افغانستان

پاکستان افغانانو ته د ویزې سهتولتونه برابروي

خبر/ حنیفه مومند پاکستان افغانانو ته د ويزو ورکولو خدمتونو کې د سهولتونو د رامنځته کېدلو خبر ورکړ. د آوا د خبر له مخې، اسد قیصر د پاکستان د مجلس ریيس وايي، چې افغان سوداګرو ته د ویزې صادرولو په سیسټم کې تغییرات به، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې په پراختیا کې مرسته وکړي. قیصر دا مطلب په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د سرپرست رحمت الله قطره سره شریک … نور ولولئ
افغانستان

خلیلزاد: طالبان اوربند نه کوي، تاوتریخوالي راکمولو ته کار کوو

راپور: بشر درویش د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتوځانګړی استازی وايي، فکر نه کوي چې طالبان به تر هغه وخته اوربند وکړي چې تر هغې دواړه خواوې سیاسي موافقې ته نه وي رسیدلي. نوموړي دا خبرې د له پي سي بي نیوز سره په مرکه کې کړي دي. ده ویلي طالبان به اوربند ونه مني. ښاغلي خلیلزاد ویلي: «موږ ژمن یوو چې د تاوتریخوالي کمولو په اړه یوې هوکړې ته رسیدو لپاره له … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني: ټاپي پروژه تر راتلونکي کال هرات ته رسیږي

راپور: بشر درویش افغان ولسمشرمحمد اشرف غني پرون ماسپښین په ولسي جرګه کې د فراه او بادغیس ولایتونو د خلکو له استازو سره وکتل. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، دا ناسته په ارګ کې ترسره شوې ده. په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازي عبدالستار حسیني او د بادغیس ولایت د خلکو استازي عبدالبصیر عثماني د نورو په استازیتوب د امنیت، د پوهنې د پراختیا، انکشافي پروژو او په بېلابېلو دولتي ادارو کې د دغو … نور ولولئ
افغانستان

اصولي: ډاکتر نجيب الله يو هيواد پاله ولسمشر وو

خبريال: مدثر دعوت د ولسي جرګې غړی کمال ناصر اصولي وايي ډاکترنجيب الله د پاکستان او ای اس ای په مقابل کې ولاړ وو. اصولي د تېرو څو مياشتو راهيسې په دولتي ادارو کې د لوی امپراطور احمدشاه بابا د انځورونو د نصبولو لړۍ پيل کړې نن يې د ډاګتر نجيب الله د ۲۴م تلين په اړه پر خپل فيسبوک پاڼې تبصره کړې. ده ډاکترنجیب الله يو اصيل افغان ياد کړ او د نوموړې وژل … نور ولولئ
افغانستان

نبيل: ډاکتر نجيب الله هيڅکله پاکستان ته سر ټيټ نه کړ!

خبريال: مدثر دعوت د ملي امنيت پخواني عمومي رئيس او د تېرو ولسمشريزو ټاکنو نوماند رحمت الله نبيل وايي ډاکتر نجيب الله هيڅکله پاکستان ته سر ټيټ نه کړ. نبيل پداسې حال کې دا څرګندونې کوي چې نن د ګلبدين حکمتيار پلويانو د لويې جرګې په تالار کې د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکتر نجيب الله د ۲۴م تلين د لمانځلو مخه ونيوله. رحمت الله نبيل پر خپلې فيسبوک پاڼې ليکي: ” دا به انصاف … نور ولولئ
افغانستان

کروندګرو سره مرسته؛ نیمروز کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوي

راپور: بشر درویش د نیمروز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت په مرکز او درې ولسوالیو کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه د ۳۵ پروژو چارې روانې دي، چې رغنیزې چارې یې ۷۰ سلنه بشپړ شوي دي. د نیمروز ولایت د کرنې ریاست د کرنېزو چارو امر انجنیر ذبیح الله اولیازاده وایي، چې په دې ولایت کې د کروندګرو او بڼوالو ستونزو د را کمېدو په … نور ولولئ
افغانستان

مایکروسافټ کمپنۍ پښتو او دري ژبي خپل ژباړونکي ته اضافه کړې

خبریال: فضل الله فضلي د نړۍ تر ټولو مشهوري او لویي د کمپیوټر سافټویر جوړوني کمپنۍ یا مایکروسافټ اعلان کړه، چي خپل ټرانسلېټور یا ژباړونکي ته یې د افغانستان دوې لومړۍ او رسمي ژبي پښتو او دري اضافه کړي دي. په یاد ژباړونکي کي اوس هر څوک کولای سي، چي پښتو او دري د ۷۰ نورو ژبو سره وژباړي. دا کمپنۍ وايي چي اوس مهال پښتو او دري په مایکروسافټ ژباړونکي کي شتون لري او … نور ولولئ
افغانستان

افغانان او سولې ته د رسېدو په ۴۰ کلن انتظار!

محمد عزيز پردېس هر کال د سپتمبر پر ۲۱مه د سولې نړيوالې ورځ په نامه نومول شوې ده. سږکال دا ورځ په داسې مهال افغانستان کې ونمانځل شوه چې د حکومت او طالبانو ډلې ترمنځ د سولې هيلې ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دي. د روان کال د سپټمبر په ۱۲مه د قطر هېواد په پلازمېنې دوحه کې د بين الافغاني مذاکراتو لړۍ پيل شوه. د دې مذاکراتو په پيل کې د افغانستان، امريکا … نور ولولئ
افغانستان

غني: موږ د نړیوال تروریزم په پنځمه څپه کې ژوند کوو او مړه کېږو

راپور: بشر درویش افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي مجمع ۷۵ یمې غونډه کې ګډون وکړ او وینا وکړه. هغه د انلاین ګډون ترڅنګ دې مجمعې ته وینا هم کړې ده. ولسمشرۍ ماڼۍ د هغه قوله خبرې خپرې کړې چې د افغان سولې په اړه پر بیلابیلو مسایلو یې خبرې کړي دي. هغه ددې خبرو په ترڅ کې ویلي چې افغانان د نړیوال تروریزم په پنځمه څپه کې ژوند … نور ولولئ
افغانستان

کندز کې د خوش‌تپې کانال د سربند د سیمې مطالعات پیلیږي

راپور: بشر درویش د خوش‌تپې د سربند د پروژې د ارزونې او شننې اړوند غونډه وشوه. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري په مشری د امریکا متحد ایالاتو نړیوالې پراختیایي ادارې «USAID»، د ‏«SWIM»‏ پروژې او قراردادي شرکت له چارواکو سره د خوش‌تپې کانال د سربند د پروژې د دویم پړاو د ارزونې او ششنې غونډه وشوه. یاد وزارت یوه خبرپاڼه کې لیکلي؛ په دې غونډه … نور ولولئ