افغانستان

د ټرامپ روغتیايي حالت ښه نه دی؛ ولسمشر غني يی په اړه پوسټ کړی

راپور: نسیمه محمدي د افغانستان ولسمشر اشرف غني د ډونالډ ټرمپ او د هغه د مېرمنې پر کرونا کېدلو، خواشیني څرګنده کړې. د اسپوتنیک د راپور پر اساس، ولسمشرۍ ماڼۍ پر خپله ټوېټر پاڼه، په یوې خبرپاڼې کې لیکلي: “د افغانستان اسلامي جمهوریت ولسمشر د ډونالډ ټرامپ او لومړۍ مېرمنې د کورونا ټسټ د مثبت کېدلو د خبر له اورېدو خواشینی شوی. نوموړی خپلې هيلې او د سلامتۍ دعا وړاندې کوي.” څه وخت وړاندې، ټرامپ … نور ولولئ
افغانستان

بامیان ته د ۷۸ میلیونه افغانۍ تشویقي بودیجه؛ اوسېدونکي یې په لومړیتوبونو، لګول غواړي

راپور: نسیمه محمدي د بامیان د مرکز په شمول د اتو ولسوالیو اوسیدونکو په یوې غونډه کې، د لارو رغولو او د یکهولنګ دویم نمبر ولسوالۍ کې د کلینیک جوړول د دغه ولایت د اوسېدونکو له اړینو غوښتنو څخه یادې کړې. د راپورونو له مخې؛ بامیان ولایت ته د مالیې وزارت چارواکو د یو سفر په ترڅ کې، د ناستې له لارې د دغه ولایت د اوسېدونکو د اړتیاوو د څېړنې په موخه او اشتراکي … نور ولولئ
افغانستان

افغان کالیزه کې د ډاکټر ورځ نومول کیږي او په ویاړ یې څلی جوړیږي

راپور: بشر درویش افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په کالیزه کې دې یوه ورځ د ډاکټر په نوم ونومول شي. نوموړي دا خبرې پرون د افغانستان طبي شورا له لوري د ناروغ د خوندیتوب، د روغتیا او د لوړو زده کړو سیستمونو د پیاوړتیا لپاره د سرچینو او نظرونو د همغږۍ ملي سمپوزیم کې د ګډون پرمهال وکړې. ولسمشر غني وویل چې د روغتیایي سکتور د کرونا د شهیدانو په ویاړ په کابل کې … نور ولولئ
افغانستان

افغانستان: هاروارډ پوهنتون او نورو بین المللي بنسټونو سره مشورتي غونډه وشوه

راپور: بشر درویش افغان ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ هاروارډ پوهنتون او یو شمېر نورو بین المللي بنسټونو سره د اقتصادي مشورتي بورډ غونډه وشوه. دا ناسته پرون ماښام د ویډو کنفرانس له لارې جوړه شوې وه. ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ د ناستې په پيل کې د افغانستان بانک عمومي رئیس اجمل احمدي وویل، د اقتصادي پالیسۍ مشورتي بورډ، هغه نوښت دی چې د افغانستان دولت د معتبرو بین المللي ارګانونو په غړیتوب … نور ولولئ
افغانستان

پاکستان او ډاکټر عبدالله؛ د پاکستان داخلي ستونزې، ننګونې او فرصتونه

لیکنه: ضیاءالدین همت مل پاکستان دننه د ډېرو سیاسي او اقتصادي ستونزو سره مخ دی. له یوې خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، چې پاکستان د پښتون وژنې پروژه پرمخ وړي او دا ټولې ستونزې د پاکستان پوځ له خوا په خیبر پښتونخواه او قبایلي سیمو کې ترسره کېږي. بله لویه ستونزه د پاکستان حکومت لپاره د کشمیر مسله ده، چې زیاتره پاکستانیان یې غوسه کړي. او د دې ټولو سربېره، ترټولو لویه مسله دا … نور ولولئ
افغانستان

عمران خان: نړۍ افغان سوله کې د پاکستان پر رول اعتراف کړی

خبر: حنیفه مومند د پاکستان لومړي وزیر په افغانستان کې له جګړې وروسته د اقتصادي برخې د پراختیا پر ملاتړ ټینګار وکړ. د پاکستاني رسنیو په حواله، ددې هیواد لومړي وزیر عمران خان د بشپړ ملاتړ اعلان وکړ. نوموړي د افغانستان د ملي پخلاینې د عالي شورا له رییس، عبداللله عبدالله سره پرون سه شنبه یو ځل بیا پر خپل پخواني دريځ ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د جګړې لپاره هېڅ نظامي حللاره نشته … نور ولولئ
افغانستان

د ټرمپ او جو بایډن ترمنځ د ولسمشرۍ بحث او پر یو بل د تورونو لګولو ناندرۍ

اوهائیو: د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ نوماندانو ټرمپ او جوبایډن ترمنځ په لومړنۍ ژوندۍ مناظره یا مستقیم بحث کې نښتې وشوې. ولسمشر ټرمپ ویلي؛ هغه د قاضي غوره کولو حق لري، چې بایډن دروغجن وباله. د جزئیاتو له مخې، په اوهائیو، کلیولینډ کې د تلویزیوني بحث په جریان کې، ولسمشر ټرمپ او دیموکرات کاندید جو بایډن په یو و بل باندې لفظې بریدونه وکړل او یو بل ته یې د سپکاوي او یو و بل … نور ولولئ
افغانستان

د ځنو ملي لوبغاړو په شتون کي سبا د بُست غوره لیګ پایلوبه کیږي

خبریال: فضل الله فضلي په کندهار کي د کرکیټ لوبو د بُست شل اوریز غوره لیګ جریان لري او سبا (چهارشنبه) یې پایلوبه ترسره کیږي. د بُست غوره لیګ تېره دوشنبه د پنځو لوبډلو په شمول پیل سو او سبا یې نهمه ورځ ده او پای ته رسیږي. پدې لیګ حیات د میوند اتلان، الفرهاد ابراشیم کاروان، ناصر افغان بالاحصار زلمیان، نعمت الله اختیارالدین قلعه ستوري او د یاسین خان بُست ساتونکي لوبډلي ولوبېدلې. ددې … نور ولولئ
افغانستان

نادري: ما پسې وروستۍ تړل شوې خبرې، دروغ دي

راپور: ملیحه ناصري احمد نادر نادري د ده له خولې د وروستیو څرګندونو اړوند ویلي چې دا خبرې یې نه دي کړي او پسې له ځانه ویل شوي. د سپوټنیک خبري اژانس په نوم یوې رسنۍ د احمد نادر نادري له خولې ( په قطر کې د مذاکراتو عمده غړی، طالبان د وخت په ضایع کولو تورنوي) تر سرلیک لاندې یو راپور خپور کړی و چې داسې یې پکې لیکلي و: «موږ وخت نه ضایع … نور ولولئ
افغانستان

اشرف غني: هېڅوک د نظام د بدلون قدرت نه لري او سوله نه هیروو

راپور: نسیمه محمدي افغان ولسمشر له خبریالانو سره په لیدنه کې ویلي، چې هېڅوک د افغانستان د نظام او اساسي قانون بدلولو صلاحیت نه لري. محمد اشرف غني، د هغو خبریالانو سره چې د بین لافغاني مذاکراتو د خبري پوښښ لپاره، قطر ته تللي وو، وویل چې هېڅوک د افغانستان اساسي قانون او نظام نه شي بدلولی. د ښاغلي غني له قوله ویل شوي: «هېڅوک د نظام د ماهیت او د اساسي قانون د لومړي … نور ولولئ