ټولنیز ژوند

په امېندوارۍ کې د خوږو خوړل; مور او جنين ته دا زیانونه لري

ژباړه: عایشه حیدري ډېری خلک ګومان کوي چې په امیندوارۍ کې د ډېرو خوږو خوړو خوړل د ماشوم له جنسیت سره تړاو لري او که مور د امیندوارۍ په دوران کې ډېر خواږه خواړه وخوري، نو ماشوم به یې هلک وي. خو علمي څېړنې ښيي چې د امیندوارۍ په دوران کې خوږو خوړو ته د اشتها ډېرېدل، د جنین له جنسیت سره هېڅ تړاو نه لري خو پر دې باید پوه شو چې ایا د … نور ولولئ
پوهنه

 له ښوونځي سره اړيکې؛ د زده کوونکي کورنۍ باید دغو ټکو ته پام وکړي!

له ښوونځي سره اړيکې يو له هغو اړيکو دي چې میندې، پلرونه، ښوونکي، او ټولنه باید پوره پام ورته وکړي، ځکه زموږ هېواد کې دا اړیکه ډېره ښه نده او آن ويلای شو چې ددې اړيکې په شتون باندې ډېری وګړي پوهيږي هم نه، موږ وینو چې نن سبا له ښوونځي سره هره کورنۍ اړيکه لري او که اړینه ونه ګڼل شي ښایي په راتلونکي کې بېلابېلې ننګونې رامینځته کړي. نن مو پر همدې اړوند … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

جذاب نارینه؛ څه ډول نارینه مېرمنو ته جذاب ښکاري؟

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري ډېرې داسې نجونې شته چې تر واده یو څه وخت وروسته دا اندېښنه ورسره مل شي چې ګڼې خاوند یې ورته مناسب نه و او دا پرې تېروتې ده. هره نجلۍ غواړي چې خاوند یې سم/ غوره شخصیت ولري. جالبه دا ده چې د ښځو جذابیت له پېغلتوبه تر زړښته ادامه لري؛ خو د نارینه‌وو بیا جذابیت په پخه ځوانۍ کې پیلېږي. په دې لیکنه کې مو د مېرمنو په … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

جذابې میرمنې دا ۱۲ عادتونه لري

ښځې په خپل منځ کې يو شمېر توپيرونه لري، چې د دوى دې جذابيت او ځانګړتيا ښکارندوينه کوي. مونږ په دې ليکنه کې د جذابو ښځو پر ۱۲ عادتونو غږېدلي يوو: ۱ـ تل له خپل خاوند سره ښه چلند کوي، ځکه يوه هوښياره او جذابه ښځه پر دې پوه وي، چې د خوشحاله ژوند راز د ګډ ژوند په خوشحالۍ کې ده. ۲ـ غيبت نه کوي، ځکه پر دې پوه وي، هغه وخت چې خاوند … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د چوپتيا ګټې: شخصیت او ارزښت لوړوي

ژباړه: عرفان لمر ١ – چوپتيا عبادت دى، خو داسې عبادت چې بدن ته په کې تکليف او زيان نه رسيږي. ٢ – چوپتيا داسې ښايست دى، چې هېڅ ډول سينګار ته په کې ضرورت نشته. ٣ – چوپتيا داسې کلا/ کور دى، چې کوم ساتونکي ته ضرورت نه لري. ٤ – د چوپتيا له کبله کرام الکاتبين يا ملايکې ارامه وي. ٥ – چوپتيا د جاهل لپاره لار او د عالم لپاره زينت دى. … نور ولولئ
ادبیات

د ځان ساتلو لپاره اته لارې

ليکواله: صدیقه پوپلزۍ هر انسان ته تر هر څه بايد ځان مهم وي او تل باید خپل خیال وساتو او ځانته پام وکړو. ۱ـ له نه ویلو څخه مه ډارېږئ، کوم کار چې نه غواړئ ترسره کړئ نو هتمي ندی چې هغه کار وکړئ، ځکه نه ویل په ځینو وختونو کې ستاسې اعتماد په نفس ښکاره کوي او ځان ځواکمن احساسوی، تل په ځان میین اوسئ. ۲ـ کوم څه چې نشئ کنټرولولی هغه پرېږدئ، ځکه … نور ولولئ
ادبیات

کوم کسان چې اضطراب لري دا خبرې ښه دي چې ورته وویل شي

ژباړه: صديقه پوپلزۍ کوم کسان چې اضطراب لري دا خبرې ښه دي چې ورته وویل شي: موږ ټوله له اضطراب سره بلد یو, اضطراب یو طبیعي غبرګون دی چې موږ یې په ژوند کې هره ورځ تجربه کوو. اضطراب هم په هر کچه وي که لږ وي خو ښه دی که تر کچې ډېر وي موږ او زموږ ورځني کارونو ته زیان رسوي همدې لپاره باید پوه شو چې زموږ اضطراب تر کومې اندازې دی. … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

که دا څو نښې مو ولیدې، نو ژر ګازي بخارۍ بند کړئ

په یخ موسم کې هر څوک هڅه کوي چې ځان ګرم وساتي، ترڅو له ناروغیو خوندي اوسي. ډیری خلک په دغه یخه هوا کې د خونو ګرمولو لپاره له بیلابیلو شیانو څخه استفاده کوي، چې یو یې هم ګازي بخارۍ دي. ګازي بخارۍ که څه هم یوه داسې اله ده، چې کوټه ژر او ښه ګرموي، خو دغه بخاریاني کله ناکله انسان د مرګ تر خولې پورې رسوي. کله چې په یوه اطاق کې ګازي … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

څنګه د سرطان مخه نیولی شو؛ ۵ اساسي لاملونه یې

د نړۍ په ډېریو هېوادونو کې د سرطان ناروغي عامه شوې. په افغانستان کې هم هر کال په سلهاوو کسان ورباندې  اخته کېږي او مري. دا ګواښوونکې ناروغي لومړیو کې پټه وي، کرار کرار رابرسېره کېږي. سرطان ته په افغانستان کې په ځانګړې توګه پښتانه کلیوال خلک( مرداره دانه) وايي. دا ځکه چې ترې رغېدول ستونزه او خورا کم داسې پېښېږي چې څوک دې ژوندی ترې ووځي. موږ هم د خلکو اندېښنو ته په کتو، … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

هغه ښځه چې پر دې مسايلو پوهېږي، له نورو مخکې ده!

د يوه نيکمرغه ژوند لرلو په خاطر ښځه بايد په خپل کړو وړو کې ځينې داسې عادتونه او خاصيتونه غوره کړي، چې د خپل مېړه زړه لاسته راوړي او د نورو په نظر کې هم ځانته ځانګړى شخصيت جوړ کړي. که دا کارونه مو ژوند کې عملي کړل نو د خوشحاله او سوکاله ژوند لرلو کلۍ مو لاس کې اخيستې: ۱ـ په ادب سره خبرې کول: په ادب سره خبرې کول په دې مانا ده … نور ولولئ