ټولنیز ژوند

د ماغزو د ارامښت څلور تګلارې؛ فېسبوک او ټويټر ماغزه ستړي کوي!

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري په موډرنه/پرمختللي ژوند کې بوختیاوې ډېرې وي. ښايي تاسو هم نور ستړي شوي یاست، ښايي له دومره مغزي فشار وروسته نور ځتي اړتیا ولرئ چې لږ دمه وکړئ. امکان لري داسې فکر به کوئ چې ماغزه مو ستومانه شوي وي او جذب نه لري. ایا د دې پر ځای چې استراحت وکړئ په فېسبوک او ټويټر کې نښتي یاست؟ سهار چې پاڅېږئ لومړی انلاین کېږئ، مسېجونه او برېښنالیک مو څارئ/ګورئ؟! … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ماشومانو ته مو ورزده کړئ چې ټول ژوند یوازې بریا نه ده!

موږ ټول د ژوند په هر ډګر کې هڅه کوو چې بریالي شو؛ خو د ماتې منلو په اړه ښايي فکر کول هم ناروا وګڼو. حال دا چې تر څو انسان له ماتو سره مخامخ نه شي، بریا ته نه شي رسېدلی. څو پرله‌پسې بریاوې انسان روږدی کوي او د دې اعتیاد لرې کولو لپاره یوه ماته ضرور ده، څو د بریا خوند راوښيي. د دې تر څنګ موږ د خپلو ماشومانو په ذهن کې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د سهار پلي ګرځیدو بې شمیره ګټې؛ ۵ یې دا دي !

ګرځېدنه یو ساده کار ښکاري، خو د معجزو ډکې ګټې په کې شته، په ځانګړې توګه د سهار له خوا ګرځېدنه ستاسو د روان او صحت له پاره معجزه کوي. دلته مو پرې پوهوو. د ټولو بې شمېرو ګټو څخه يې یوازې پنځو يادونه کوو: ـ د ذهن پیاوړتیا؛ یوازې د سهار په څو دقو ګرځېدنه خپل ځان د الزایمر له خطرناکې ناروغۍ څخه وژغورئ. ډېری کسان په ځوانۍ کې د ذهنې ضعیفوالي سره مخامخ … نور ولولئ
په زړه پورې

دا څو نفره د نړۍ تر ټولو ښکلو سترګو لرونکو په توګه پيژندل شوي

ژباړه: عایشه حیدري سترګې د هر انسان د ښکلا يو اړینه برخه شمېرل کېږي. سترګې د بدن هغه ښکلی او اړین غړی دی چې د هر چا پام ډېر ژر ځانته اړوي. کله چې موږ له نورو سره مخامخ کېږو نو تر هر څه وړاندې د مقابل لوري سترګو ته مو پام کېږي د سترګو له لارې کولای شو چې د انسانانو په اروایي حالت و پوهېږو او د هغو احساسات د سترګو له لارې … نور ولولئ
اقتصاد

روسیه وايي، اروپايي اتحادیه هم د ډالرو د انحصار پای ته رسول غواړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې اوس هم لا سرِ وخت دی، تر څو اروپا د متحده ایالاتو ډالرو تجارت وځنډوي. د روسي رسنیو په وینا، د بهرنیو چارو وزیر “سرګي لاوروف” په یوه مهمه اعلامیه کې د امریکایي ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ په وړاندې د اروپا عکس العمل ته په اشارې وویل، چې نه یوازې هغه هېوادونه چې د متحده ایالاتو بندیزونه تابع کوي، بلکه اروپايي هېوادونه هم غواړي، چې ډالرو … نور ولولئ
خواړه

په دغو ۶ خوړو د وېښتانو له توېدلو څخه مخنیوی وکړئ

د وېښتانو توېدل د ډېرو کسانو ستونزه ده. کېدای شي چې د وېښتانو توېدل بېلابېل لاملونه ولري. له دغو لاملونو څخه یو هم هورنومونه دي. د ځینو خوړو په خوړلو سره کولای شئ دغه هورمونونه کنټرول کړئ او د وېښتانو له توېدلو مخنیوی وکړئ. د هغو هورمونونو له ډلې چې د وېښتانو په توېدلو کې ډېره ونډه لري یو هم د هیډروټسټوسټرون هورمون دی. دغه هورمون د نارینه جنسي هورمون یعني ټسټوسټرون هورمون ته ډېر … نور ولولئ
افغانستان

افغانان نور کولی شي پرته له ویزې ازبکستان ته لاړ شي

د ازبکستان هېواد د “سردریا” ولایت والي “بابا یوف” ویلي، چې د ٢٠٢١ اول له جنوری به افغانانو ته بې ویزې د دننه ورتګ اجازه ورکړي. افغانان به د دخولي ټاپي په درلودلو سره پنځلس ورځې د ازبکستان په هېواد کې د پاتې کیدو حق ولري. ازبک چارواکي وايې، د دغه اقدام موخه د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د کچې لوړیدل دي. “بابا یوف” ويلي، د دې سربیره چې ویزې ته به اړتیا … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د زده‌کړو لپاره هېڅکله ناوخته نه دی

ژباړه: نسيمه محمدي څلور اويا کلنې پټ اورموند، د ډېسامبر مياشتي په لومړيو کې د خپلې ٢٢ کلنې لمسۍ ترڅنګ، په چاټانوګا کې د تنسي پوهنتون څخه فارغه شوه. نوموړې ٤٢ کاله وړاندې د انسان پېژندنې په برخه کې لېسانس اخيستى وو، او زيات کلونه يې د مالي مديرې په توګه دنده ترسره کوله، ترڅو چې له تقاعد وروسته پرېکړه وکړه د زده‌کړو د دوام لپاره پوهنتون ته لاړه شي. مېرمن اورموند، هيله څرګنده کړه … نور ولولئ
په زړه پورې

له سختې ماتې وروسته بېا راتګ: شاه رخ خان بل فلم جوړوي

ژباړه: عرفان لمر د هندي سينما وتلى ستورى او د باليووډ بادشاه شارخ خان چې څو ورځې مخکې يې د ژوند ٥٥مه کليزه ولمانځله، چې د اماراتو خليفه برج باندې يې انځور تر څنګ نوموړي ته د کليزې مبارکي هم خپره شوه. خو دا ځل وروسته د دوه کلن ځنډ شاه رخ خان د پټان په نامه فلم سره د سينما ډګر ته را دانګي. شارخ خان چې د زيرو فلم په وړاندې کولو سره … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د امېندوارۍ پرمهال خوږو ته د اشتها لاملونه؛ ایا د نارینه ماشوم د زېږون نښه ده؟

ژباړه: عایشه حیدري په امېندوارۍ کې خوږو خوړو ته د اشتها ډېرېدل په ډېرو ښځو کې ليدل کېږي. ځینې خلک داسې ګومان کوي چې دا به د ماشوم د جنسیت په ټاکنه کې اغېز ولري، ان تر دې چې ځینې خلک داسې فکر کوي چې که د امېندوارې ښځې ډېرو خوږو یا تروه خواړو ته زړه کېږي، نو ماشوم به یې هلک وي. په داسې حال کې چې علمي څېړنې په دې اړه بل څه … نور ولولئ