ټولنیز ژوند

لور، باران او میلمه؛ په اړه یې د ځینو افغانانو بې ځایه فال او اندیښنه

لیکنه: مریم محمدي د الله تعالی له طرفه د لور، میلمه او باران ورکړه او کول لوی نعمت دی، خو په دا درې واړو د الله ځیني بنده ګان خفه وي. نن غواړم په همدې موضوع درسره ځینې خبرې شریکي کړم: ۱- د لور درلودل د ویاړ خبره ده په دیني فرهنګ کې د لوڼې درلودل ویاړ دی؛ ځکه له رسول الله (ص) سره همرنګېدل دي، چې امام صادق (رح) ویلي: پېغمبر (ص) د لوڼو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

که دا عاداتونه ولرئ، نو هیڅکله باسلیقه میرمنې نشۍ کیدای

لیکنه: آلما افغان ۱- د کور د پاکوالي لپاره محدودیت ټاکل په یاد ولرئ د کور پاکوالی د ځینو محدودیتونو پورې تړل مو د بې سلیقه ګۍ نښه ده، لکه: سبا میلمانه لرو باید کور ورته پاک کړم، راتلونکې اونۍ اختر دی کور به پاک کړم، نوی کال دی کور به پاک کړو او همداسې نور محفلونو لپاره کور پاکول مو بې سلیقه معرفې کوي. مشوره: هڅه وکړئ د هرې ورځې پیل د کور د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

څنګه کولی شو چې د وينا پر مهال له ورخطايۍ ځان وژغورو؟

ژباړه: محمد عزيز پردېس که د عمومي وينا پر مهال د ورخطايۍ احساس کوئ، نو پوه شئ چې په دې برخه کې يوازې نه ياست او په اسانۍ سره کولی شئ چې پر ډار او ورخطايۍ برلاسي شئ. شايد دا تاسو ته ډېره جالبه وي چې ډېر استادان، سياست پوهان او مسلکي ويناوال هم يو وخت ستاسو په څېر د وينا پر مهال وېره او ورخطايي تجربه کړې ده. شته داسې کړنلارې، وسايل او لارښوونې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ټیلیفون زیات کارول د نظر د کموالي او د ملا د کړوپ والي سبب ګرځي

د محمد صادق کریمزي لیکنه د ګرځنده تلیفون زیات کارول مو د سترګو د نظر کموالی، د خوب د کموالي او د ملا د کړوپ والي لامل ګرځي. که له یوې خوا ورځ تر بلې ټکنالوژیکي پرمختګ زمونږ د ژوند چارې ورځ تر بلې اسانوي، نو د بلې خوا همدغو پرمختګونو ډیر زیانونه مونږ ته ګوته په ماشه دي. په همدې اړه د کلفورنیا روغتیاپالانو په خپلو نویو څیړنو کې موندلي چې موبایل (ګرځنده تیلیفون) … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

په ویښتانو، مخ او میړه، باید رښتیا هم باور ونه شي ؟!

لیکنه: آلما افغان ددې درې کلماتو د څو ځله تکرار او اوریدو زیانونه (سر، موی، روی شوی هیچ وقت اعتبار نیست) درته وایو. تاسو به په ډیری هغه مجالیسو کې چې د ویښتانو، مخ او خاوند په اړه وې، حتماً دا جمله اوریدلې وې چې وايي په ویښتانو، مخ او میړه باندې هیڅکله باور نشته. هو! خو؛ هیر مو نشې چې په دې جملې تکیه او باور مو حتماً بې زیانه ندی، دا چې څنګه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د اولاد درد

کوچنی باغ مو د لوکاټو له ونو ډک و. چې کله به ونې ګل شوې، تا به ویل لکه کتار عطاران چې ولاړ وي او پر خلکو شیبه په شیبه عطرونه شیندي. په باغ کې د بکیانډې یوه لوړه ونه ولاړه وه. د دې ونې ډډ صاف و او ښاخ یې نه درلود. ډیر وخت به مو همدې ونې ته د ختلو په تمرین تیریده. د باغ په یوه څنډه کې د رامبیلو بوټی و. … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

یوه انجلۍ نورو انجونو ته؛ باید د (ځوان) کلمه یوازې نارینه وو ته پرینږدو

لیکنه: مریم محمدي لوپټې مو له دستاره کمې نه دي دا يو روڼ حقيقت دی، چې ځوانان د يوې ټولنې غښتلی ځواک بلل کېږي، پردې اساس د ځوانانو دغه رول ته بايد په درنه سترګه وکتل شي. همداراز ځوانان د ټولنې د ملا تیر هم بولو، خو زه دلته ځکه یواځې په ځوانو نجونو او مېرمنو خبرې کول غواړم چې د نارينه وو ترڅنګ دوی هم خپلو مسؤوليتونو ته متوجه شي او په راتلونکې کې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ښځو او مسافرو لپاره؛ جامې څنګه ووینځو او له وینځلو وړاندې او وروسته څه باید وکړو، څو پاکې شي؟

لیکنه: آلما افغان افغانستان کې دا دود دی چې جامې ښځې مینځي او پاکوي، دا بیا په یوه تشت یا لګن کې په صابون مینځي، د نورې نړۍ په شان هغسې پریمانه امکانات نه لري چې ماشین واخلي او ویې مینځي، خو اوس یو څه پرمختګ شوی، ځیني خلکو له ماشینونو استفاده کوي. تر څنګ یې، روانو جنګ جګړو او بدو حالاتو ډیر افغانان مجبوره کړي چې اروپايي او نورو هیوادونو ته ولاړ شي، هلته … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د بدن حرکات یا باډي لنګویچ پر شخصیت ځانګړی اغیز لري

ژباړه: محمد عزيز پردېس د خبرو پر مهال د بدن د حرکاتو څخه په سمه توګه ګټه اخېستل، مخاطبین ستاسو تر اغېز لاندې راولي. د بدن حرکات يا (Body Language ) عبارت د هغه ځانګړو حرکاتو څخه دي چې د خبرو اترو پر مهال د لاسونو، سر او د بدن د نورو غړو په مرسته ادا کېږي، چې په ترڅ کې يې يوه مانا لرونکې او سمه خبره يا جمله ادا کېږي او هغه څه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د پښتون ژغورنې له غورځنګ سره تړلي پنځه نښې چې په پښتنو ځوانانو کې بدلون ښيي

د ضیا الرحمن لیکنه، سما ټي وي له اردو ژباړه: بهرام خیل لومړی ؛ په عامه توګه په پاکستان او په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا کې چې کله دا ډول سترې غونډې او مظاهرې جوړیږي، نو سیاسي ګوندونه عموما د ځايي خانانانو، جاګیردارانو او ټیکه دارانو پر وسایلو او سرچینو تکیه کوي. د غونډو لپاره له کلیو او بانډو خلکو راوستل کیږي او هغوی ته ترانسپورت هم برابریږي. خو د پښتون ژغورنې غورځنګ د … نور ولولئ