ټولنیز ژوند

د اختر اداب

لیکنه: شمله نادري الله ﷻ په یوه کال کې مسلمانانو ته دوې لویې خوشحالۍ ور په برخه کړې دي. چې دوی خپل ټول غمونه او دردونه هېر کړي او له دې نېکو ورځو څخه خوند واخلي، تگ راتگ وکړي، چکر ووهي، عبادات وکړي، خیراتونه (صدقې) ورکړي او دې ته ورته د نورو کارونو په کولو یې دوی مکلف کړي. هر مسلمان ته لازمه ده چې د اختر پر ورځ یوشمېر کارونه تر سره کړي لکه: … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ولې کله کله داسې احساس کوو چې په خلکو نه یو ګران!؟

ليکنه صديقه پوپلزۍ غږ استاد عظيمي/ دا پوښتنه ډېر ځله هغو کسانو ته پیدا کېږي چې په دنننه کې عاطفي تشه/ خلا ولري، پر ځان باور یې کم وي او یا تر اوسه ودې ته نه وي رسېدلي او له عاطفي اړخه پوره نه وي. د ارواپوهانو له نظره دا ډول پوښتنې هغو کسانو ته ډېرې پیدا کېږي چې عاطفي ستونزې او تشې ولري. یاني په ماشومتوب کې یې له خپلې مور/ پلار او کورنۍ … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د افغان مېرمنو پر وړاندې پراته خنډونه

کوم حقوق چې په اسلام کې مېرمنو ته ورکړل شوي دي له دې څخه يې نيمه سلنه هم افغانو ښځو ته نه دي ورکړل شوي. له خپل شته حقونو څخه بې برخې دي. له بده‌مرغه چې ناوړه دودونو ورڅڅه خپل حق اخيستی دی. هغه لويې ستونزې چې ښځې ورسره مخ دي لکه: ميراث، تعليم، ناوړه دودونه، د عقايدو غلط تفسير، اقتصادي ستونزې، محيطي ستونزې، باسواده ښځوته شک په سترګه کتل … ۱-ميراث؛ ميراث يوه پيچلې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

نجونې ولې خپل اصلي عمر/ سن پټوي؟

  معمولا نجونې نه خوښوي چې څوک یې د سن په اړه پوښتنه ترې وکړي یا دوی سم ځواب ورکړي. د دوی د اصلي عمر معلومېدل او د خلکو ترې خبرېدل، دوی ته یوه خواشینوونکې پېښه ده. ننګ یې ګڼي او اروايي ځور سره مخ کېږي. حال دا چې عمر هغه شمېره ده چې بدلون او لوړېدل یې د هېڅ انسان په خپل واک کې نه دي. سن لوړېدل نجونو ته هېڅ ډول عیب نه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د خپلوانو سره د اړیکو خرابېدلو څلور لاملونه

که چېرې له خپلوانو سره له خپلو اړیکو خوښ نه یو یا خرابې راته برېښي، ښه به دا وي چې په دې اړیکو کې خپله ونډه هم وارزوو. چې موږ په دې اړیکو کې کوم رول لوبولی دی. ایا مثبت اغېز مو پرې ښندلی که منفي اثر مو کړی. د دې خبرې معلومول د اړیکو په روښانه کولو کې ونډه لري. هغه کړنې چې اړیکې مو له خپلوانو سره ورانوي: بېځایه تمې: که چېرې داسې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

هغه دلایل چې دندې ( مسلک)  څخه د ناراضه کېدو لامل ګرځي

ژباړه: حماد هلال که د خپل کار سره مینه نلرئ، داسې لارې شتون لري چې هغه درته د زغم وړ کړي. موږ ټول دې سره مخ شوي یوو، چې د کوم کار څخه کرکه وکړو یا  زموږ په ملګرو او کورنۍ کې داسې کوم شخص مو لرلو، چې د خپل کار سره یې منیه نلرله. د کمو حقوقو ترلاسه کول، بد خويه رئيس، کاري ستړیا او داسې نور ډېر دلایل شته چې د کار څخه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ښځو په هکله هغه څو بد ګمانۍ، چې حقیقت نه لري!

ـ که بازار کې د خريدارۍ پر مهال کوم سړی له کومې ښځې سره د يوه څيز په پورته کولو کې مرسته وکړي او ښځه يې په موسکا د ښېګڼې مننه وکړي، نو دا په دې مانا نه ده چې ښځه د سړي په جال کې ونښته يا يې زړه پرې بايلود. ـ که په کوم رش (ګڼې ګوڼې) ځای کې کومې ښځې په لوړ غږ خبرې کولې ـ نو صاحبه! دا په دې مانا … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ډېر اولادونه: د نورو ګڼو ستونزو ترڅنګ، د مور او پلار عمر کموي!

زموږ په ټولنه کې یو بد رواج دا هم دی چې سړی باید ډېر زامن ولري او د دې لپاره دوی هڅه کوي چې ډېر اولادونه نړۍ ته راوړي، او دا بیا ډېر مشکلات زېږوي، چې مور او پلار نشي کولای د خپلو ټولو اولادونو اړتياوې پوره کړي. . د روغتیا نړیوال سازمان په هېواد کې له روغتیايي اسانتیاوو څخه د ۵۰۰ زره افغانانو د بې برخې توب له کبله خپله اندیښنه ښودلې. دا په … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

واده سره د کورنۍ مخالفت؛ حل لارې لري !

ژباړه: حماد هلال د ځوانانو د واده له ستونزو څخه یوه د کورنیو مخالفت دی، ځیني وختونه دا مخالفتونه بې د لیله او بې منطقه وي، چې ځوانان باید د مور او پلار مخالفت سره په یو ډول معامله وکړي او دا ستونزه حل کړي. د کورنۍ مخالفت سره د واده لپاره مخ ته راتلل او د دې موضوع حل لارې د واده په مهال د ځوانانو له اندیښنو یوه د دوی واده سره د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ملګري مسخرې راباندې کوي؛ څنګه یې حل پیدا کړو !

ملګري مسخرې راباندې کوي! له مسخرو، خبرو او له ملګرو وېره، پر دې اړوند اندېښنه پر دې مانا ده چې ستاسې په بدن او شخصیت کې ګڼې ستونزې شته چې ستاسې د ناارامی، سټرس اندېښنې لامل ګرځي. دلته په ټولیز ډول د پر ځان باور مسئله مطرح ده چې ښایي له خندا نه ځورېدو سره سره ګڼې نورې ستونزې هم رامینځته کړي. هغه کسان چې یاده ستونزه لري ښایي یوه لویه ستونزه یې د پر … نور ولولئ