افغانستان

تېر کال څه باندې یو میلیون کډوال هېواد ته راستانه شوي

تېر ميلادي کال افغانستان ته تر یو میلیون ډېر کډوال بېرته راستانه شوي دي. د کډوالۍ نړیوالې ادارې یا ای او ایم په تازه خپرو کړو معلوماتو کې ویلي چې تېر کال شاوخوا یو میلیون او یو سل او پنځوس زره افغان کډوال له ایران او پاکستان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. سرچینه وایي په دې کې ډېری هغه کډوال دي چې په یادو هېوادونو کې یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل. … نور ولولئ
افغانستان

بلینکن: نوی حکومت دې خپل سیاستونه بدل کړي

امریکا یو ځل بیا له نوي حکومت د سیاستونو د بدلون غوښتنه کړې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په خبري کنفرانس کې د خبریالانو پوښتنو ته د ځواب ویلو پر مهال ویلي چې د سیاستونو له بدلون پرته د نوي حکومت په رسمیت پېژندل ممکن نه دي. بلینکن ویلي چې که په افغانستان کې نوی حکومت په رسمیت پېژندل غواړي نو تر هر څه وړاندې دې خپل سیاستونه بدل کړي. دده … نور ولولئ
افغانستان

تاجکستان سره د برېښنا قرارداد تمدیدشو

له تاجکستان سره د برېښنا هوکړه د یوه بل کال لپاره هم تمدید شوه. د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله نورزي په تازه څرګندونو کې ویلي چې تر ازبکستان وروسته له تاجکستان سره هم د برېښنا د واردولو قرار داد تمدید شو. د نوموړي په خبره تاجکستان به د روان میلادي کال تر پایه افغانستان ته شاوخوا یو نیم میلیارد کیلوواټه برېښنا د ۹۶ میلیونه ډالرو په بدل کې ورکوي. همدا راز ټاکل شوې چې … نور ولولئ
افغانستان

روغتیا وزارت: درې نیم میلیونه کسان هېواد کې په نشه ‎يي توکو روږدي دي

روغتیا وزارت وايي په هېواد کې د معتادینو لپاره ۸۸ روغتایي مراکز شتون لري. د عامې روغتيا وزارت مرستیال ډاکټر عبدالباري عمر نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، چې له درې مرکزونو پرته د ټولو مرکزونو ودانۍ کرایه شوي دي، چې د دې ودانیو په کرایه کولو کې هم فساد شوی دی. نوموړي وویل چې په هېواد کې درې نیم میلیونه کسان په نشه‎يي توکو روږدي دي او هر معتاد د ورځې … نور ولولئ
افغانستان

ترکیه: د هوايي‌ ډګرونو په اړه د افغان لوري ځواب ته په تمه یو

ترکیه وایي د هوايي ډګرونو د کنټرول په اړه د افغان لوري ځواب ته په تمه دي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو په تازه څرګندونو کې ویلي دي چې دوی له افغان لوري سره د پنځو هوايي ډګرونو پر مدیریت خبرې کړې دي او اوس د مقابل لوري ځواب ته په تمه دي. د اوغلو په خبره تمه ده چې خبرې ژر پایله ولري. هغه زیاته کړې چې په دې پروسه … نور ولولئ
افغانستان

سږکال په افغانستان کې سلګونه زره کسان له خپلو مېنو بې‌ ځایه شوي

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي ۲۰۲۱م کال چې نن ‌یې وروستۍ ورځ ده، د زیاتو افغان وګړو لپاره له کړاوه ډک و. دغه سازمان ویلي، په دې کال په سلګونو زره نوي کسان له خپلو مېنو بې ‌ځایه شول او تر یو ملیون زیات نور بیا له نورو هېوادونو بېرته افغانستان ته اخراج کړای شول. د کډوالۍ نړیوال سازمان له مرستندویانو یې په افغانستان کې د ملیونونو افغانانو د بشري اړتیاوو پوره کولو لپاره د … نور ولولئ
افغانستان

اشرف غني: پر امریکا زما باور هیواد سقوط کړ

د هېواد پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د بریتانیا د پوځ له مخکیني لوی درستیز جنرال نیک کارتر سره خبرو کې ویلي چې ده وروسته تر هغه له هېواد څخه د وتلو پرېکړه وکړه، کله یې چې ساتونکو ورته وویل چې دوی نور د ده او پلازمینې کابل د ساتلو امکان نه ویني، ځکه طالبانو د خپلې ژمنې خلاف کابل ښار ته خپل وسله وال دننه کړي دي. وروسته تر هغه چې امریکایي ځواکونو په … نور ولولئ
افغانستان

امریکا د افغان مېرمنو لپاره ځانګړې استازې ټاکلې ده

امریکا د افغان مېرمنو او بشري حقونو د خوندیتوب لپاره ځانګړې استازې ټاکلې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې دوی په افغانستان کې د ټولو اړخونو لپاره د ښه او سوکاله ژوند غوښتونکي دي او تمه لري چې تبعیض او تاوتریخوالی له منځه لاړ شي. د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وايي له همدې امله یې رینا امیري د بشري حقونو او مېرمنو د حقونو په برخه کې ځانګړې استازې ټاکلې، چې … نور ولولئ
افغانستان

کابلوف: د مقاومت جبه حقیقي فعالیت نه لري

روسیه وایي په افغانستان کې دې شته ستونزې د خبرو له لارې حل شي. د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په خپله تازه مرکه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د مقاومت جبه به نوي حکومت ته یو ګواښ وي کنه ویلي، ددغه جبهې فعالیتونه تر دې دمه مجازي دي او حقیقي بڼه نه لري، خو له دې هر څه سره که دوی رښتیني فعالیتونه پيلوي، نو په … نور ولولئ
افغانستان

سیګار: له هرو درېیو افغانانو یو یې له قحطۍ سره مخ دی

په افغانستان کې له هرو درېیو وګړو یو یې د خوړو له کمښت سره مخ دی. د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا ځانګړې مفتش یا سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي چې په دغه هېواد کې شاوخوا ۱۴ میلیونه وګړي له لوږې او قحطۍ سره مخ دي. د سیګار په راپور کې راځي چې په افغانستان کې له هرو درېیو وګړو یو یې له قحطۍ سره مخ دی. سرچینه همدا راز وايي چې … نور ولولئ