افغانستان

د افغانستان د معلولینو لپاره پر ملي ستراتېژۍ جوړولو بحث وشو

راپور: بشر درویش د افغانستان د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت رهبرۍ سره غونډه کې د معلولیت ملي ستراتېژۍ پر مسودې بحث او خبرې شوي. ارګ ویلي چې دې غونډه کې ولسمشر اشرف غني هم ګډون درلود. د ارګ خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا غونډه په چهارچنار ماڼۍ کې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه او د کابینې یو شمېر غړو هم حضور درلود. دې ناسته کې … نور ولولئ
افغانستان

له ټرمپ څخه د مارشل لا نافذولو او د اردو تر نظارت لاندې بیا ټاکنو غوښتنه

د متحده ایالاتو د ملي امنیت پخواني سلاکار “مایکل فلین” د ولسمشر ټرمپ څخه غوښتنه کړې، چې اساسي قانون وځنډوي، مارشل لا وضع کړي او نظامي انتخابات ترسره کړي. “مایکل فلین” د ښي اړخ د ډلې مطبوعاتي اعلامیه له سره اعلان کړه، چې په دې کې د متحده ایالاتو پر ولسمشر غږ کړی، چې د لنډمهال لپاره دې د هېواد اساسي قانون وځنډوي، اردو دې راوغوښتل شي او د اردو د نظارت تر نظر لاندې … نور ولولئ
افغانستان

د یوه نه هېرېدونکي خدمتګار یاد؛ افغانانو د ناکامورا له ژوند، هاند او مرګ څه زده کړل؟

لیکنه: هیلۍ اسد نن د ډسمبر ۴ نېټه: هغه ورځ چې افغانستان او افغانانو د روانې پردۍ او بدرنګې جګړې په ترڅ کې یو بشر پال جاپان الاصله افغان ډاکتر تتسو ناکامورا یا د افغانانو کاکا مراد له لاسه ورکړو. له مرګ یې یو کال تیر شو خو ډېری افغانانو هغه بشر پال او په پرمختګ میین انسان هیر نه کړو. تتسو ناکامورا څوک وه؟ ډاکتر تتسو ناکامورا له نن نه ۷۴ کاله مخکې یعني … نور ولولئ
افغانستان

یوویشتمه پیړۍ به د افغانانو لپاره څنګه وي؟

لیکنه: آغاملوک سهار له استقلال نه وروسته مو ډیر ښه پرمختګ پیل کړ، خو له فرصت څخه مو ګټه نده پورته کړي، ډیر زر له خنډ سره مخ سو. دا چې موږ هم د منځني ختیځ د نورو هیوادونو په څیر له صنعتي انقلاب نه ګټه پورته نکړه، بلکې ددي انقلاب د رهبرې او نورو مخکښو غړو پورې مو وابسته ګې درلوده، او د شوروي له یرغل وروسته مو د شلمي پیړۍ له لږ سکون … نور ولولئ
افغانستان

نړيوال بانک: افغانستان ته ٢٠٠ ميليونه ډالرو مرسته نه ورکوو

راپور: نسيمه محمدي د اسپوتنيک د رتپور پر اساس، هنري کرالي، د نړيوال بانک رييس په افغانستان کې، ولسمشر غني ته په ليک کې د ١٨٠ ميليونه ډالرو د نه ورکولو علت، د مرکزي بانک له لوري د اقتصاد اړوند د ټوليزو اطلاعاتو او شمېرنو نه چمتو کول ياد کړي دي. ْپه دغه ليک کې د نړيوال بانک رييس، د مرکزي بانک څخه د څو کتبي غوښتنليکونو بې ځوابه پاتېکېدلو په اړه ويلي دي او … نور ولولئ
افغانستان

ټرمپ د سترې محکمې په اړه هم شکي شو

ډونلډ ټرمپ چې د ولسمشرۍ ټاکنې یې له لاسه ورکړې د امریکا د سترې محکمې په اړه هم شکونه څرګند کړل. د یوه نړیوال خبري اژانس د راپور له مخې؛ د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سترې محکمې په اړه شک څرګند کړی او ویلي یې دي: ګمان نه کوم، چې د متحده ایالاتو ستره محکمه به په ټاکنو کې د درغلیو د تورونو قضیه واوري. ډونلډ ټرمپ ویلي دي،چې هغه په ​​سلګونو ثبوتونه/اسناد … نور ولولئ
افغانستان

ګوانتانامو؛ جو بایدن به دا زندان وتړي؟

راپور: ملیحه ناصري سرچینه: ډاریوا ډاټ کام ډونالډ ټرمپ په خپله څلور کلنۍ ولسمشرۍ کې پر دې وتوانېد چې د بارک اوباما د وخت هغه پالیسي ځای پر ځای ودروي چې د هغې له مخې ګوانتانامو تړل کېده. جو بایډن د بارک اوباما مرستیال و. هغه مهال دوی هڅه کوله چې د بندیانو دوسیې له سره وکتل شي, هغه بندیان چې ساتل یې نور اړین نه برېښېدل, خوشې شي؛ خو د اوباما په اتو کلونو … نور ولولئ
افغانستان

افغانستان: سږکال د کبانو ۳۵۰ نوي فارمونه جوړ شوي

راپور: بشر دروېش د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، چې د روان کال به ترڅ کې د کرنې وزارت او خصوصي سکټور له لارې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د کبانو ۳۵۰ تولیدي او تکثیري فارمو جوړ شوي دي. د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ويلي؛ د کب روزنې د برخې امر خلیل الله فروغ وایي، چې سږکال په ټولیزه توګه د هېواد په بېلابېلوولایتونو کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او … نور ولولئ
افغانستان

د ارګ او پارلمان پراخ اختلافات؛ عبدالله او رحماني سره لیدلي

راپور: نسيمه محمدي د افغانستان د ملي پخلاينې عالي شورا رييس، د ولسي جرګې له رییس سره لیدلي. عبدالله عبدالله، د ملي پخلاينې عالي شورا مشر په خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، چې نوموړي د ولسي جرګې ریس مير رحمان رحماني سره ليدلي او خبرې اترې کړي دي. په خبرپاڼه کې راغلي دي: “د ولسي جرګې له رييس څخه د ناستې په پيل کې، وزيرانو ته د تاييد رايې ورکړې له امله منننه وکړه، خلک تمه … نور ولولئ
افغانستان

د فلسطين د علماوو مشر: په افغانستان کې روانه جګره ناروا ده

راپور: نسيمه محمدي د افغانستان د کورنيو چارو وزارت پنجشنبه ٢٦م د نوامبر د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره وويل، چې شېخ عکرمه صبري د “القدس جومات” امام او د ديني علماوو رييس د افغانستان روانه جګړه نامش وع اعلان کړه. په دغه اعلاميه کې، د فلسطين د ديني علماوو رييس، په اردن کې د افغانستان سفارت د يوه انځوريز پيغام په استولو سره، د افغانستان اوسنۍ جګړه د “سوره النساء د ٩٣ آيت” … نور ولولئ