افغانستان

د پوهنتونو د رخصتېدو سره سم، د محصلینو غبرګونونه را پورته سوي

خبریال: فضل الله فضلي د افغان حکومت د کابینې د نوي پرېکړي له مخي د هیواد ټول پوهنتونونه د ۳ نیمو میاشتو لپاره رخصت اعلان سول. تېره چهارشنبه کابینې پرېکړه وکړه، چي د کرونا د دوهمي څپې په راتګ سره دي د هیواد ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه رخصت اعلان سي. د یادي غونډي پرېکړه نن (شنبه) نشر سوه، چي د پرېکړي له مخي د رواني قوس میاشتي له ۸ نېټې څخه بیا د حوت … نور ولولئ
افغانستان

د کابل سهار د راکټ او مقناطيسي ماين په چاودلو سره پيل شو

راپور:نسيمه محمدي نن شنبه سهار د کابل ښار پر بېلابېلو سيمو څو مرمۍ توغندي ويشتل شوي دي. ويل کېږي چې ټول راکټونه د سراى شمالي له سيمې ويشتل شوي دي. ويل کېږي چې يو توغندى د مخفي بدخشي ښوونځي ترڅنګ يوولسمه ناحيه کې لګېدلى دى. بل د شهر نو، يو د ګل سرخ څلور لارې او دوه توغندي په شير پور لګېدلي دي. د ناتاييد شويو راپورونو پر اساس، دا توغندي د سراى شمالي له … نور ولولئ
افغانستان

افغانستان د نړۍ تر ټولو غمځپلی هېواد شو !

ګالوپ بنسټ د نورو کلنیو څېړنو په څېر , دا ځل د نړۍ هېوادونو کې خوښي او خپګان وڅېړه. دوی هغه هېوادونه معلوم کړل چې تر ټولو غمځپلي او تر ټولو خوشحاله وو. د دې څېړنې پر بنسټ تر ۲۰۱۸زېږدیز وروسته, د افغانستان وګړي خورا خپه شوي. تر دې مخکې افغانستان د غمګینو هېوادونو په نوملړ کې درېیم دریځ درلود؛ خو دغې وروستۍ څېړنې جوته کړه چې له درېیم ځایه, لومړي مقام ته تللی. اوس … نور ولولئ
افغانستان

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت او د ښځو لاسي کارونه

د ځينو شمیرو له مخه د افغانستان ۲۰ سلنه ښځې د خپلو کورنیو د اقتصادي غوړیدا په برخه کې مرسته کوي چې ډیری یې په لاسي کارونو بوختې دي. خو ګڼې میرمنې وايي چې لاسي کارونه یې تود بازار نه لري او لامل یې دا په ګوته کوي چې یو شمیر سوداګر د ټيټ کیفیت او ارزانه بیې توکي په بهرنیو هیوادونو کې چمتو کوي او بیا یې واردوي چې دا چاره ددوی د تولیداتو … نور ولولئ
افغانستان

د عمران خان سفر او افغان سوله؛ ایا پاکستان پخوانۍ تلګلاره تعقیبوي که بله انتخابوي؟

لیکنه: بشر درویش د پاکستان لومړی وزیر عمران خان پرون کابل ته راغی او له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره یې ولیدل. دا سفر داسې مهال کیږي چې د افغانستان د سولې په اړه بین الافغاني خبرې جریان لري، خو په داسې یوه وضعیت چې له شا او خوا یوې میاشتې راهیسې په کې هیڅ بدلون نه و راغلی. اما کابل ته د عمران خان له سفر هم مهاله په قطر کې د افغانستان … نور ولولئ
افغانستان

عمران خان، غني ته؛ روان تاوتریخوالی د منلو نه دی، شکونه له منځه وړو

راپور: بشر درویش افغان ولسمشر وايي، افغانستان او پاکستان باید د سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو پراختیا پر اساس د یو ستراتېژیک لیدلوري په پیاوړتیا کار وکړي ولسمشر اشرف غني او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون ماسپښین په ارګ ویلي. ولسمشر کابل ته د عمران خان له سفره هیله ده وښوده چې دا سفر د راتلونکو سفرونو د پیل او د دواړو هیوادونو د خلکو او ملتونو ترمنځ د مناسباتو د لا زیاتې پراختیا … نور ولولئ
افغانستان

صالح: د تابوت انځورونه او تش تابوتونه دې نور دباندې نه ایښودل کیږي!

خبر: ملیحه ناصري افغانستان کې نور تابوت پلورنکي اجازه نه لري د تابوت انځورونه او تش تابوتونه دباندې کېږدي. د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستیال امرالله صالح د نن ورځې د شپږنیمو بجو سهارنۍ ناسته کې وویل چې تر نن وروسته به په کابل ښار کې هېڅ تابوت پلورونکې هټۍ د دې اجازه ونه لري چې پر لوحو باندې د تابوت, قبر او نور دې ورته انځورونه وکاږي. دا هټیوال به د دې اجازه هم نه … نور ولولئ
افغانستان

پنتاګون؛ له افغانستانه د ځواکونو تر ایستلو وروسته، هر ډول ګواښونه شنډوو

راپور: ملیحه ناصري د امریکا د دفاع وزارت سرپرست، کریستوفر مېلر په شمالي کارولینا ایالت کې د یوې وینا په ترڅ کې وویل: « ولسمشر پرون حکم وکړ چې په افغانستان او عراق کې د امنیت له ټینګښت او د دومره هڅو په پایله کې زموږ د لاسته راوړنو په خوندي ساتلو سره دې د ۲۰۲۱ز کال د جنوري تر ۱۵مې پورې، د امریکايي ځواکونو شمېر دوه نیم زرو سرتېرو ته راټيت شي». نوموړي وویل … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني د امريکا د دفاع وزارت له سرپرست سره وغږید

خبر: بشر درویش افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام د امريکا متحدو ايالتونو د ملي دفاع وزارت سرپرست کریسټوفر میلر سره ټليفوني خبرې وکړې. ارګ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې ټليفوني مکالمه کې چې د امريکا متحدو ايالتونو لوی درستيز جنرال ميلي هم حضور درلود، دواړو لوريو د افغانستان د اسلامي جمهوريت او امريکا متحدو ايالتونو ترمنځ پر اړيکو خبرې وکړې. سرچینې زیاته کړې چې یادو خبرو کې د امريکا … نور ولولئ
افغانستان

فاریاب کې څه باندې ۲۴۰ زره کورني څاروي واکسینیږي

راپور: بشر درویش افغان چارواکي وايي، په فاریاب کې څه باندې ۲۴۰ زره کورني څاروي واکسینیږي. د افغانستان د اوبو لګولو، مالدارۍ ا زراعت وزارت د مسوولینو له قوله یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې فاریاب ولایت کې د څارویو د ساري ناروغیو له ډلې د بروسلوز او طاعون پر وړاندې د واکسینو کمپاین پیل شوی دی. سرچینې زیاته کړې؛ ددې کمپاین په لړ کې د حیواني کلینیکونو له لارې ۲۴۰ زره او ۴۴۰ … نور ولولئ