افغانستان

تخار: سږکال له ۴ سوه فارمونو ۸۰ټنه شات توليد شوي

خبر: بشر درویش دتخار ولايت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وايي، چې ددې ولايت دشاتو فارم لرونکي سږکال ۸۰ ټنه شات توليد کړي دي. د افغانستان د کرنې وزارت یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د چارواکو له قوله وايي، چې دشاتو مچيو روزونکو د اتو ټولنو په اډانه کې دشاتو مچيو ۴۰۰ فارمونه چې، د شاتو ۹ زره صندوقونه په کې دي فعاليت کوي. خبرپاڼه کې ویل شوي؛ په دې وروستيو کې دشاتو مچيو دصندوقونو په … نور ولولئ
افغانستان

هلمند کې د څړځایونو د بیارغونې سروې پیل شوې

راپور: بشر درویش د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د څړځایونو د بیارغونې او پراختیا په پار د سرورې چارې پیل شوي دي. د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې د یاد ولایت د کرنې ریاست هلې ځلې کوي، ترڅو ددې ولایت په کچه د ټولو هغو مالچرو او څړځایونو ځمکې تثبیت کړي، چې د نقشو له مخې له پخوا څخه د مالدارانو د مالونو څړځای … نور ولولئ
افغانستان

نړیوال بانک له افغانستان سره ۸۵ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه

نړيوال بانک د یوې اعلاميې په خپرولو سره له افغانستان سره د ۸۵میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ. د نړيوال بانک په اعلامیې کې چې د دوشنبې پر ورځ د ليندۍ پر ۲۲مه خپره شوه، راغلي دي چې دغه مرستې د ۳۹۳میلیون ډالرو مرستو يوه برخه ده چې نړيوال بانک یې افغانستان ته د بیارغونې مرستو په توګه ورکوي او دغه مرستې به د کورونا په لمنځه وړلو، پاکو اوبو ته د لاسرسي، د روغتیا او … نور ولولئ
افغانستان

د کابل د هوا ککړتيا د کورونا ويروس په پرتله څو چنده مرګونې ده

ژباړه: نسیمه محمدي د روغتيا نړيوال سازمان په خپل تازه راپور کې وړاندوينه کړې، چې د افغانستان د پلازمينې کابل، د هوا ککړتيا به خپل تر ټولو خطرناکه حالت ته ورسيږي. د روغتيا نړيوال سازمان د وړاندوينې په اساس سږ ژمي کې به په کابل کې د هوا ککړتيا 500 درجې وي، چې دا په نړۍ کې د هوا د ککړتيا تر ټولو ستره درجه ده. د روغتيا نړيوال سازمان د راپورونو پر اساس، د … نور ولولئ
افغانستان

خبریالان: د هلمند کرکیټ لوبغالی دې د شهید الیاس داعي په نامه سي

خبریال: فضل الله فضلي د جنوب غرب حوزې خبریالان او ولس د افغانستان کرکیټ بورډ څخه غوښتنه کوي، چې د هلمند کرکیټ لوبغالی دې، د شهید الیاس داعي په نوم ونومول سي. همداراز د یادي حوزې ورزشي خبریالان هم غواړي، چې د شهید الیاس داعي د تل پاتې یاد او کړو خدمتونو په پار دې د هلمند کرکیټ لوبغالی د ازادۍ راديو د پخواني خبريال ارواښاد الیاس داعي په نامه سي. الياس داعي د نومبر … نور ولولئ
افغانستان

 په ۳ ولایتونو کې ۱۸ آبرېزې جوړیدل؛ ابریزې څه ګټه لري؟

خبر: بشر درویش د آمو پنځمې سیندیزې حوزې د سکټوري پروژې چارواکي وایي، چې ددې پروژې له لارې سږکال د تخار، بدخشان او کندز په ولایتونو کې ۱۸ ابرېزې جوړیږي. له دې ډلې د ۹ آبرېزو رغنیزې چارې بشپړ او د ۹ نورو هغو رغنیزې چارې تر ۶۵ سلنه بشپړ شوي دي. د افغانستان د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ دغه آبرېزې د سېلابونو د ویجاړیو مخنیوي، د خاورې خوندیتوب، د کانالونو د ویجاړیو … نور ولولئ
افغانستان

افغان حکومت: خصوصي سکتور مو د اقتصاد ملا تیر دی، خو ژمني باید عملي کړي

راپور: بشر درویش افغان ولسمشر اشرف غني پرون غرمه د خصوصي سکتور یو شمېر استازو سره کتلي. ارګ ویلي دې ناسته کې ښاغلي غني د ټرانسپورټ په برخه کې د دوی غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل. د ارګ خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ګډونوالو د ټرانسپورټ برخې د ستونزو، د فواید عامې وزارت د نوې مقررې د ځنډولو، د مواصلاتي لارو، اورګاډي پټلۍ، بندرونو، ګمرکونو، مالیې، نورم او سټنډرد برخو کې د شته ستونزو … نور ولولئ
افغانستان

ارزګان: د ۴۷کرنيزو پروژو چارې بشپړې شوې؛ سړې خونې هم لري

راپور: بشر درویش د ارزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایې، سږکال په ارزګان ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت دطرحې په اډانه کې ۷۲ بېلابېلي پروژې پلي کیږي چې، له دې ډلې د ۴۷پروژو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته چمتو شوي دي. د کرنې وزارت په همدې اړه یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د دوی له قوله ویلي چې د پاتې ۲۵ پروژو رغنيزې چارې هم ۹۵ سلنه بشپړشوې دي، … نور ولولئ
افغانستان

د غني اعتراف: روغتیايي برخه کې جدي ستونزې لرو، ۳ میاشتو کې اقدام کوو

راپور: بشر درویش افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ویډیو کنفرانس له لارې په امریکا او اروپا کې میشتو یو شمېر افغان روغتیایي متخصصینو سره د کرونا ویروس لومړۍ څپې څخه د زده شویو درسونو، او ددغه ویروس دویمې څپې پر ضد د مقابلې په اړه خبرې وکړې. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، دا خبرې پرون ماښام شوي دي. په دغه ویډیو کنفرانس کې چې د جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح، د عامې روغتیا وزیر ډاکټر احمدجواد … نور ولولئ
افغانستان

غني طالبانو ته: راځئ د تېرو شپږو نسلونو پر زخمونو د ملهم پټۍ کېږدو

راپور: بشر درویش د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا لومړۍ غونډه ترسره او پرانیستل شوه. دې ناسته کې د افغان ولسمشر اشرف غني په ګډون سیاسیونو او مشرانو برخه اخیستې وه. دا ناسته چې په سلامخانې ماڼۍ کې جوړه شوې غونډه کې د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله، مخکېني ولسمشر حامد کرزي، د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح، د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش، جهادي مشر استاد … نور ولولئ