افغانستان

ننګرهار کې ۷۰۰ بزګران ورزول شول

راپور: طارق صادق د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې له دویم ملي لومړیتوب څخه دملاتړ پروژې«SNaPP2» په همکارۍ د تېر یوه کال په ترڅ کې یوازې ددې ولایت د بزګرانو د روزنیزو سرچینو مرکز«FLRC» په مرکزي څانګه کې ۷۰۰ بزګران روزل شوي دي. د ننګرهار دکرنې رییس انعام الله صافی وایي، نږدې درې کاله وړاندې دکرنې وزارت له خوا د بزګرانو د روزنیزو سرچینو مرکز«FLRC» د جوړېدو طرحه رامنځته شوه، چې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ګډ ژوند؛ یو بل ته انرژي بښونکې جملې ووایاست

د ژوند د هر بل پړاو په څېر, د ګډ ژوند پیلول له خپلو ټولو غټو- وړو ستونزو سره ذاتي خوږلني هم لري. دا هغه پړاو دی چې هره پېغله او ځوان یې کلونه په تمه وي. په اړه یې خیالونه ګوري او رنګینه مینه ییزه دنیاګۍ ځان ته جوړوي؛ خو د دې رنګینې نړۍ د رنګه ساتلو رازونه ډېر دي چې له هغې جملې څخه یو راز یې د مثبتو انرژي بښونکو کلیمو او … نور ولولئ
په زړه پورې

د کرونا دویمه څپه؛ امریکا کې لومړنی واکسین تطبیق شو

پرون د امریکا متحده ایالاتو کې د نیویارک په ایالت کې لمړنی واکسین تطبیق شو. د امریکا متحده ایالات تصمیم لري، چې د کال وروستیو دوؤ اوونیو کې ٢٠ ملیونه واکسین تطبیق کړي. ١٤ ورځې او د ٢٠ ملیونو واکسینو تطبیق هم کوم ساده کار نه دی. د واکسینو پلي کول په داسي حال کې پیلیږي چې په ټولو متحده ایالاتو کې د قربانیانو شمیر درې سوه زرو کسانو ته ورسید. خو خلک د لمړي … نور ولولئ
افغانستان

کونړ کې د شاتو پراخ تولید؛ سږکال څه باندې ۳۳ ټنو ته رسېدلي

راپور: بشر درویش د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په کونړ ولایت کې د شاتو مچیو د روزنې وضعیت په بې ساري توګه مخ پر وده ده، شمېرې ښیي چې په دې ولایت کې د شاتو مچیو شاوخوا۶۳ واړه او لوی فارمونه شته دي، چې د شاتو د تولید سږني کچه یې نږدې۳۳.۶ ټنو ته رسېدلې ده. د افغانستان د کرنې وزارت یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د کونړ د مالدارۍ … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

څنګه خپلو زده کړو او تحصیل ته مسوول اوسو؛ ۹ ټکو کې یې ولولئ

تاسې کولای شئ چې خپل د پرمختګ لپاره د ځینو کارو مسوولیت خپل په غاړه واخلئ. خپله له ځانه وپوښتئ چې ولې تحصیل کوئ؟ د نورو غوښتنې او خوبونو په رښتیا کول ښایي ستاسې د تحصیل یو دلیل وي، خو که د رښتیا غواړئ چې خپل د تحصیل مسوول واوسئ نو تر دې نه قوي دلایل ځانته ولرئ. نورو ته دا اجازه مه ورکوئ چې ستاسو د تحصیلاتو لپاره پرېکړه وکړي: که تاسو تل د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

پر وجود د وېرې او اندېښنې غلبه؛ لاملونه، نښې او درملنه یې

ژباړه: ملیحه ناصري پانیک اټک پر وجود د وېرې او اندېښنې غلبې ته وايي. دې وخت کې د انسان زړه ډېر دربېږي. ساه نه شي اخیستلی، آن ګومان کوي چې مړ کېږي، ځنکدن یې دی یا لېونی کېږي. که چېرې پانیک برېدونو درملنه ونه شي پر جدي پانيکي ستونزه بدلېدلی شي. دا ستونزې کولی شي د سړي ورځنی ژوند ټکنی کړي؛ خو د هیله مندۍ خبره دا ده چې درملنه یې شونې ده. د پانیکي … نور ولولئ
افغانستان

افغانستان کې د زیږون پرمهال د مور و ماشوم مړینه کې د پام وړ کموالی راغلی

راپور: بشر درویش په افغانستان کې د امریکا سفارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې د مور او ماشوم د مړینې په برخه کې د پام وړ کموالی راغلی دی. یاد سفارت ویلي چې دا د پام وړ پرمختګ دی چې تیرو کلونو کې شوی دی. د امریکا سفارت په رسمي فیسبوک پاڼه لیکل شوي: «۱۹ کاله مخکې، په افغانستان کې له هر۱۰۰,۰۰۰ مېندو څخه چې ماشوم یې زېږول، ۱,۱۰۰ تنه یې خپل … نور ولولئ
پوهنه

که په لمانځه کې مو سوچ / فکر بل خوا ځي، دا لارې چارې عملي کړٸ!

ژباړه: عرفان لمر ١- مخکې د لمانځه څخه کينۍ او لږ ذکر وکړئ ، او يا د قرآن کريم تلاوت وکړئ، چې زړه او روح مو د الله ج د عبادت علاقه مند شي. ٢ – د لمانځه څخه وړاندې داسې وانګېرۍ چې ممکن دا زما وروستې لمونځ وي. ٣ – له ځان سره ژمنه وکړئ چې لمونځ به په عاجزۍ او پرته له هوش پرکۍ ترسره کوم. ٤ – تصور وکړئ چې د يو … نور ولولئ
په زړه پورې

برېټانوۍ مېرمن؛ شپېته کاله د مالټې زړى په پوزه کې ساتلی وو

ژباړه: نسيمه محمدي د دېلې سټار په حواله،  د بيټې مک فيل په پوزه کې، د انګلستان د لوېديځ يورک شاير اوسېدونکې په پوزه کې نږدې ٦٠ کاله دا دانه وه. دغه مېرمنې ټول عمر د ساه تنګۍ څخه رنځېدله. مک فيل د ډېسامبر په دويمه کله چې د پوژې د لواژ/ وينځلو هوډ درلود، د مالټې يوه دانه خسته په ناڅاپي توګه په دستمال پيدا شوه. د ده غبرګنکى ورور، ټوني د دغه کيسې … نور ولولئ
اقتصاد

د ټېلېفون شارتۍ د ځوانې روسۍ نجلۍ ژوند واخيست

ژباړه: نسيمه محمدي اوليسيا سمينوفا، ٢٤ کلنه روسۍ نجلۍ د حمام کولو پر وخت، د چارچ سره موبايل، د برښنا د شارتۍ له امله ساه ورکړه. رسنيو د روسيې د بېړنيو خدمتونو د ادارې په حواله خبر ورکړى، چې داريا د اوليسيا هم اطاقې د نوموړى جسد په حمام کې موندلى دى. داريا ويلي: “چيغې مې کړې، هغه مې وښوروله، خو بدن يې بېرنګه او الوتى وو، ساه يې نه اخيسته او د ژوند هېڅ … نور ولولئ