سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې. د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني وړمه شپه د نړیوال بانک رهبري پلاوي سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې. ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خبرپاڼه کې وايي، په دې ویډیو کنفرانس کې، د نړیوال بانک رهبري پلاوي د افغانستان بېلابېلو اقشارو ته د رسېدو په موخه چې د کرونا ویروس خپرېدو له امله … نور ولولئ
افغانستان

هلمند: سږ څه باندې څلور زره غواوې مصنوعي القاح شوي

راپور: بشر درویش د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې روان کال په دې ولایت کې د غواوو د ښه نسل د تولید په پار څلور زره او ۱۵۰غواوې مصنوعي القاح شوي دي، چې ۹۵ سلنه یې ښه پایله ورکوي. د کرنې وزارت یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه چارې ددې ولایت مالدارانو او سوداګرو ته د کاروبار ښه زمینه برابره کړې ده. د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ … نور ولولئ
افغانستان

افغان پلاوی قطر ته لاړ؛ د طالبانو د مرکچي پلاوي نوی مشر څوک دی؟

د بین الافغاني مذاکراتو په درشل کې د طالبانو د مرکچي پلاوي په ډله کې ځینې اساسي بدلونونه رامنځته شوي او عبدالحکیم د طالبانو د مرکچي پلاوي د مشر په توګه ګومارل شوی. طلوع نیوز لیکلي، مولوي عبدالحکیم د پښتنو درانيو او  اسحاقزیو په ټبر پورې تړاو لري، نوموړی د افغانستان د سويل د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی، هغه د طالبانو یو پیاوړی مشر دی او د طالبانو ترمنځ د استاد ځای … نور ولولئ
افغانستان

پر امرالله صالح برید ته غبرګونونه؛ دا کار د سولې پروسې د ناکامولو هڅه بلل شوې

راپور: نسیمه محمدي د ولسمشر پر لومړي مرستیال بريد کورني او بهرني غبرګونونه پارولي دي. د پرون ورځې له بريد وروسته، یو شمېر سیاسي څېرو، عبدالله عبدالله د ملي پخلاینې عالي شورا رییس، محمد سرور دانش، د ولسمشرۍ ماڼۍ دویم مرستیال او حمدالله محب د امرالله صالح لیدلو ته ورغلي وو. ارګ د یوې خبرپانې په خپرولو سره پر امرالله صالح برېد په کلکه غندلی. د ارګ خبرپاڼه د ولسمشر اشرف غني له قوله لیکلي: … نور ولولئ
افغانستان

ننګرهار کې د سولې په هکله د ښځو د شبکې مطبوعاتي کنفرانس؛ ولس له پردي جنګه ستړی او ژر تر ژره سوله غواړي

پرون چهار شنبه، د ننګرهار ولایت په سپینه ماڼۍ کې د سولې په هکله د ښځو شبکې مطبوعاتي کنفرانس ورکړ. په عمومي توګه دغه کانفرانس دوو ادارو په ګډه تنظيم کړی و چې مالي برخه يې د Musharikat او تنظيم چارې يې د EPDدفتر پر مخ وړلې. نن د یاد کنفرانس فاینل و. مخکې له دې چې دغه کانفرانس وړاندې شي، د ننګرهار په دوو ولسواليو بټي کوټ او روداتو کې او بيا جلال آباد او … نور ولولئ
افغانستان

د پکتیکا ښوونکو ته شېدې ورکوونکې غواوې ورکړل شوې

خبر: بشر درویش د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف په مالي ملاتړ او افغانانو لپاره د مرستود همغږۍ موسسې «COAR» په همکارۍ د دې ولایت پر ۵۲ ښوونکو شیدې ورکوونکې غواوې وېشلي دي. د افغانستان د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه شیدې ورکوونکې غواوې ددې ولایت په ۲۶ بېلابېلو سیمو کې د ۵۰ سیمه‌ییزو ښوونځیو  پر ۵۲ اړمنو ښوونکو د دوی … نور ولولئ
افغانستان

پوتین: په افغانستان کې وضعیت لاهم کړکیچن دی او تروریزم خطر دی

راپور: بشر درویش د روسې ولسمشر ویلادمیرپوتین وايي، په افغانستان کې لا هم وضعیت کړکیچن دی. هغه ویلي چې د تروریزم خطر جدي دی، د مخدره موادو قاچاق ، منظم جرم او انټرنیټ هم ډیر شوی دی. نوموړي دا خبرې د شانګهای سازمان د  جوړیدو په اړه خبرو کې کړي دي. ښاغلي پوتین د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د شانګهای د غړو هیوادونو سرمشریزه به د نومبر په میاشت کې په ویډیو کنفرانس … نور ولولئ
افغانستان

بین الافغاني خبرو ته نېږدیوالی؛ ۶ خطرناک طالب بندیان قطر ته ولیږدول شول

راپور: بشر درویش په تازه راپورونو کې ویل شوي چې شپږ طالب بندیان چې د حکومت په زندان کې له خطرناکو بندیانو پاتې ول، قطر ته ولیږدول شول. دا راپور د افق په نوم یوه خبري اژانس ورکړی دی. په راپور کې د یوې حکومتې سرچینې له قوله چې نه یې دي غوښتي هویت یې څرګند شي، ویل شوي چې دا کسان تیره شپه دوحې ته لیږدول شوي او هغه کسان دي چې یو شمیر … نور ولولئ
افغانستان

مسعود او قضاوتونه؛ ملي اتل که ملي خاین و؟

احمد شاه مسعود د افغانستان د معاصر تاریخ او مختلفو جریانونو یو مطرح اړخ و. له همدې كبله دی یو له ترټولو ډېرو متنازعو شخصیتونو څخه ګڼل کیږي. د مسعود پلویان هغه ملي اتل، د روسانو پر وړاندې د جګړې ترټولو لوی قومندان او هم د طالبانو او پاکستان پر وړاندې د مقاومت ستره الګو ګڼي. مخالفین یې بیا مسعود د جهاد له وخته د روسانو خاص سړی، قوم پرسته او د تنظیمي جنګونو او … نور ولولئ