اقتصاد

کار او زده کړو ته مو ماشومان داسې اسانه وهڅوئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي د ماشومانو توانمندي هغه که هلک وي او یا هم نجلۍ له هغه پورته ده، چې تاسو یې فکر کوئ. کله، چې یو ماشوم وکولای شي په کمپیوټر او یا هم موبایل کې لوبه وکړي، په اسانۍ سره کولای شي، چې د کالیو مینځلو ماشین هم روښانه کړي. خو یو څه باید په پام کې ونیول شي، چې د ماشوم سن ته په کتو سره باید هغوی ته کار وسپارل شي. د … نور ولولئ
اقتصاد

هغوی چې غوسه راباندې کوي، باید داسې برخورد ورسره وکړو

ژباړه: حمیدالله حمیدي له هغو کسانو سره مناسب چلند چې را باندې غوسه کېږي یو بل مهارت دی چې باید زده یې کړو، ارو مرو یوه ورځ په کار راځي. د غوسې پرمهال چیغې وهل د دې خاورینې نړۍ پر مخ د انسانانو د ژوند یوه برخه ده. لږ تر لږه هر چا تر اوسه پورې پر یو چا خپل غږ تر خپل ټاکلې اندازې اوچت کړی دی. خو ډېری کسان بیا بیخي له دې … نور ولولئ
اقتصاد

وړتیا پټه نه پاتې کیږي؛ د حسادت پر ځای باید په وړتیا کار وشي

د خلکو له ښو باید بده ګټه وانه اخیستل شي. عزت او زلت د خدای پاک په لاس کې دی. چاته یې چې خوښه شي عزت ورکوي او د چا په نصیب بیا زلت شي. ډېر به مو لیدلي وي چې په ناڅاپي ډول په ټولنه کې یو کس را پورته شي مهمه نه ده چې عمر یې څومره وي د عزت ستوري یې لکه په شنه اسمان کې راڼه پړقېږي. په کورنۍ کې هم … نور ولولئ
اقتصاد

د کچالو له ماسک سره مو غنمرنګ مخ سپین او ښکلی کړئ

ژباړه: مریم محمدي کچالو یا الوګان د ډیرو روغتیایي ګټور سربیره، د مخ پوستکی سپینوي، ګونځې له منځه وړي او مخ صفا او ښکلی کوي. د اختر په راتلو سره د کور پاکولی، د جامو جوړولو سر بیره یو شمیر باسلیقه ځوانان او پیغلې د مخ ښکلا ته هم تیاری نیسي. هغه ځوانان چې د ښکلي او سپین مخ غوښتونکي دي، نو پکاره ده، د کاچالو ماسک یوځل وازمایي. په یاد ولرئ هر کله چې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ډار په ښار کې قهرمان نسل

د نن ورځې شین سهار دی. دوه ماشومانې ښوونځي ته بیایم. د هغوی وروستی امتحان دی او بیګاه شپه یې رڼه تیره کړې. اوو بجو ته لا نیم ساعت پاتې دی، خو له هغې خوا ډله ډله شاګردانې را روانې دي. دا هغه زدکوونکې دي چې کورونه یې لرې دي، سهار وختي پاڅيږي او ښوونځيو ته ځانونه رسوي. چې څنګه یوې درې کسیزې ډلې موټر کې راسره ماشومانې ولیدې، اشاره یې وکړه. و دریدم. یوه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

په ماشومانو کې د نوکانو خوړلو ناروغي او د درملنې لارې چارې یې

ژباړه: حمیدالله حمیدي نن سبا په لس سلنه ماشومانو کې د نوکانو د خوړلو ناروغي لیدل کېږي، چې دغه ناروغي په هلک او نجلۍ کې کوم ځانګړی توپیر نه لري مانا دا چې کېدای شي هلک او نجلۍ دواړه له دې ناروغۍ سره مخ شي. دغه ناروغي معمولأ له دوه کلنۍ تر څلور کلنۍ پورې پیدا کېږي، چې د ګوتو زبېښل هم له دې ناروغۍ سره ډیر ورته والی لري، او په همدې سن کې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

راز څه شی دی او ولې یې باید وساتو؟

لیکوال: حمیدالله حمیدي باور د ملغلرې اب دی، که یو ځل له منځه ولاړ شي، بیا نه تر لاسه کېږي. بل ځای وایي، هر څه پخېږي، خو انسان چې کله خام شي بیا نه پخېږي. باور سخت ترلاسه کېدای شي، خو په یوه شېبه کې له منځه تلای شي. بې باوره انسان په هېڅ ځای کې د پښې ځای نه لري، ډېر ژر پېژندل کېږي او د خلکو لخوا رټل کېږي. باور تر لاسه کول … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

کابل کې د افغان علماوو ستره تاریخي غونډه؛ ایا دیني فتوا به جګړه ختمه کړي؟

لیکنه: ارشاد رغاند د افغانستان دوه نېم زره دیني عالمان، چې د دوشنبې په ورځ د کابل د لویې جرګې په کېږدۍ کې ټول شوي وو، د یوه تاریخي ګام په توګه په افغانستان کې د روانې جګړې خلاف فتوا ورکړه. دوی په دغه فتوا کې روانه جګړه تپل شوې وګڼله او ملکیانو ته یې پرله پسې اوښتي زیانونه وغندل. افغان عالمانو د سولې لپاره د ملي یووالي حکومت کړي وړاندیزونه او جوړې کړې طرحې … نور ولولئ
اقتصاد

که مو دغه بد عادتونه درلودل، په دنده کې پرمختګ نه شئ کولی

ژباړه: حمیدالله حمیدي که تاسو هم د هغو کسانو له ډلې یاست چې په اونۍ کې شپږ ورځې کار کوئ، نو هرو مرو به د دې تمه لرئ چې په دنده کې پرمختګ وکړئ. تاسو کېدای شي ښه کار کوئ، په خپله دنده کې رښتیني وۍ، له وخت یو ساعت مخکې دفتر ته ځئ او په ټوله کې د یوه ښه کارکوونکي صفتونه لرئ، خو دا ټول په دې مانا نه دي چې مدیر به … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

نېم قشر ړوند دی؛ افغان ماشومان ولې له زده کړو محروم دي؟

لیکنه: ارشاد رغاند د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق له افغان پوهنې وزارت سره د خپلو ګډو څېړنو پایلې اعلان کړې، چې له مخې یې د زده کړو پر معیار د برابرو افغان ماشومانو نېمایي برخه (۳،۷ میلیونه) د زده کړو له حق څخه محروم دي. دغو ادارو د نا امنۍ او جګړې د دوام ترڅنګ نجونو زده کوونکو ته د سالم درسي چاپېریال نه موجودیت د دغه وضعیت لوی دلایل وګڼل. په یاد شوي … نور ولولئ