ټولنیز ژوند

د قبرس دولت د طلایي پاسپورټونو د ورکړې پروژه ‌بندوي

راپور: عایشه حیدري د قبرس دولت اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د سوداګرۍ په بدل کې ترلاسه کېدونکي پاسپورټ د ورکړې پروژه‌ بنده کړه. د‌ اسپوټنیک د راپور پر بنسټ، د قبرس دولت د نوامبر له لومړۍ نېټې څخه د سوداګرۍ په بدل کې د دغه هېواد د تابعیت ورکړې پروژه، چې د طلایي پاسپورټونو په نامه مشهوره وه، بنده کړه. د دغې پروګرام په چوکاټ کې چې د ۲۰۱۳ څخه پیل شوی … نور ولولئ
خوندیتوب

له واده وروسته پېښمېانتیا

لیکنه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ ډېر داسې کسان شته چې له واده څخه مخکې خپل د ګډ ژوند ملګري په هکله هېڅ معلومات نه لري او نه هم په هکله څېړنه کوي یا د پلار یا د مور په خوښه واده کوي، خو وروسته له څخه پښېمانه وي. د ګډ ژوند په هکله باید ډېر مهارت او معلومات ولرو تر څو ښه ژوند جوړ کړو، چې په راتلونکې کې پښېمانه نشو. که د اولادونو د … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

روسی پانګوال هڅه کوي د ټکنالوژۍ په مرسته د اوږد عمر چانس برابر کړي

راپور: نسیمه محمدي د «سېرګې یونګ» په نامه یوه روسي میلیونر، ۱۰۰ میلیونه ډالر په داسې ټنکالوژۍ پانګونه کړې، چې ورته د “تلپاتې کېدلو علم” ویل کېږي. د bizarre news په حواله، د دغې ټکنالوژۍ څخه موخه، د ۲۰۰ کلونو لپاره د انسان د عمر ډېرول دي. دا روسی میلیونر پر دې اند دی، چې د الکټرونيکي او چاپېریالي ټوټو “۳ډي” څخه په استفادې کولای شو د انسان عمر زیات کړو. نوموړی هر کال په … نور ولولئ
ادبیات

څه چې ارزښت لري!

ژباړه: حبیب الله ذکي که تاسو چمتو یاست یا نه، یوه ورځ به هر څه د منځه ځي، بیا به نه نور لمر خاته وي، نه د ورځې سبا کېدل، ، نه به ساعتونه وي او نه دقیقې. ستاسو ټولې پټې خزانې او هر هغه څه چي مو غونډ کړې وې، بل ته به پاتېږي، ستاسو شتمني، نوم، شهرت او دنیوي قدرت به مو له خاورو سره خاوري سې، دا به بیا مهمه نه وې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ګوګل عاید د ۲۰۲۰ په درېيم فصل کې له تمې ډېر لوړ شو

ژباړه: عایشه حیدري د الفابټ د مالي راپور پر بنسټ د ۲۰۲۰ کال په درېیم فصل او د کورونا د څپې په دوران کې ګوګل له تمې ډېر عایدات لاسته راوړي دي. د دغه راپور پر بنسټ اوس مهال د ګوګل او يوټيوب د اعلانونو عاید د پروسږ کال د همدې وخت په پرتله ۱۴ سلنه ډېر شوی دی. د ۲۰۲۰ په درېیم فصل کې د یوټیوب اعلانونو تر ۵ ملیارډو ډېر عاید ترلاسه کړی. … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د عمرې د ادا کولو لپاره د بهرنیو حاجیانو لړۍ

مکه مکرمه: د نړیوالې ناروغۍ کورونا وایروس وروسته، د بهرنیو حاجیانو د تګ لړۍ سر له نن څخه پیل کېږي. د سعودي د حج او عمرې وزارت په حواله، د عمرې درېیم پړاو به له نن څخه پیل شي، چې له مخې به یې په سعودي عربستان کې میشت اوسېدونکي سربېره اوس مکې او مدینې ته له بهر څخه د بهرنیانو د راتلو پروسه هم پیل شي. د سعودي چارواکو په وینا، له بېلابېلو هېوادونو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د انسان پر پیدايښت تفکر

ژباړه: نجم الرحمن ناصري دا د ټول بشریت او د ژوندون د هرې دورې د انسانانو پوښتنه ده او د هغوی ذهن یې مصروف کړی. په خپل ذات کې له ټولو خطرناکه پوښتنه ده چې د انسان ذات ته متوجه کېږي، ځکه چې ټول اردات، افکار، او د انسان سلوک تر هغه څه پورې اړوندېږي چې طبیعتاً هغې لارې ته سوق وي. څرنګه چې خدای (ج) فرمایلي: “ما انسانان او پېریان دواړه د بنده‌ګۍ لپاره … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

غازي ادې؛ غازي محمدجانخان په ډالۍ ونازوله

ژباړه: نجم الرحمن ناصري غازي ادې د افغانستان له هغو نامتو ښځو څخه ده چې د افغان او انګلیس په دویمه جګړه کې یې برخه درلوده (۱۲۷۵هجري شمسي) او عملاً یې په جهاد کې ونډه اخیستې وه. عبدالروف بینوا لیکي: “غازي ادې د لوګر اوسېدونکې وه، کله چې کابل محاصره شه افغان لښکر د ختیځ له خوا یرغل وکړ،د دوی ترمنځ څو ښځې وې، چې له ټپیانو او غازیانو سره مرسته وکړي. ویل کېږي جنګ … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د بریا ځینې نالوستل‌شوي رازونه

ژباړه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ ـ تر څو چې له سختیو څخه تېر نشئ، هېڅکله اسانیو ته نه رسېږئ. (کولین مک کارتي) ـ که غواړئ ښه کار وکړئ او بریالي شئ، نو ښه ارام هم وکړئ، ځکه که ارام ونه کړئ، نو کار په سمه توګه نشئ ترسره کولی. ـ تل هڅه وکړئ چې مثبت فکر ولرئ او پر خدای باور ولرئ، ځکه په هر ځای کې حاضر وي. له ماتې او تېروتنې څخه مه … نور ولولئ
خوندیتوب

له کوژدې وړاندې باید روغتیایي ازمایښتونه وکړو

لیکنه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ داسې ډېر خلک یا نجونې شته چې ناروغي لري، نو د همدې لپاره باید دا ازمېښتونه له کوژدې وړاندې وشي، چې یو د بل په حالت پوه شي. داسې نه چې بیا له واده وروسته یو بل ته ولېږدول شي. روغتیایي معاینات د واده له معیارونو څخه دي. که څه هم په افغانستان کې دا خبره په نظر کې نه نیول کېږي، خو موږ باید دا خبرې ته ډېر پام … نور ولولئ