افغانستان

د بانکونو اوتومات ماشینونه (ATM) بیرته فعالېږي

د افغانستان بانک خبر ورکوي چې راتلونکې شنبه به په افغانستان کې د بانکونو خپل سري یا د پیسو ورکړې اتومات ماشینونه بیرته فعال شي. ددغه بانک ویاند صابر مومند ویلي چې د سوداګریزو بانکونو ته یې متحدالمال مکتوب صادر کړی دی چې پر بنسټ به یې سوداګریز بانکونه په ځانګړو ځایونو کې د صرافۍ خپل کاره ماشینونه (ATM) څخه پيرودونکو ته د ګټې اخیستنې زمینه برابروي. هغه زیاتوي، افغانستان بانک تل هڅه کړې چې … نور ولولئ
افغانستان

قطر له افغانانو سره د مرستې لپاره خیریه بنسټ جوړوي

د قطر د شاهي کورنۍ غړی شیخ عبدالله بن محمد آل ثاني، د افغان حکومت له رییس الوزرا محمد حسن آخوند سره په کتنه کې، د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د خیریه بنسټ د جوړولو خبر ورکړی دی. رییس الوزرا په دغه کتنه کې ویلي چې افغان حکومت غواړي له قطر سره ښې اړیکې ولري. هغه اسلام د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا بستر بللی او ټینګار یې کړی چې دا دوه … نور ولولئ
افغانستان

ا.ا: له ګاونډیو هېوادونو سره ښې او پياوړې اړیکې غواړو

د افغانستان ا.ا عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد یو ځل بیا له ګاونډیو هېوادونو سره پر ښو او پياوړو اړیکو ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې دوی له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د باور په فضا کې د ستونزو پر حل باور لري. مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي چې ا.ا د ازبیکستان هېواد لخوا د برېښنا ستونزې د حل په اړه د هغه هېواد له چارواکو مننه کړې ده او زیاته کړې … نور ولولئ
افغانستان

برېښنا شرکت: د وارداتي برېښنا جریان بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی

له ازبیکستان وارداتي برېښنا بېرته عادي حالت ته راګرځېدلې ده. د برېښنا شرکت وایي چې نن سهار شاوخوا اووه بجې له ازبیکستان د برېښنا ستونزه حل شوې ده او وارداتي برېښنا به خپل عادي جریان ته ادامه ورکړي. سرچینه وایي چې دغه پرچاوي په ازبیکستان کې په تیلي مرجان سټیشن کې یوه تخنیکي ستونزه رامنځ ته شوې وه چې له امله یې پر افغانستان شپېته سلنه برېښنا کمه شوې وه. برېښنا شرکت وایي دمګړی دغه … نور ولولئ
افغانستان

ا.ا: بشردوستانه مرستې دې زموږ په همکارۍ ووېشل شي

افغان حکومت د بشردوستانه مرستو په تړاو د ملګرو ملتونو د تازه پرېکړې هرکلی کړی دی. د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنیفي وایي دوی د ملګرو ملتونو د هغه پرېکړې هرکلی کوي چې له افغانانو سره خپلې بشردوستانه مرستې ډېروي. دده په وینا تر څنګ یې افغان حکومت په دې پروسه کې د شفافیت غوښتونکی دی. هغه زیاته کړې چې نړیوالې مرستندویه موسسې په تېره ملګري ملتونه باید د مرستو د تنظیم لپاره د افغان … نور ولولئ
افغانستان

ازبیکستان افغانستان ته خپله صادراتي برېښنا ۶۰ سلنه کمه کړې

د افغانستان برېښنا شرکت وایي چې ازبیکستان د افغانستان برېښنا شرکت له همغږۍ پرته خپله ۶۰ سلنه صادراتي برېښنا کمه کړې ده. یاد شرکت د ازبیکستاني چارواکو له قوله د برېښنا کموالي لامل په ازبیکستان کې تخنیکي ستونزه یاده کړې ده او زیاته کړې یې ده چې دا ستونزه به په ۲ یا ۳ ورځو کې اواره شي. د یادونې ده چې په دې وروستیو شپو ورځو کې په ځینې ولایتونو ځانګړې توګه پلازمېنه کابل … نور ولولئ
افغانستان

افغانستان کې ۱۳ میلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري

په افغانستان کې میلیونونه ماشومان د ژوندي پاتې کېدو لپار نړیوالو مرستو ته اړتیا لري. د ماشومانو د ساتنې نړیوالې ادارې یا سېف د چېلډرن په تازه څرګندونو کې ویلي چې افغانستان دمګړی په سخت وضعیت کې دی او دې ناوړه اقتصادي وضعیت د ماشومانو پر ژوند مستقیم ناوړه اغېز کړی دی. سرچینه وړاندې لیکي، چې همدا اوس شاوخوا ۱۳،۱ افغان ماشومان د ژوندي پاتې کېدلو لپاره نړیوالو مرستو ته اړتیا لري. یادې ادارې د … نور ولولئ
افغانستان

امریکا وایي له افغانستان سره بشردوستانه مرستې ډېروو

امریکا له افغانستان سره د لا ډېرو بشردوستانه مرستو د ترسره کولو ژمنه کړې ده. د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ د ملي مصالحې عالي شورا له پخواني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره خبرې کړې دي. په دې ټلیفوني مکالمه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت، بشري مرستو، روغتیا او زده کړو خبرې شوې دي. ډاکټر عبدالله عبدالله په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې په دې … نور ولولئ
افغانستان

قزاقستان: نارامیو کې له افغانستان هم ځينو ډلو لاس درلود

قزاقستان ادعا کړې چې ددغه هېواد په وروستیو نارامیو کې له افغانستان هم ځینو ډلو ټپلو لاس درلود. د قزاقستان ولسمشر د اروپايي ټولنې له استازو سره په خبرو کې ویلي، چې په دغه هېواد کې یې د یوه ستر ترهګریز برید مخه نیولې ده او په خبره یې دوی د یوه ناورین په مدیریت بریالي شوي دي. قاسم توقایف وایي چې په دې ناندریو کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو او افغانستان ځینو کړیو … نور ولولئ
افغانستان

امیر خان متقي او احمد مسعود په تهران کې سره کتلي دي

جهادي مشر اسماعیل خان او احمد مسعود د مقاومت د جبهې رهبر،  د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست  وزیر امیر خان متقي، سره په تهران کې کتلي دي. امیر خان متقي هم دا لیدنه تایید کړې ده. ښاغلي متقي خبریالانو ته وویل: ”د قوماندان اسماعیل خان او هم احمد مسعود سره مو په ایران کې ولیدل. د نورو افغانانو سره مو هم لیدنه درلوده او له هغوی مو وغوښتل چې هېواد ته ستانه شي، … نور ولولئ