افغانستان

قزاقستان له افغانستان سره د ۵ زره ټنه اوړو مرسته اعلان کړه

قزاقستان افغانستان ته د پنځه زره ټنه اوړو د ورکړې ژمنه کړې ده. د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي یرزان کازيخانوف د رییس الوزرا له مرستیال ملا برادر سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او نورو اړوندو مسایلو بحث شوی دی. قزاقي لوري ډاډ ورکړی چې دوی تر خپلې وسې د افغانستان تر څنګ درېږي او بشري مرستو ته به ادامه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د خلکو په څهرو بې غرضه موسکا یو ښکلی احساس او غوره نیکي ده

د یو ځوان نقل دی: چې یوې بوډۍ میرمنې خپل ټول عمر په کلیو و بانډو کې تېر کړی و. د لومړي ځل لپاره په الوتکه کې سپره وه. د خپلې لور او زوم لیدو لپاره ښار ته تلله. هغه په الوتکه کې زما تر څنګ سېټ ته کښېناستله. د الوتکې عملې (خدمې) خواړه راوړل. هغې د لومړي ځل لپاره دا ډول خواړه لیدل. نوموړې لومړی د ځانګړي نسج (ټوشو پیپر) پاکټ خلاص کړ او … نور ولولئ
افغانستان

ازبکستان کې د کابل-ترمذ-پیښور رېل پټلۍ پر جوړولو خبرې دوام لري

طالبانو له ازبکستان سره د ترمز- کابل-پېښور پر رېللارې خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ یوه نوې کاري ډله جوړه شوې چې دوی به په راتلونکو لسو ورځو کې ددواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر نقشه او مهمو برخو خبرې کوي، طرحه به جوړوي او ددواړو لورو د چارواکو ترمنځ به لاسلیکېږي. ویل کېږي چې دمګړی له ازبکستان سره د ترمذ-کابل- پېښور د رېل پټلۍ په اړه خبرې شوې … نور ولولئ
ژوند بڼه

لنډه کیسه: هېڅکله مه ناهيلي کېږﺉ

  ژباړه: نسیمه محمدي څلور ډيوې ورو ورو سوځېدې، چاپېریال دومره ارام او چوپ و، چې د هغوی ترمنځ خبرې اورېدل کېدای شوای. لومړۍ ډيوې وویل: زه سوله یم، هېڅوک نشي کولی ما تل روښانه وساتي. فکر کوم ډېر ژر به خاموشه شم. د سولې خبرې لا خلاصې نه وې چې لمبه یې کمه او بیا مړه شوه. دویمې ډيوې وویل: زه ایمان یم، په رښتیا لکه چې ما ته څوک اړتیا نه لري، نو … نور ولولئ
ژوند بڼه

د اعتماد په نفس رامنځته کولو لپاره شپږ لارې چارې

  ژباړه: نسیمه محمدي ١ _ د نورو سره له پرتله کولو لاس واخلﺉ؛ څېړونکو موندلې ده هغه کسان چې ځان د نورو سره پرتله کوي، حسادت تجربه کوي. او څومره چې د دوی حسادت زیاتېږي، د ځان پر وړاندې بد احساس لري. ٢ _ ځان د مثبت اندو په کړۍ کې کډ کړﺉ؛ وګړي چې تاسې ورسره وخت تېروﺉ، ستاسې له اټکل زیات ستاسې په فکر او اند اغېز ښندي. که د یوه ځانګړي … نور ولولئ
روغه سټه

سینوزېټ څه ډول ناروغي ده؟

  ژباړه: نسیمه محمدي سينوزېت ناروغي د زکام او ریزش سره د ورته نښو نښانو له امله د خلکو له نظره پټه پاتې کېږي او د وخت په تېرېدو سره مزمنې بڼې ته اوړي چې هم د نارامۍ سبب ګرځي او هم یې درملنه ستونزمنه کېږي. سینوزېت ( Sinusitis) د سینوز د مخاطي غشا( سینوز کوچنۍ کندې دي چې د پوزې دواړو خواوو او د وريځو پورته برخه کې ځای لري او په یوه ډول … نور ولولئ
خواړه

نړیوال د خوراکي توکو ورځ نمانځي؛ خو افغانان بیا له فقر څخه خپل اولادونه خرڅوي

لیکنه: میرویس خوږیاڼی   د خوراکي توکو نړیوال ورځ هر کال د اکتوبر په ۱۶ نیټه په ټوله نړۍ کې په داسی حال کې لمانځل کیږي چی څه باندې ۳ بلیون نفوس چې د ټولې نړۍ ۴۰٪ تشکیلوی، صحي خوړو ته لاس رسی نلري. دا په داسې حال کې ده چی په ټوله نړۍ کې د بل هر سکتور څځه ډیر خلک چې څه باندی یو بیلون وګړو ته رسیږي د خوراکي توکو د سیستم … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

له دښمن نه، بلکې د هغه چا له دوستۍ  وډار شه چې د ښه والي تمثيل کوي

له يو بل سره اړيکې پالل د بشريت اړتيا ده، چې پرته له دې اړيکو انسانان نيمګړی او د ستونزو ښکار کيدای شي. دا ډول اړيکې لکه د سکې مخ دوه اړخونه لري، چې د دوستۍ او دوښمنۍ نوم ورکولاى شو. موږ معمولا داسې فطرت لرو، چې هغه کسان راته ارزښت لري، چې په ظاهر راسره خاندي او زموږ ستاينه کوي، چې دا ډول کسان راته ګران هم وي، خو په اصل کې داسې نه … نور ولولئ
ژوند بڼه

سیاسي بدلونونه او پر ګډ ژوند یې اغېز

سیاسي او اقتصادي حالات هرومرو پر کورنیز ژوند اغېز پرېباسي؛ خو دا اغېز باید تر ډېره مهار شي. تر هغو یې مهارولو کې هڅه او هاند وشي چې له مستقیم والي څخه لار چپه او نامستقیم والي ته واوړي. یانې هر هغه خوښۍ چې په یوه کورنۍ موجودې وي باید د حالاتو د بدلون قرباني نشي. بلکې حالات د خوښیو قرباني شي. که چېرې هر ځل د ټولنیزو حالاتو له بدلون سره کورنۍ خوښۍ ولړزېږي, … نور ولولئ
په زړه پورې

شپږم حس او څرنګوالی یې

ښايي دا لیکنه درته جالبه واېسي؛ ځکه د دې په اړه مالومات درکول کېږي چې ایا انسانان شپږم حس لري؟ دا څه ډول حس دی؟ ټول حسونه مو نومونه لري، شپږم حس ولې مشخص نوم لري؟ شپږم حس د علمونو له انده ثابت شوی که نه؟… لکه څنګه چې تاسو ته جوته ده، انسانان پينځه ډوله حسونه لري؛ خو دا هغه حسونه دي چې نوم او څرنګوالی یې، دندې یې او په اړه یې نورې … نور ولولئ