افغانستان

صالح: قانون منګلو ته د جنايتکارانو د سپارلو لپاره د ټولو سرچينو کارول دوام لري

راپور: نسيمه محمدي د راپورونو پر اساس، امرالله صالح نن سه شنبه(٩/جدي) د سهار ٦:٣٠ بجو د ناستې د راپور په خپرولو سره ويلي. “په ٢١مه ناحيه کې د دولتي منسوب د ترور لپاره اعترافات اخيستل وځنډېدل، ځکه يو تروريست زخمي دى او بايد د خبرو کولو توان پيدا کړي.” ښاغلي صالح ويلي: “په کلوله پشته کې پېښه جدي او ژوره څېړل کېږي. د اردو افسر د دفاع وزارت د ټولو امرونو خلاف، هېڅ احتياطي … نور ولولئ
افغانستان

افغانان نور کولی شي پرته له ویزې ازبکستان ته لاړ شي

د ازبکستان هېواد د “سردریا” ولایت والي “بابا یوف” ویلي، چې د ٢٠٢١ اول له جنوری به افغانانو ته بې ویزې د دننه ورتګ اجازه ورکړي. افغانان به د دخولي ټاپي په درلودلو سره پنځلس ورځې د ازبکستان په هېواد کې د پاتې کیدو حق ولري. ازبک چارواکي وايې، د دغه اقدام موخه د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د کچې لوړیدل دي. “بابا یوف” ويلي، د دې سربیره چې ویزې ته به اړتیا … نور ولولئ
افغانستان

میاخیل: د جګړې ډګر کې د افسرانو او سرتیرو ملاتړ او ښه همغږي رامنځته شوې

راپور: بشر دروېش د افغانستان د ملي دفاع وزرات کې دفاعي او امنیتي سکټور برخه کې بنسټيزو اصلاحاتو په موخه نن د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود”میاخیل” او وسلوالو پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین”ضیا” په مشرۍ ناسته ترسره شوه. دفاع وزارت یوه خبرپاڼه کې ويلي؛ په دې ناسته کې د ملي دفاع وزارت جنرالانو، افسرانو او رییسانو ګډون کړی وو. سرچېنې ويلي؛ دغه ناسته کې د دفاعي او امنیتي سکټور برخه … نور ولولئ
افغانستان

عبدالله، غني ته راپور ورکړ: د مذاکراتو د ځای په اړه هم توافق وشو

راپور: بشر درویش ولسمشر اشرف غني نن له غرمې مخکې د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله سره ليدلی. ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خبرپاڼه کې ويلي چې دا لیدنه ارګ شوې ده. سرچېنه وايي، په دې کتنه کې چې د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب هم حضور درلود، ډاکتر عبدالله عبدالله جمهوررئیس غني ته د ملي روغې جوړې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې دویمې ناستې راپور ورکړ او د افغانستان اسلامي جمهوریت … نور ولولئ
افغانستان

ننګرهار کې واوره: د جلال اباد څنډو ته هم راورسیده + انځورونه

راپور: بشر درویش د ننګرهار په ګڼ شمېر ولسوالیو کې له کلونو ځنډ وروسته د واورو اورښت پیل شوی. دره نور، کامه، کوټ، سره رود، سپین غر، اچین، شینوارو، کوز کونړ، خوږیاڼي، پچیراګام، بټي کوټ، نازیان، هسکې مینې او یو شمېر نورې هغه ولسوالۍ دي چې کلونه وروسته په کې واور اوري. د سیمه ییزو خلکو په وینا چې اوس هم یو شمیر سیمو کې واوره جریان لري او ځینو ځایونو کې واوره دریدلې ده. … نور ولولئ
افغانستان

صالح: ملت ته ښه، خو دښمنانو ته بد خبرونه لرو

راپور: نسيمه محمدي امرالله صالح د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستيال نن شنبه ٦ د جدي د سهار ٦:٣٠ بجو دناستې د جزيياتو په خپرولو سره ويلي:”د ځينو اعلاميو په اړه د ناسم درک او اخذ په اړه يانې د پنجشنبې د ٦٠ جلسې په اړه يې خلک لري، خبرې وکړې. د ٦:٣٠ بجو ناستې به د غوره تمرکز – زياتو امکاناتو او پراخو صلاحيتونو سره دوام کوي.” نوموړي زياته کړه: “خو د تېرو دوو مياشتو … نور ولولئ
افغانستان

د قطر یوه خیریه موسسه کابل کې اړمنو ته د اوسیدو کورونه جوړوي

د ښارجوړونې وزارت په خپل فیس بوک پاڼه لیکلي دي، چې پرون ١٩ د دسمبر یوه تړون پاڼه، یا قرار داد د قطر یوې خیریه موسسي لخوا د ځینو ساختماني شرکتونو سره د ١١٠ ملیونو ډالرو په ارزښت د افغانستان اسلامي جمهوریت د ښارجوړونې وزیر او د مالیې وزیر په شتون کې په “سرینا” هوټل کې لاسلیک شو. “عزیز احمد ګلستاني” چې د کورجوړوني برخه کې د ښارجوړونې وزارت مرستیال وزیر دی، وویل: دا ټولنه … نور ولولئ
افغانستان

 د ولایتونو ویاندویان ولي لرې شول او څه به کوي؟ د حکومت منطق او د خلکو غبرګونونه

راپور: بشر درویش د افغانستان حکومت پریکړه کړې چې د ټولو ولایتونو ویاندویان له خپلو دندو لرې او دا مسوولیت والیانو ته وسپاري. د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي: «پر ټولنیزو رسنیو کې د ولایتي ویاندویانو د بستونو لغوه کېدو په اړه ګونګوسې خپرې شوي. د ولایتونو ویاندویان په محلاتو کې زموږ پیاوړي همکاران دي، چې په سختو شرایطو او کمو امکاناتو یې د خپلو ادارو کړنې له ولس … نور ولولئ
افغانستان

ملي دسترخوان پروګرام د ټول هېواد ۹۰ سلنه نفوس ته خوراکي توکي ویشي

د ۲۰۲۰ په اپریل میاشته کې د افغانستان اقتصاد وزارت د کورونا پر مهال د افغان وګړو اقتصادي حالت ارزولی دی او دا پایله یې را ایستلې چې د کورونا پر مهال به په افغانستان کې د بې وزلۍ کچه پورته شي، په راپور کې راغلي وو چې کورنا به  پر کورنیو، شرکتونو، تصدیو، عامه سکتورونو او مرکزي بانکونو ناوړه اغیز وکړي. رښتیا هم اوږدو رخصتیو، قرنطین او د کارونو دریدلو د کورنیو پر اقتصاد … نور ولولئ
افغانستان

رولا غني: د موقت حکومت جوړیدل، یعنې د دوه لسیزو د لاسته راوړنو له منځه وړل

د افغانستان لومړۍ مېرمن د نيوکې په بڼه د هېواد د ولسي جرګې له خوا، د ځینو نوماند وزیرانو د ردولو په تړاو وويل، چې ولسي جرګه د پېر او پلور پر مرکز بدله شوې ده. د افغانستان د ولسمشر مېرمن رولا غني، د هېواد ولسي جرګه، په مالي فساد تورنولو سره وويل چې د افغانستان ولسي جرګه د وزیرانو په ټاکلو کې، دا چې څوک وټاکي او څوک رد کړي د پېر او پلور … نور ولولئ