افغانستان

د کندهار په بولدک کې ۲۰ خاورین حوضونه جوړیږي

راپور: بشر درویش د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د بولدک ولسوالۍ د جلال الدین سیمې د ځایي مالدارانو او کوچیانو د اوبو د ستونزې د هوارولو او د مالدارۍ د ودې په پار د شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۰ خاروین حوضونه جوړیږي، چې رغنیزې چارې یې رسماً پیل شوي دي. د کرنې وزارت په همدې اړه یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ دغه پروژه، چې د کرنې وزارت د … نور ولولئ
افغانستان

د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپېریال ساتنې عالي شورا غونډه؛ څه تصامیم نیول شوي؟

راپور: بشر درویش د جمهوررئیس غني په مشرۍ د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپېریال ساتنې عالي شورا غونډه جوړه شوه دا ناسته پرون سه شنبه ترسره شوې ده. ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په غونډه کې چې په ارګ کې جوړه شوه، په پیل کې د چین د مرستې، نیله باغ پروژې د ۱۴۰۰ اپارتمانونو د لومړي فاز تړون چې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست او د چین هیواد MCC19 کمپنۍ … نور ولولئ
افغانستان

اروپا کې د ناټو متحدو ځواکونو ستر قومندان؛ تر هغې چې افغانان غواړي، ورسره ولاړ یوو

راپور: بشر درویش افغان ولسمشر محمداشرف غني په اروپا کې د ناټو متحدو ځواکونو ارشد قومندان جنرال ټاډ والټرز سره وکتل. ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه کتنه چې په ارګ کې وشوه، په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر او د ناټو ملکي سفیر هم حضور درلود، دواړو لوریو د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د دوامداره ملاتړ په اړه، بحث او خبرې وکړې. … نور ولولئ
افغانستان

د کرزي مقايسه؛ ولې یې امپراتور او قومندان په یوه تله کې تللي؟

ليکنه: بشر درویش د افغانستان پخواني ولسمشر په یوه وروستي پوسټ افغانانو تاوده غبرګونونه پاريدلي. دا په تېره یوه یا دوه ورځو کې دویمه هغه مسله ده چې په افغان رسنیو کې د بحث وړ ګرځېدلې. خو جالبیت یې دا دی چې دویمه هغه یې هم د لومړۍ مسلې ته د غبرګون په ترڅ کې راپورته شوې ده. اصلي مسله؟ د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ دویم مرستیال سرور دانش وړمه ورځ بلخ کې د خپلو … نور ولولئ
افغانستان

طالب او تاوتریخوالی؛ خبرې یې څه پېغام لري؟

ليکنه: حبیبه اشنا له یوې میرمنې سره مې په قطر کې د طالب پلاوي مرکه ولیده، هغه ترې پوښتنه کوي، چې په افغانستان کې به درنه داسې مرکه واخیستی شم؟ طالب: وايي هو، خو په اسلامي لباس او جامه کې. سره له دې چې افغانې میرمنې پټ، سم او اسلامي لباس اغوستی و، خو د طالبانو دا خبره د ډېرو لپاره د انديښنې وړ ګرځېدلې وه. د ښځو په ګروپونو او ټولنو کې د طالبانو … نور ولولئ
افغانستان

ارين خان: د احمدشاه بابا سپکاوی د ټولو افغانانو او تاريخ سپکاوی دی.

خبريال: مدثر دعوت د افغانستان مشهوره څېره ارين خان وايي د معاصر افغانستان بنسټګر او د لوی امپراطور احمدشاه بابا لمسيانو ته يو ږغ، يو آواز او غبرګون پکار دی. وروسته له هغې چې د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش په باميانو کې د طالبانو او د ۲۳۰ کلونو وړاندې حکومتونه سره پرتله کړه او د سدوزيو او محمدزيو حکومتونه يې د ديکتاتورۍ او استبداد څخه جوړ بللي وه چې دده په وينا د خلکو … نور ولولئ
افغانستان

د افغانستان په اړه د چينايانو نظرونه

ليکوال: مدثر دعوت چينايان د افغانانو په اړه بيلابېل نظرونه لري. يوه چينايي مېرمن چې د نامه مانا يې په پښتو کې د چين غوټۍ ده د افغانستان سره خورا ډېره مينه لري او هر کله پر خپل شخصي فیسبوک اکاونټ په پښتو ژبه د افغانستان او چين طبیعت،تاریخ او ورځني مالومات بيانوي. د چين غوټۍ د چين د نړيوالې راډيو د پښتو څانګې خبرياله ده او پښتو ژبه په پوره فصاحت او بلاغت سره … نور ولولئ
افغانستان

له شپږیزي وروسته په هیواد کي دوهم لیګ په بُست زون کي پیل سو

فضل الله فضلي په کور دننه افغانستان کي د شپږیزه شل اوریز کرکیټ غوره لیګ وروسته په بُست زون کي د بُست غوره لیګ دوهم لیګ دئ، چي ترسره کیږي. ددې شل اوریز لیګ پرانیستني مراسم تېره ورځ د کندهار کرکیټ په عمومي لوبغالي کي ترسره سول. د لیګ په مراسمو کي د کندهار د والي په شمول د نورو ورزشي ادارو مسؤلینو او لوبغاړو ګډون کړی وو. پدې لیګ کي ۵ لوبډلي، حیات د … نور ولولئ
افغانستان

د دانش خبرو ته غبرګونونه؛ څه یې ويلي، داسې څېرې ولې پاروونکې خبرې کوي او موږ بايد څه وکړو؟

راپور: بشر درویش د افغانستان د جمهوري رياست د لومړي مرستيال سرور دانش وروستيو خبرو تاوده غبرګونونه راپارولې دي. افغان ټولنيزو شبکو کې د هغه خبرې غندل شوي او دا يې د افغان تاریخ سپکاوی بللی. دانش څه ويلي؟ افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون ورځ بامیان ته تللی و. له نوموړي سره په دې سفر کې د نورو مسوولينو ترڅنګ د هغه دویم مرستیال سرور دانش هم وو. ښاغلي دانش ددې سفر په ترڅ … نور ولولئ
افغانستان

خلیلزاد: افغانستان لپاره یوه بې سارې شیبه ده، باید استفاده ترې وشي

راپور: بشر درویش د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې اوس د افغانستان لپاره یوه غوره شیبه ده او باید ګټه ترې واخیستل شي. نوموړي دا خبرې د امنیت شورا د وروستۍ اعلامیې هرکلي په پار کړي دي. خلیلزاد پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: «د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان د سولې د مذاکراتو په اړه یوه اعلامیه خپره کړې چې پکښې د افغانستان پر «حاکمیت، … نور ولولئ