خواړه

د شیدو تر ټولو مهمې ځانګړنې

ژباړه: نجم الرحمن ناصري کلسیم، چې د هډوکو او غاښونو په جوړښت کې بنټیز رول لوبوي، د شیدو له مهمه جوړښتونو څخه دي. فاسفر چې د وجود ډیرو واکنشونو او د بافتونو په ترمیم او وده کې دخالت لري، د شیدو د املاح په منځ کې موجود دي. همدارنګه پتاشیم او سودیم هم د شیدو په څښلو لاسته راځي. شیدې د سالمو غاښونو، نوکانو او ویښتو لپاره اړینې دي. دا څښاک د دې لپاره چې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

نجونې؛ د سولې استازې

لیکنه: شمس الحق حیران نجونې د الهام بښونکي ژوند بېلګې او د هیلو ډېوې دي. بشر یې په موسکا پايي او د عاطفې تودې وړانګې یې د انساني ژوند د ګلبڼ له سره د جګړې او نښتو د تورو ورېځو غرونه ویلي کوي، د مینې او عاطفې په نازکو څاڅکو یې بدلوي او زموږ پر مخ د رڼا کړکۍ پرانیزي. نجونې په نړیواله کچه په هر پېر او هېواد کې د سولې استازې پاتې شوې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

په لومړي ځل د نوبل د کیمیا جایزه، دوو مېرمنو ته ورکړل شوه

خبر: نسیمه محمدي د سویدن د سلطنتي علومو اکاډمۍ، چهار شنبه د اکتوبر اوومه، ۵۱ کلنه فرانسوۍ دانشمنده امانوئل شارپېنټر او۵۶ کلنه، امریکایۍ پوهه جنېفر دودنا، د ۲۰۲۰م د کیمیا د نوبل جایزې ګټونکې معرفي شوې. د داورانو کمېټې په خپله وینا کې ټینګار وکړ، هغه کړنلاره چې دغو دوو پوهانو د (جنټیکي قیچي) په نامه جینومونو د رغونې د پراختیا لپاره رامنځته کړې، له څېړونکو سره مرسته کوي، چې وکولای شي”د حیواناتو، بوټو DNA … نور ولولئ
پوهنه

اسلام د ساينس کورس نه دی

لیکنه: وکیل احمد عزیزي کوم خلک چې اسلام او ساينس نېغ په نېغه تقابل ته اچوي له هغوی دواړه خرابېږي. د اسلام او ساينس ترمنځ نامستقيمه اړيکه موجوده ده، مثلاً په قران کريم کې د سورة النور په ۳۵ ايت شريف کې د اینسټاین د کتلې و انرژي ترمنځ د اړيکې په څېر خبره شوې ده، د المعارج سورة په څلورم ايت شريف کې نسبي وخت او په کايناتو کې د بېلابېلو سيمو د وختونو … نور ولولئ
پوهنه

د کایناتو تر پیدایښت مخکیني کاینات اوس هم مشاهده کېدای شي

لیکنه: سارا ناټن ژباړه او تفصیل: وکیل احمد عزیزي نوټ دغه لیکنه د تېرې سه شنبې په ورځ لیکل شوې او هغه مهال خپره شوه چې په فزیک کې د ۲۰۲۰ د نوبل جایزې ګټونکي اعلان شول. په دې لیکنه کې د ۸۹ کلن برتانوي فزیکپوه، راجرپنروس د ۶۰ کلونو پر هغه اوږد علمي کار لنډې خبرې شوې دي چې دی یې د نوبل جایزې تر ګټلو پورې را ورساوه. دلته نه یوازي علمي خبرې … نور ولولئ
پوهنه

ساینس او معجزې

لیکنه: وکیل احمد عزیزي د پیغمبرانو په زمانه کې په خدای جل جلاله د باور کولو لپاره عقلي طریقه معجزه وه، اوس دا کار ساینس کوي. د رسول الله مبارک د معراج معجزه له نوي فزیک سره یوه لویه مرسته ده او د فزیک د دغې برخې د ثبوت لپاره دا معجزه یو عملي مثال دی. په ۱۹۳۵ کې البرت اینسټاین او ناتن روزن په یوه مقاله کې وویل چې عمومي نسبي تیوري په فضا … نور ولولئ
خواړه

په سهارنۍ کې ارومرو پنیر وخورئ

لیکنه او راټولونه: عایشه حیدري د انسانان د بدن د ودې او روغتیا ساتنې لپاره تل پر وخت او مناسبو خوړو ته اړتیا لري. په خوړو کې شته مغذي مواد، پروټينونه، ویټامینونه، غوړ او معدني مواد د انسان د وجود د ودې لامل کېږي او باید انسان هره ورځ د بدن د اړتیا په کچه ترې ګټه واخلي. کابو په ټوله نړۍ کې د خوراک لپاره بېلابېل درې وختونه ټاکل شوي دي، همدارنګه په یوه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ډاکتر مبارک علي: تعلیم یوازې لیک او لوست نه دی!

 راټولونه/ نورالله زهير متمدنو ټولنو کې له تېروتنې وروسته بښنه غوښتل د درنښت او ښايسته‌توب نښه ده. تاريخي شواهد ښيي چې واک يوه کس ته راټول شي، د انسان شخصيت بدلېږي او ځان تر نورو لوړ ګڼي. د مستبدو حکومتونو يو اصل په معلوماتي سرچينو بنديز او سانسور وي چې څوک د هيواد په روانو چارو پوه نه شي. چې قانون ته درناوی نه وي، نو ټولنه د ناقانونۍ، انتشار او بدامنۍ ښکار کېږي. د … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ژوند مثبت بدلون

ژباړه: نجم الرحمن ناصري نن لاس په کار شئ. یو چینایي متل دی، چې د ونې د کښت لپاره ښه وخت ۲۰ کاله مخکې و. وروستی تر ټولو ښه وخت یې اوس دی. که تاسو په تمه یاست چې د هغه کار لپاره ټول شرایط تیار شي چې غواړئ ترسره یې کړئ او وروسته یې پیل کړئ، ډاډه اوسئ چې هغه وخت هېڅکله نه راځي. ډېری وخت مو د هغو کارونو لپاره افسوس کړی چې … نور ولولئ
ټیکنالوژي

ټکنالوژي؛ پر ماشوم یې خطرناکې اغېزې

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ که ماشومان له ټکنالوژۍ څخه ډېره ګټه واخلي، نو په ذهني او اروایي ستونزو اخته کېږي. ټکنالوژي د ماشوم د چاغښت او ټنبلۍ لامل کېږي. لږ درس به لولي او ډېر فکر او هوش به يې موبایل کمپیوټر یا ګېم ته وي، نو ځکه باید له دې شیانو څخه ډېرې استفادې ته پرېنښودل شي. د دې پر ځای چې درس ته فکر وکړي، په ګېم کې به سوچونه وهي، نو ځکه د … نور ولولئ